تاند( پنجشنبه ، د اسد ۲۷ مه) د طالبانو ځينو مشرانو نن د دوی د رامنځته کیدو په اصلي مرکز (کندهار)کې له سلګونو تنو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپل حکومت په مشروعیت ټینګار کړی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي په دې غونډه کې وويل:« له ایمان وروسته امنیت ډیر مهم دی، اوس امنیت دی، اداري فساد ختم شوی،ملوک الطوائفي نشته، مشران مو خپل خلک دي، اقتصاد به هم لوړیږي همدا ستره لاسته راوړنه ده.»
د شېخ خالد په وينا،کابل کې زرګونو عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو د طالبانو له له امیرالمؤمنین سره بیعت وکړ، لسګونه سوداګرو ورسره وکتل او ملاتړ یې اعلان کړ، نور مشروعیت څنګه وي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په دې غونډه کې وويل:«له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو، خو له دوی څخه هم دا توقع لرو،چې افغانان پریږدئ چې د نورو هېوادونو په څېر د خپلې خوښې ژوند ولري، همدا ولسي مشروعیت دی چې په یوولس ورځو کې مو ټول هیواد ونیوه.»
د کندهار د نننۍ غونډې په اړه د طالبانو ځينو سرچينو مخکې ویلي وو،چې ځينې پخواني چارواکي هم پکې برخه اخلي او د نړيوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حاکمې ادارې د په رسميت پيژندلو غوښتنه کوي.
اوس ويل کيږي،چې په غونډه کې له طالب پلوو قومي مشرانو، ملایانو او سوداګرو پرته نور خلک پکې برخه نه لري.
هرسړی پوهیږي چې غوا توره اوشیدې سپینې دي .
په ټولو دولتي ادارو کې یواځې ټالب د مقرري چانس لري ، مسلکي او تعلیم یافته کسان خصوصا څوک چې هېڅ ټالب چارواکی ونه پېژني د مقرري یوه سلنه چانس نه لري . په ډېرو دولتي ادارو کې د ټالبانو د یوې کورنۍ څوغړي مقرریږي . ټالبان چې د تحصیل هېڅ سند او مدرک نه لري او یا یې د پنجاب له مدرسو په پیسو کوم یو اخیستي وي ، له تخصصي ساحې پرته په دندو مقرریږي چې دا ټول د اداري فساد اساسي ټکي دي او ترې انکار نشئ کولای .
تاسو ټول د خپلو اتباعو سره تبعیضي چلند کوئ ، ستاسو په غونډو کې یواځې ملا او ستاسو خپلوان حضور لري کوم مخالف لوري ته مو برخه پکې ورکړېده؟
کله چې یو هېواد خپل نړیوال تعهدات ترسره نشي کړای او ټول هغه کنوانسیونونه او معاهدې چې یو هېواد یې لاسلیک کوي ، تر پښو لاندې کوي ، هغه د ملګرو ملتونو له خوا تر سانکشن او مجازاتو لاندې نیول کیږي ، لکه تاسې چې ټول افغانستان ته جزا ورکوئ .
تاسو د بشرد حقوقو د نړیوالې اعلامیې کوم بند رعایت کړی دی؟
د الله تعالی په نزد ټول انسانان مساوي حقوق لري او تر څو چې چا کومه ګناه نه وي کړي ، هغه بري الزمه دی . نو تاسو ولي له ټالب پرته له نورو سره داسې چلند کوئ لکه چې هغه کوم مجرم وي ؟
ټول ماشومان د تحصیل او تعلیم حق لري ، نو تاسو په کومو دلایلو د شاګردانو خصوصا د نجونو د کار او تحصیل مخه نیسئ ؟ البته د فرهنګي محدودیتونو دلایل مو په مطلقه توګه غلط دی ، دا صرف ستاسو اوهام او انګېرنې دي چې د خویندو له تحصیل نه ویره لرئ . ولس ته اجازه ورکړئ چې خپله پدې هکله تصمیم ونیسي .
In the 21st century legitimacy should be exclusively based and backed by one vote per eligible person. Talk of any other way is just hot air designed to fool the public
امریکا خو افغانستان په دری ورځو کی ستاسو نه خالی کړ نو بیا ستاسو له نظره دغه به ترټولو سترمشروعیت وی.
خو زه پدی خوښ یم چی تاسو هیڅ بل دښمن ته اړتیا نه لرۍ او انشاءالله هغه ورځ لری نده چی افغانان به ستاسو له شره د همیشه لپاره خوندی شی او تاسو به یو وار بیا خپل اصلی ټاټوبی ته ورټول او د خپل بادار خدمت ته وزګارشۍ.