تاند( سې شنبه ، د اسد ۲۵ مه) د طالبانو د پوهنې وزارت مرستيال مولوي کرامت الله آخند زاده وایي،چې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د بیرته پرانیستلو طرحه لا نه ده جوړه شوې او تر جوړیدو یې ښوونځي همداسې تړلي پاتې وي.
نوموړي نن په یوه خبري کنفرانس کې د تعلیمي وضعیت په اړه وويل:« همدا اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ټوليزه توګه د ښوونې او روزنې ١٦ زره دولتي او خصوصي بنسټونه فعال دي، چې په هغو کې څه نا څه لس ميليونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ١٤٠ زرو ښوونکو له خوا لوست ورکول کېږي چې له دې جملې څخه ٣٨ سلنه يې ښځينه ښوونکي دي.»
هغه زياته کړه چې د زده کوونکو ٧،٢ سلنه يې نجونې دي چې له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي پورې په زده کړو بوختې دي.
مولوي آخند زاده څرګنده کړه چې په تېر يو کال کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د پوهنې وزارت د تدريسي او اداري په ګډون څه نا څه ١٦ زره تش بستونه اعلام ته سپارل شوي وو، چې په دغو بستونو کې په شرايطو برابر کسان د آزادې سيالۍ له لارې انتخاب او وټاکل شول.
هغه زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه وزارت په لسګونو زره تش رسمي بستونه هم اعلام او سيالۍ ته وړاندې شي.
د طالبانو د پوهنې وزارت معين وويل چې په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزې د حل کولو په مقصد جدي پروګرامونه ترلاس لاندې دي چې د ٣٧ميليونو کتابونو له جملې څخه ٥٠ سلنه کتابونه چاپ او وېشل شوي دي او يا د وېشلو په حال کي دي او دغه راز د نورو کتابونو چاپول دوام لري چې له چاپولو وروسته به ووېشل شي.
د نوموړي په وينا، د علماوو لخوا د نجونو ښوونځیو په اړه د طرحې تر جوړېدو به د نجونو ښوونځي تړلي پاتې وي.
د دغه طالب مقام په وینا، تر هغې چې دا طرحه جوړیږي، ښوونځي به تړلي وي.
په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي له دویچه ویلې سره په مرکه کې ویلي چې لوڼې یې کابل کې زده کړې کوي او مشره لور ملاله چې اوس لس کلنه ده او له شپږم ټولگي څخه فارغیږي او اووم ته ځي، اوسني وضعیت ته په کتو سره نشي کولای خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
حامد کرزي ویلي چې اوس له سلگونو زرو میندو او پلرونو سره دا پوښته ده چې که یې لوڼې لېسې او ثانوي ښوونځیو ته ورسیږي نو دوی به څه کوي خو په وینا یې د هیواد نه وتل د هیواد خوشي کول دي نو ځکه باید په گډه د نجونو د ښوونځیو د خلاصولو لپاره مبارزه وشي.
د طالبانو د ياد شوي مقام دا څرګندونې په داسې حال کې کړي،چې دوی د نجونو د ښوونځيو د تړلو له کبله په ملي او نړيواله کچه توندو نیوکو سره مخامخ دي.
حکومت ،اهل ته یی وسپاری،انسانیت نور مه شرموی ،خپل ځای او صلاحیت وپیژنی ،نور جاهلی تعصباتو ښکر اولکۍ کړی ؛تعفن یی د زغملو ندی۰
د پوهنې یا د ښوونې او روزنې وزارت درنو مسوولینو او خصوصا د کندهار شورا ملایانو ته یو وړاندیز :
تاسې پوهیږي چې ټول بشریت د بابا آدم ع او بي بي حوا اولاده ده .
ښځه د ټولو پیغمبرانو مور ده . بي بي آمنه زمونږ د خوږ نبي حضرت محمد ص مور او بي بي خدیجه او بي بي عایشه د هغوی مېرمنې وې . مونږ او تاسې ټول مور، خور ، لور او مېرمنې لرو. په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځو ته د تحصیل او کار اجازه شته او له خپلو هېوادوالو سره یوځای په کار بوختې دي.
ښځې د بشري ټولنې نیمه برخه تشکیلوي . د ښځو د کار او زده کړوپه هکله کوم شرعي ممانعت نشته . له نژدې سلو کلونو راهیسې په افغانستان کې ښځې ښوونځیو ته تللې او د ښوونکو ، داکترانو او مامورینو په حیث یې دندې ترسره کړیدي. په دغو کلونو کې هېڅ کوم دیني عالم د هغوی د کار او زده کړو مخالفت ندی کړی .
د افغانستان ښځې تل له خپلو پلرونو ، ورونو ، مېړونو او اولادونو سره اوږه په اوږه کار کړیدی او د شهامت او غیرت غږ ئې ټولو هېوادونو ته معلوم دی.
ښځو ته د تعلیم اوتربیې ، طب او ډاکتري خصوصا د نسائی او ولادي برخو او نرسنګ کې ډېر ضرورت دی .
په تېرو نژدې 50 کلونو کې د جګړو او د پردیو د مداخلې له امله د افغانستان د اقتصاد زیاتې برخې ورانې شویدي . ښځې کولای شي د خپل وطن په اعمار او بیا جوړولو کې مهمه برخه واخلي . راځئ په ټولنیز ژوند کې آسانه کارونه ټول ښځو ته پرېږدو او درانده او مشقتباره کارونه نارینه و ته وسپارو.
ښځې کولای شي د ښوونکي په حیث تر شپږم ټولګي پورې هلکانو اونجونو ته یوځای درس ورکړي او له هغه نه پورته ټولګي بیا د جنسیت په اساس سره ووېشل شي.
افغانستان د طب په برخه کې زیاتو ډاکترانو ته ضرورت لري او تر ډېرو باید نجونوته پدې برخه کې حق اولیت ورکړل شي. که غواړئ افغانستان ته کار وکړئ او ستاسو په فکر په وطن کې اسلام او خپل هېواد ته خدمت وکړئ او له نړیوالو سره د تمدن له کاروان سره یوځای شئ نو د ښځو د کار او تحصیل مخالفت مه کوئ .
د یوې هوسا او آباد افغانستان په لور!