سه شنبه, مې 7, 2024
Home+په نهاره د اوبو څښلو له ګټو خبر شئ

په نهاره د اوبو څښلو له ګټو خبر شئ

مینه احمد

په تشه معده باندې اوبه څښل د انسان بدن ته زیاتې ګټې لري.

که په پیشن یا سهار وختې کې په نهاره اوبه وڅښل شي، نو ورسره د انسان د معدې فعالیت پیاوړی کیږي او د یو شمیر مهمو ناروغیو مخه هم ورسره نیول کیږي.

یو باور دا هم وجود لري، که له پیشن وړاندې اوبه وڅښل شي، نو سبا د ورځې پر مهال د شدیدې تندې احساس کمیږي.

همدارنګه په نهره اوبه څښل د هاضمي سیستم قوي کوي، چې ورسره د ځینو خطرناکو ناروغیو مخه هم نیول کیږي.

زیاتې اوبه څښل د انسان پوستکې تازه او ځوان ساتي او ورسره د وینې نوې حجرې هم تولیدیږي.

په نهاره اوبه څښل وزن کموي.

په نهاره د اوبو څښلو ښه طریقه داده چې سهار وختې له خوبه پاڅئ، مخکې له دې چې خوله یا مخ و لاس پریمنځۍ، د اوبو څښلو لپاره ارام کینۍ او کم تر کمه ۴ ګیلاسه چې د یو لیټر معادل کیږئ وڅښئ. که څلور ګیلاسه په لومړیو کې نه شئ څښلای، له ۲ يې پیل کړئ او ورو ورو د اوبو څښلو اندازه زیاته کړئ تر څو ۴ ګیلاسه ته ورسیږي.

په نهاره باندې اوبه څښل د سرطان او د ګردو ناروغیو مخه هم نیسي.

په یاد ولرئ، چې کله مو هم په نهاره اوبه وڅښلې، سمدستي خوراک مه پیلوئ؛ بلکې څو شیبې صبر وکړئ او له هغې وروسته خوراک پیل کړئ.

2 COMMENTS

  1. ځينو ليکوونو باندې مې سترګې ولګېدلې، یو ليک د اغلې مینه احمد، چه د اوبو څکلو په هکله د ارزښت وړ لیک دی، او اصوولي خبره ده، که اجازه وي لاندې ټکي هم نظر لاندې ونیول شي: له ګرمو اوبو له څکلو نه دې ډده وشي! ګرم یا سوور چای سخت مضر دی، د اوبو د څکلو اندازه؛ مهمه ېې دا ده چه څومره چه د وجود اړتیا وي، وجود خپله اندازه تعينوي په زوره زیاد څکلو ته حاجت نشته خو پخوا له ډوډیو څښل یا څکل د تحقیقاتو پر بڼسټ سمه او اصولي ځبره ده. تر ټوو مهمه داده چه په عادي هوا د شلو درجوسانتي ګرید په شاؤ خوا، په ۲۴ ګړیو کې درې لیتره اوبه او په ګرمو ځایوونو کې تر پنځه لیترو اوبو ته اړتیا ده. د بډووډو سلامتي اوبو پورې تړلې ده!

    یوه بله هیله:

    وروسته له درناویو له ټوولو پښتنو او پښتنې وطنوالو نه مې هيله ده چه خپلو ليکوونو کې داسې کلمې لکه :(سونامي، څونامي یا سوچ یا سچ او نور داسې) مه ليکﺉ، کرا کرا به د پښتو ټول ارزښتوونه له منځه لاړ شي!

    درنو دوستانو ته سلاموونه، زه زمری کاسي یم،زما کمپوتر ترمیم لاندې دی، خپل نامه لاندې مې ونشو کولای چه دویم کمپیوتر کې ځان داخل کړم، بښنه غواړم. دا بابی نووم زما د لمسي راکړ شوی نوم دی

  2. خپل پخواني ليک کې دا مې هم هروومروو لیکل چه د ګرمو اوبو یا چای څکل نقصان معدې ته دا ده چه د تېزأبو د غدواتو د سوریو پراخول علت ګرځي او زیاد تېزاب معدې ته خوشې کوي او دې له پاره په اصل کې معدې یا په ټوله ګېډې کې نقصان پېښېږي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب