دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهله استقلال ورځې د ط-انو نمانځنه؛د‌ امان الله خان يادونه یې ونه...

له استقلال ورځې د ط-انو نمانځنه؛د‌ امان الله خان يادونه یې ونه کړه

تاند( جمعه ، د اسد ۲۸ مه) په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې نن له انګريزي ښکيلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه په داسې مهال ونمانځله،چې د د جمهوري نظام د سقوط او خپل حاکميت په اړه ېې مبارکۍ ورکړې.

د طالب چارواکو په ویناوو کې د افغانستان د ازادۍ ګټونکي پاچا غازي امان الله خان د نوم او کارنامو کومه يادونه نه لیدل کېږي.

په ننګرهار کې د طالبانو ښاروالۍ پرون د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې لپاره د چمتووالي په خپرو کړو عکسونو کې د امير شهيد بڼ د رنګینولو يو شمېر عکسونه خپاره کړي وو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ښاروالۍ نه وه روښانه کړې،چې له دې کار څخه ېې موخه د امان الله خان درناوی او که د امير شهيد تفريحي بڼ پالنه وه.

په ننګرهار کې د طالبانو ولايتي ادارې د غازي امان الله خان مزار ته د خپلو چارواکو د ورتلو او د ازادۍ ورځې په مناسبت هغلته د کومو مراسمو د ترسره کیدو يادونه نه ده کړې.

له دې سره د طالبانو يوه مشهور تبلیغاتي مبلغ قاري عبدالستار سعيد په خپله ټویټر پاڼه کې د امان الله خان او نادرخان د شخصيتونو مقايسه کړې او د ازادۍ جګړه کې یې له امان الله خان څخه د نادر خان ونډه ډېره ګڼلې ده.

نوموړي لیکلي:« ‏د امان الله خان په نسبت د افغانستان استقلال کې د نادر خان رول ډير و. نوموړي د ټل محاذ او غبرګو وروڼو یې د واڼه او پیواړ محاذونو کې انګریز ته شکست ورکړ. نوموړی وروسته دفاع وزیر و، خو له ملا عبدالله سره له جګړې یې انکار وکړ نو ځکه فرانسې ته د سفیر په حیث تبعید شو.»

د ځينو شنونکو په باور، طالبان غازي امان الله خان ته د مترقي افکارو له کبله په ښه سترګه نه ګوري او په دې ډول هڅه کوي،چې‌‌ د ملت پالنې او ترقۍ داسې الګوګانې د خلکو له نظره کمرنګه او وغورځوي.

طالبانو نه دي ويلي،چې امان الله خان سره څه ستونزه لري او ولې ېې د خپلواکۍ د اتل په توګه درناوی ونه کړ.

3 COMMENTS

  1. ​دا لاندی کومنت د پنجابی جعلی دوکتور عماد د نن ټکی اسیا پاڼی مضمون په خاطر :

    پنجابی پاکستان کښی د منافقت او شر لپاره تولید شوی جعلی دوکتور عماد ( پنجابی نام ؟ ) ته : دا چی غیرتی افغانانی اوغیرتی افغانان د خرڅ شووتربیه شووکمونیستانو وحشت دوره کښی بیا د خرڅ شوو تربیه شوو په فریبی ایجاد شوو تنظیمونو دوره کښی اوبیا د فریبی لپاره تربیه شوی قدیانی طالبانو تور وحشت کښی ډیرو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او ډیرو د ژوند ساتنی لپاره ددی خرڅ شوو وحشیانو له کبله خپله پاکه خاوره پری ایښی دی نو پنجابیه غلامه ته او د تا همرنګه که د اجنبیو په مټو هر څومره ځانونه د افغانستان خاوری وارثان اعلان هم کړۍ بیا هم د تاسی باداران به پدی بریالی نشی چی د افغانستان مقدسه خاوره د خپلو تربیه شوو غلامانو په وسیله تر سینی لاندی کړی دافغانستان پاکه او مقدسه خاوره د اصیلو افغانانو خاوره دی نه د پنجابیو او نورو اجنبیو پلیتانو!!!!

    قدیانیانو تاسی به د افغان ملت بی سوادی له کبله د اسلام مبارک دین څخه مؤقتی سؤاستفاده وکړۍ اما د تاسو دا فریبی به ډیر دوام ونکړی خاطرجمع اوسۍ !!!!!

  2. ښاغلئ محترم ډاکټر صاحب غروال!
    خوښ یم چی تبصرې دی په تاند کی وینم او لوَلم.
    بلې هو
    د عماد صاحب لیکنه ما هم لوستې ده ( د انحصاری ذهن د خاوندانو تر اغېز لاندی راغلئ دئ ) او که جسارت و نه ګڼل سی عماد صاحب غوندی ډیر فرصت طلبان مو ولیدل.
    عماد صاحب ته به زه دوه درې لنډ ټکی هم وړاندی کړم:
    ۱ – په بهر خصوصاً غرب کی میشت افغانان د ډول ډول انګېزو له مخی د ” طالب جان د جام رژیم ” ستائنه او غندنه کوی.
    ۲ – عماد صاحب په بهر کی د اوسیدونکو افغانانو د طالب ضد روحئې د علت په باب داسی فتوا صادره کړېده چی ګواکی بهر میشتی طالب ضد افغانان د وطن دوستۍ او وولس دوستۍ څخه بالکل بیګانه دی خو دا یو غلط ذهنیت دئ.
    ۳ – زه داسی کسان پیژنم چی د دین او افغانی فرهنګ سره اصلاً سازش نلری خو د نورو پڅو انګېزو پر بنسټ د طالب سخت طرفدار دی چی عماد صاحب به د دې کسانو افکار او عقائد څرنګه توجیه کړای سی.

  3. ګران محترم غ ۰ حضرت صاحب لطفآ سلامونه می ومنه، ډیره مننه د تاسو محترم نیکو ټکیو څخه ! زه هم مسلسل د تاسو په زړه پوری کومنتونو څخه لذت اخلم خدای پاک دداسی ملی شخصیتونو ته ددی توان ورکړی چی دوی د خپلو صادقانه هلو ځلو په وسیله داسی بی عزته خرڅ شوی غلامان ژر تر ژره ملی او بین المللی نور هم رسوا او د افغانستان خاوره دداسی پلیتو څخه پاکه کړۍ شی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب