دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د ط-انو خبرداری: زموږ پر ضد فعاليتونو سره مرسته بدې...

پاکستان ته د ط-انو خبرداری: زموږ پر ضد فعاليتونو سره مرسته بدې پایلې درته لري

تاند( جمعه ، د اسد ۲۸ مه) ‏د طالبانو چارواکو په کندهار کې د خپلې پرونۍ لویې غونډې پر مهال پاکستان ته په کنايوي انداز د دوی خلاف له فعاليتونو سره د همکارۍ په اړه خبرداری ورکړ.

د دې غونډې د پای د پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې د امریکا هغه ډرون برید غندل شوی چې تېره میاشت یې په نتیجه کې د القاعدې شبکې مشر په کابل کې ووژل شو.

 د پرېکړه لیک په دویمه ماده کې له دغه برید سره د پاکستان د ممکنه همکارۍ يادونه شوې او په دې ډول غبرګون ورته ښودل شوی:« کوم ګاونډي هېواد چې د امريکا بې پلوټه الوتکې ته په خپله فضاء كې د الوتلو اجازه ورکړې ده، هغه هم په دې جنايت کي ورسره شریک دی، دا کړنه يې د ګاونډيتوب او اسلامیت خلاف عمل ګڼل كېږي، د همدې هېواد واکمنان باید پوه شي چې د افغانستان ‏پر سر معامله کول او د افغانستان دښمنانو ته په خپله ځمکه او فضاء كې د افغانستان پر ضد د فعالیت اجازه ورکول يقينا د دوی لپاره بدې پايلې لري.»

د پریکړه لیک په نورو موادو کې د طالبانو د پرونۍ ملاتړ غونډې ګډونوالو یو ځل بیا د دوی له عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او خپل شرعي امیر یې ګڼلی دی.

دوی د طالبانو له سیاسي مخالفانو څخه هېواد ته د ستنیدو غوښتنه کړې او له نړيوالو ېې غوښتي چې د طالبانو حاکمه اداره په رسميت وپېژني.

طالبانو په زغرډ ډول نه دي ویلي چې‌‌ امریکا ته کوم ګاونډي هېواد خپله ځمکه او فضا د دوی خلاف په واک کې ورکړې.

مخکې ځينو پاکستاني شنونکو خبر ورکړی و چې چارواکو يې څو پوځي مرکزونه امریکایانو ته سپارلي څو افغانستان ترې تعقيب او کنټرول کړي.

1 COMMENT

  1. دا ابو مغروب دله څنګه لوځې پښې ناست دی لکه دهقان ! ددې لودګانو یې په سیاست او اقتصاد څه ؟ دا څناور د خدای ورک کړي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب