چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد پښتونخوا جرګه؛منظور پښتتین:د پښتنو سيمو جګړه او سوله دواړو کې ISI...

د پښتونخوا جرګه؛منظور پښتتین:د پښتنو سيمو جګړه او سوله دواړو کې ISI ښکېله ده

تاند( سې شنبه ، د اسد ۲۵ مه) د پاکستان تر کنټرول لاندې د پښتنو په قبايلي سيمو کې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان د سولې خبرو له ناکامیدو او د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني طالبانو له وژل کيدو سره هم مهاله،د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین ډ پاکستان استخباراتي اداره آی ایس ای تورنه کړه،چې د پښتنو سيمو جګړې او سولې دواړه د دوی زيږنده دي او د پاکستان ګټې او موخې پکې تعقیبیږي.

ښاغلي پښتين د عوامي نیشنل ګوند په کوربه توب په دې غونډه کې وويل،چې د پاکستان تر کنټرول لاندې پښتنو سيمو کې پاکستان باید د مرموزو او استخباراتي جګړو لوبه پای ته ورسوي.

ښاغلي پښتين په دې غونډه کې له ټولو پښتنو ملتپالو وغوښتل،چې سره منسجم او په ګډه د پښتنو د برخلیک په سر روانې لوبې رسوا او ناکامې کړي.

د پاکستان استخبارات په داسې مهال د پښتنو سيمو کې د پلان شویو جګړو او لوبو په مخته وړلو تورنیږي او غندل کېږي،چې پاکستاني پوځ په وروستيو کې د پاکستان د تحريک طالبان ډلې سره د افغانستان د حاکمو طالبانو په منځګړيتوب د سولې خبرې پیل او په دې پلمه افغانستان ته د ټي ټي پي ورغلی مشر خالد عمر په پکتيکا ولايت کې وواژه.

له دې سره،ویل کېږي چې په سوات او ځینو نورو پښتنو سيمو کې بيا د پاکستاني طالبانو د ځای پر ځای کیدو هڅې روانې دي.

پاکستاني پوځ او استخباراتو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. قیامت به راشي خو د تاند دا خبریال به د خبر لیکلو طریقه زده نه کړي. اول پاراګراف یې لکه د مېښې خېټه دومره پړسولی او نور یې ګنجي ګنجي کړي دي. اول پاراګراف باید د اوبو په څېر بهاند او چټک وي، دویم له اول نه لږ غټ، درېیم او څلورم که غټ وي که کوچنی فرق نه کوي، بیا ورپسې د خبر بګراونډ راوسپړل شي او وروسته یې کنکلوژن ولیکل شي.

  2. سلامونه،
    زما په فکر ،که له پوکسټین فوج،استخباراتو او ملیشه وو څخه همدا پختانهء ګلخانان، او له ټي ټي پي نه پښتانه زلمیان وایستل شي ؛ تور کرغیړن کشمیري پنجابيان به له اکوړې څخه د لاهور هیرامڼډهۍ ته په تیښته پڼډئ سپکوي !
    افسوس چې اتفاق په پښتانه کښې پویدا نه شو؛ خو په سندهي، بلوچ، هزاره ا.د.نورو کې پیدا شو ؛ پښتون/اپغان ېې له دوی هم نه زده کوي!
    -چې نه راکوي مونږ ته حقوق د انسانیت
    په کار دی چې مونږ وکړو سپېڅلی بغاوت …. تر آزادي او آبادي

  3. ډاکټر ساپی د نظر په تایید کچیری ددی پوښتون قوم زلمیان د دوی په پوځ او استخباراتو له پنجاب سره مرسته ونکړی یاد یی ساتی چی ټول پنجاب بیا همدی پښتنو ته زاری کوی خو چی هرڅه ته وګوری بیا ټول ستونزه په همدی ښکته پښتنو کی ځکه هر نظام چی افغانستان کی پرځول شوی له همدی پښتونخوا په افغانانو شوی ځکه همدی ډلو ته همدی پښتنو سیمو ځای ورکول شوی مګر دومره ورته نشی ویلای چی افغانان مسلمانان دی لدی معلومیږی چی د همدی پښتنو مشرانو (د زیاتو یی) د افغان ماشومانو په وینو لاسونه سره دی ځکه چی داود خان له وخت را نیولی تر ډاکټر نجیب الله پوری ټول ۷ یا ۸ جنګی ډلی په پښتونخوا یعنی پیښور کی اوسیدل، بیا طالبان، نو هرڅومره چی لیکنی وکړی کیدای شی د قلم رنګ او کاغذ خلاص خو ښکته پښتنو د غداریو په اړه لیکنه نه خلاصیږی.
    دا اوس چی پدی یا پخوا ظلمونه روان وو تر نن پوری د افغانانو په شان توری او ټوپک ته لاس نکړل ترڅو پنجاب وویروی چی پښتانه نور زموږ ظلم او جبر نشی تحمل کولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب