دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمحب: ط-ان له وضعیت او حکومتولۍ ناخبر،په خپلمنځي اختلافاتو اخته او د...

محب: ط-ان له وضعیت او حکومتولۍ ناخبر،په خپلمنځي اختلافاتو اخته او د واک له بایللو ویریږي

تاند( جمعه ، د اسد ۲۸ مه) د افغانستان د پرزول شوي نظام د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کندهار کې د طالبانو په ملاتړ جوړه شوې پرونۍ غونډه کې د طالب مشرانو ويناوو ته غبرګون ښودلی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:« ‏‏‏‏د طالبانو مشران، چې څومره ډیر وغږیږي، هغومره یې له وضعیت نه ناخبري، په حکومت دارۍ نه پوهیدل، داخلي اختلافات او د واک له بایللو وېره را ښکاره کیږي.»

حمد الله محب زياتوي:«د کندهار په جلسه کې ددوی خبرې او نصیحتونه یې غوره بېلګه ده. دیوې طبقې لخوا دواک انحصار ولس مجبوروي، چې دخپل حق لپاره اقدامات وکړي.»

د محب نیوکې په داسې حال کې دي،چې د پرونۍ غونډې په حواله د طالبانو د مشرانو رسنیزې شوې خبرې د دوی یو شمېر نورو منتقدینو هم ضد و نقیضې ګڼلي دي.

له دې سره، حمدالله محب الله محب ته هم پر ټویټر پاڼې یې له دغو څرګندونو سره خلکو توندې تبصرې لیکلي او ویلي،چې د دوی د حکومتولۍ پوهه، له وضعیت څخه خبرتيا او د هر څه پایلې یې هم ټولو ولیدې او بيه یې ملت پرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب