چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+د لوبغاړو په ټاکنه کې ولې نېوکې او مشکلات وي؟

د لوبغاړو په ټاکنه کې ولې نېوکې او مشکلات وي؟

شننه: محمدالله شېرزی

افغان کریکټ لوبډله د نړیوالې کریکټ شورا بشړ غړیتوب لرونکې لوبډله ده، چې د ۲۰۱۰ کال راهیسې په پنځوس اوریزو او شل اوریزو جامونو کې لوبېدلې، خو د ستر لوبډلو سره لوبې یې ډيری وخت یو طرفه وي، چې علت یې ښکاره دی.

تازه په تازه وړمه ورځ د ۲۰۲۲ اسیا شل اوریز جام لپاره لوبډله اعلان شوه، چې دا اعلان هم د نړیوالې شورا د ټاکل شوې نېټې څخه څو ورځې وروسته وشو او د پټولو نه ده، چې فرمایشونه او د تور او سپین لوبغاړو نه تفکیک او ځایول وو.

د نړۍ کریکټ کې لوبډله په وړتیاوو ټاکل کيږي، خو له بده مرغه زموږ بیا په انډيوالۍ، سمت پرستی او نورو مصلحتونو باندې مخکې ځي.

کله چې د یوې لوبلړۍ او یا نړیوالو جامونو دپاره لوبغاړي لوبیږي، ولې پکې ستونزې، کشمکشونه او نیوکې وي؟

په لاندې ډول یې په لاملونو او اړخونو باندې رڼا اچوو او د حل لارو یوه نسخه ورته وړاندې کوو.

  • د کریکټ بورډ له لورې د قرارداد لرونکو لوبغاړو (Contract Players) ګونګه او ناشفافه پروسه.

پرمختللي هیوادونه هر کال د هغه لوبغاړو نوملړونه خپروي، چې په کومو فارمټونو کې ترې بورډ د وړتیا، کارکردګۍ او ټاکنې تمه لري او هغه رسنیز کوي، خو هیڅوک به خبر نه وي، چې افغان بورډ د کوم معیار له مخې لوبغاړو ته قراردادونه ورکوي، کومه درجه کې دي، د کوم فارمټ لوبغاړی دی او څومره تنخوا لري؟

  • لوبډلې ته د کمو او په ګوتو شمار لوبلړیو (سریزونو) برابرول.

هره لوبه په تمرین ولاړه ده او لوبغاړی د ماهي حیثیت لري، چې له اوبو لرې شي، ژوند یې محدودیږي. د نړیوال شل اوریز جام وروسته افغان لوبډلې ته د ګوتو په شمار لوبې ترتیب شوي، چې له جملې یې د بنګله دېش، زمبابوې او ایرلېنډ سره شوي، چې هغه هم پنځوس اوریزې او شل اوریزې دي او د ټېسټ هیڅ لوبه یې نده کړې، نو مجبور دی، چې د ټېسټ لوبغاړی شل اوریز فارمټ ته راشي، ځکه په کال کې ورته یوه لوبه نشته، نو خپله وړتیا په څنګه ښکاره کړي.

  • د لوبغاړو زور ښودنه (Players Power)او ډلبازي.

په نړۍ کې پخواني لوبغاړي د کریکټ له میدان څخه نه وځي، خو رول بدلوي. د لوبغاړيتوب څخه روزنې، اداري چارو، تبصرې، لوبڅارۍ… برخو ته ځي، خو زموږ بیا دا کار نه کوي، هم ځان لوبډله کې غواړي او هم خپله ډله.

میرویس د وخت ښه لوبغاړو و، د بورډ رئیس شو، کریم ښه پیلیز لوبغاړو و، د روزنې برخې ته لاړ، حمید د وخت مشهور تېز توپ اچوونکی و، خو کله روزونکی وي، کله تبصره کوونکی او کله بیا لوبغاړی، د هیڅ یوه استعفاء نه څوک ندي خبر، ایا د استعفا‌ء پرته دا کارونه کیږي؟ که بله کومه مسئله ده؟

لوبغاړي باید د استعفاء جرئت او بورډ ورته یوه څانګه کې د کار زمینه مساعده کړي، خو په خپل وخت کې د رئیس، نوروز، اصغر… دا جرئت د قدر وړ دی.

  • د لوبغاړو د ټاکلو د معیارونو له پامه غورځول.

د لوبغاړو ټاکوونکي ډلګۍ ثبات نلري، د هر مشر په راتګ سره دا برخه کې تغییرات راځي، د سمت پرستی، ملګرتیا او نورو ملحوضاتو پر اساس نفر ورته تعیینیږي.

دوی واضحه کړنلاره نلري، چې یو لوبغاړی د کومو معیارونو پر اساس وټاکل شي. په ټاکنه کې اقلیم، فارمټ، کارکردګي، تکړښت او یو لړ نورو معیارونه شرط دي، چې لوبغاړي غوره شي، خو له بده مرغه زموږ د ټاکوونکي ډلګی ټاکنه د کابل د څو متره لوبغالي پر شپږیزو وي، چې تل د ستونزو او ناکامیو سره مخ وي.

  • په کور د ننه د معیارو لوبغالو نشتون او بې ځایه مداخلې.

افغان کریکټ بورډ تر اوسه و نه توانیده، چې په نړیوال معیار برابر لوبغالی په هېواد کې ولري، چې داخلي لوبې پرې وشي او واړه ټیمونه را دعوت شي. شپږیزه په سره لمر کې په دوولسو بجو کیږي، خو لوبغاړي یې بیا هم غنیمت ګڼي.

کله چې بشپړ غړیتوب ورکول کیږي، نو یو شرط هم نړیوال معیار لوبغالي دي، خو زموږ او ایرلېنډ بخت ښه و، ځکه دوی هم د اکاډمیو لوبغالو باندې لوبې کوي.

بله خبره د سیاسیونو او چارواکو دخالت دی، چې لویه ستونزه جوړوي او کله چې یې غوښتنې و نه منل شي، نو امکان لري، چې مسولین خپله دنده له لاسه ورکړي او په کریکټ نړۍ کې دا ستر کفر ګڼل کیږي.

  • د بهرنیو سوداګریزو لیګونو دپاره د واضحې کړنلارې نشتون.

د نړۍ کریکټ اوس مهال سوداګریز شوی، چې پدې کې له ټولو زیات هندوستان دخیل دی. افغان لوبغاړي هم اوس د ویسټ انډيز په څېر په بهرنیو لیګونو کې بوخت وي او ډيری مهال یې د څو مشهورو لوبغاړو د مصروفیت پر اساس د زمبابوې او نورو هېوادونو سره سریزونه هم لغوه کیږي.

بورډ باید خپلې لوبډلې ته لوبې زیاتي کړي او هم یوه کړنلاره وړاندې کړي، چې یو لوبغاړی په څو لیګونو کې لوبیدلی شي؟ او خپلې لوبې ورته څومره اړینې دي؟

ښه بېلګه یې اوسنۍ شپږیزه کې د راشد، نوین نه راتګ، د نبي ناوخته راتګ او د مجیب نه لوبیدل، چې علت یې مالوم نشو؛ ښودلی شو.

د پورتنیو موضوعاتو ترڅنګ ډېرې نورې برخې هم دي، چې دا ستونزې ترې راوځي، لوبغاړي پر خواله رسنیو حق غواړي، خو له ویرې ډېره تېزي هم نشي کولی، چې ښه بېلګه یې وړمه ورځ د قیس پوسټ و، خو بیا ړنګ کړل شو.

شنوونکي هم ډيری وخت خپل نظر پر نورو تحمیلوي او د یو لړ سلیقو په پاللو سره طرف کوي او د حق ناره یې بولي او کله نا کله ۵۰ سلنه لوبډله د خواله رسنیو پر پوسټونو جوړيږي.

افغان ولس د کریکټ سره بې ساري مینه لري او دې یواځېنۍ خوښۍ ته سترګې په لاره وي، که خدای مکړه، دا ستونزې همداسې جاري وي، نو ښه ښه لوبغاړي به پر هیواد د ننه بې کارکردګۍ شي، د ګټلو سلنه به ټیټه شي، لکه ايرلېنډ ته د تېر سریز بایللل، د خلکو علاقه به کمه شي او تاثیرات به یې پر بورډ او هېواد وي.

په پای کې مو تمه داده، چې بورډ د لوبډلې دپاره مخکښ مالي ملاتړ ولري، د هر فارمټ لوبغاړي د یو کلن قراداد پر اساس تفکیک او رسنیز شي، لوبډلمشران/لوبغاړي یو بل ته درناوی ولري، داخل لیګونه قوي شي، د سترو ټیمونو سره لوبلړۍ برابرې شي، د روزنې، تبصرې، ویشتنځای او نورو برخو کې د ګاونډیو او نورو هیوادونو څخه ځانګړي کسان وروزل شي او د بورډ مسولین/لوبغاړي د هر ډول تبعیضي چلندونو پرته خپله دنده د اړتیا او وړتیا پر اساس پرمخ بوځي.

د پرمختللي، ودان افغانستان او پیاوړي کریکټ د لرو په هیله!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب