یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهنا څرګند برخلیک؛د ط-اب مشرانو د بهرنيو سفرونو اجازه سبا پای ته...

نا څرګند برخلیک؛د ط-اب مشرانو د بهرنيو سفرونو اجازه سبا پای ته رسیږي

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۲۷ مه) ټاکل شوې،چې سبا د جمعې په ورځ له افغانستان څخه د باندې د طالب مشرانو د سفرونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ورکړې اجازې موده پای ته ورسیږي.

د دې مودې د تمديد او نه تمدید په اړه پرون د ملګرو ملتونو د نړیوالو بندیزونو د کمیټې په غونډه کې ناندریز بحثونه شوي.

د الجزيرې تلويزيون یوې خبریالې په دې اړه لیکلي:«د ۹۰ ورځو لپاره د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د معافیت تمدید په اړه د چین او روسیې وړاندیز د بریتانیا، فرانسې، البانیا او ایرلنډ له خوا رد شو.»

له دې سره ویل کېږي،چې امریکا متحده ایالاتو قطر ته د ۶طالب مشرانو د سفرونو د اجازې د تمدید غوښتنه وکړه،خو دا غوښتنه د چين او روسيې له لوري رد شوی.

شنونکي فکر کوي،چې امریکا او د سیمې قدرتونه ټول د طالبانو په مشرانو کې يو شمېر کسان خپل کړي او د دوی د سفرونو د اجازې په اړه هم ټول لوري خپلو ګټو او استخباراتي هدفونو ته په کتو سره پريکړه کوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. په دي سره دا حقيقت نور هم ښه څرګنديږي چې ددي شطرنج لوبي اصلي لوبغاړي څوک دي او څوک په کي د بي اهمیته «پياده» رول لوبوي…

  2. کاشکی انګریزی او امریکائی استعمارګرانو او توطئه ګرانو ټولو طالب مشرانو او کشرانو ته د ټولی نړۍ هیوادونو ته د سفر جواز ور کړئ وای خو د افغانستان پر خاوره ئې د تسلط اجازه نه وای ورکړې.
    ( چی د امریکې او طالب تر منځ زرګری جګړه به په څه تمامه سی، معلومه نه ده ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب