جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهشلو ولايتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې

شلو ولايتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۲۷ مه) د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ځینو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او چټکو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې په يوه شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، ميدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، روزګان، دایکندي، کندهار، لوګر او خوست په ولایتونو کې د سېلاوونو د پېښېدو امکان شته، چې د ورښت کچه په بېلا بېلو سیمو کې د ۱۰نه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

په خبرپاڼه کې همدارنګه په هرات، فراه، غور او نیمروز ولایتونو کې د نسبتا تېزو بادونو اټکل شوی، چې د تېزوالي کچه يې په مختلفو سېمو کې په ساعت کې له ۱۰ نه تر ۶۵ کېلو متره رسېږي.

دا په داسې حال کې ده،چې له څه مودې راهيسې د افغانستان په اکثرو سيمو کې ورته ورښتونو په زياته اندازه خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي.

زيانمن شوي کسان دوی سره د مرستو په نه تر سره کیدو نیوکې کوي او د عاجلو مرستو غوښتنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب