چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد ملا برادر په مشرۍ غونډه کې پر مهمو اقتصادي مسایلو بحث...

د ملا برادر په مشرۍ غونډه کې پر مهمو اقتصادي مسایلو بحث وشو

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۲۷ مه) ‏د طالبانو د رييس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ اقتصادي کمیسیون غونډه کړې ده.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، په دې غونډه کې د ټاپي پروژې د چارو د پیل، د خصوصي بانکونو د پياوړتيا، له ایران سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د بانکي قرضو د پیل او نورو مسايلو په اړه بحثونه او پريکړې شوي.

د طالبانو په اعلامیه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان اقتصاد ته سخته صدمه رسيدلې او د بې کارۍ، هېواد نه د پانګې د ويستو او اقتصادي ناورين کچه تر پخوا ډېره لوړه شوې ده.

1 COMMENT

  1. ښاغلی ملا عبدالغني برادر،
    که په شلو کې دې يو ځلې په دې مبارک ايات کې سوچ کړی وی چې :
    ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون
    ولې يو بېګانه موږ ته دا وسلې، پيسې او روزنه څه ته راکوي؟
    زه څه کوم او څه ته جنګېږم؟
    او وروستی انجام او پايله به مې څه وي؟
    خلک چې يو څه ته جنګيږي او يو څه له لاسه ورکوي، نو يو څه لاسته راوړي، خو تاسې هېڅ لاسته رانه وړل؟
    ايا سوچ نه کوئ چې دا شل کلن ملاتړی ګاونډي به مو بيا پر چا وپلوري، نو د دوی د علماو غبرګون به څه وي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب