جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+Klitikum = تکیه اړ نومځاینیوي

Klitikum = تکیه اړ نومځاینیوي

ډاکتر ماخان میږی شینواری

پیل یادونه: تر هغې پورې، چې ما و ځان تهروښانه کړه، دا لیکنه یا همهغه د مادا ډول لیکنې پهپښتو کې تراوسهپورې یواځنی دي، چې له دې امله به ستونځې ولري. دا لیکو او په خبرو کې کاروو، خو ېبلاریزه لار سره یې بلد نه یو، نو د خبرو او د پام وړ راته برېښي.

کلیتیکې ( له زړې یوناني ἐγκλιτικόν رابېل شوي تکیه شوی ویي) هغه ویي، چې کلیتیکون یا تکیه اړ ویي، په دې پوهېدنه، چې په یوه بل ویي باید تکیه وي ( دا خو هغه ټولیز یا د نورو ژبو څخه رانیولی پېژند دی، دا کېدی شي په پښتو کې بل ډول راشي، چې فکر باید ورته وشي او دا چې زه ګورم، د پښتو دا کلیتیکي نومځاینیوي، چې د ما لخوا انډول داسې راوړل او بلل شوي، بل ډول دي هم، خو دا اوږد او په ګډه فکر غواړي، چې دا نه شته). هغه وییونه، چې تکیه پرې کوي بنسټ ویي بلل کیږي او پرته له دې څخه تکیه ویي یا مېلمه پال ویی دی. دا تړن ویي له تکیه اړ ویي سره یو نږدې غږیز یاموزیکي یووالی جوړوي، ډېر وخت phonologisches فونولوژیکي ویي دی. په دې موخه تکیه اړ وییونه خپلواک او ازاد وییونه نه دي او د خپلواک وییونو او افېکسونو ( مختړو؟؟ ) په منځ کې ځانګړی ځای نیسي. یو لړ کریتیرین شته، چې افیکسونه له تکیه اړ  وییونو څخه توپیروي، کېدی شي افیکسونه په بڼه جوړونه کې نامنظموالی راولي او په تکیه اړ وییونو کې په ټولیزه توګه بنسټويي کې بدلون نه راځي.

۱ – (دا برخه په څېړلو کې داسې پېچلې برېښي، چې کېدی شي د پښتو او الماني څېړنې سره توپیر ولري، خو زه به هغه زه ورڅخه پوه شوې لیکنه له تاسو سره شریکه کړم، چې پوره کونه یې بیا راتلوکي ژبپوهان په غاړه باید واخستلی شي.)

۲ – په هره برخه کې بېلګې هم نه شته، ځکه چې برته له تکیه اړ  وییونو څخه داسې روښانه دا افیکس آو …. ښه نه پېزنم، خو پېژند مې یې در سره سم ګډ کړی دی.

کلیتیکي یا تکیه اړ نومځاینیوي لرو:

تکیه اړ نور هم د هغوي د بنسټونو د ډول له مخې څخه توپیریږي. هغوي سینتاکتیکي ( د غونډلو او غونډلو جوړونو اړوند، د غونډلپوهنې اړوند ) ټاکلي یا په یوه مورفولوزیکي کاتېګوري کې رابند وي.

موږ دوه ډوله تکیه اړ ویونه یا نومځاینیوي پېژنو:

۱ – Proklitika   هغه وییونه یا ښه یې نومځاینیوي دی، چې پسې راتلونکي ويي باندې تکیه کوي.

۲ – Enklitika   هغه نومځاینیوي دي، چې ځانونه د مخه تلونکو وییونو پسې تکیه کوي

د مخه تکیه اړنومځاینیوی(pro‐ klitisch ): یو ( د مخه تکیه وي) پسې تلونې ویی پورې داسې تکیه وي، چې یوځای یو ویي جوړ کړي.

دا نومځاینیوي ټول درې دي: را، در ، ور.

یادونه: زه چې دا ویونه په ن ج کې ګورم، نو د هغه څه سره چې زه یې له الماني لولم، پوره توپیر لري، چې دا همداسې باید وي هم.

یوه اړیینه یادونه: ما دلته د دې نومونو لاندې څېړلي، کېدی شي /به نورو ژبو کې، چې داسې خوی ولري، په هغو کې ښه روښانه شوی وي، خو زه نه پرېپوهېږم. هرڅنګه چې وي، دا څېړلي، چې د هر نامه لاندې وي، ژبنیزه ستونځه په کې نه شته. که دا نومیزه ستونځه بل ډول چا بللې وي یا بولي، له هغې څخه زه خبر نه یم او هيله ده، چې راسره ګډ به یې کړۍ.

همداسې: دا په پښتو کې لږ د پوښتنې دی، چې له بنسټ ويي سره یوځای یو ويي جوړوي او که څنګه؟

بېلګې یې: را څخه او که راڅخه، را پسې او که راپسې، را سره او که راسره.

د دې نومځاینیو کارونه هم ژبپوهنبز په  دوه ډوله وییونو یا تکیهوییونو سره راځي، چې بېل او ګډ لیکلو کې دې هم پام ورته وشي.

۱۱ – د کړوني یا رېکتوس حالت کې

۱۲ – په نه کړوني یا اوبلیکوس حالت کې او هلته هم یواځې د پسېځاینیو د مخه تکیه اړ نومځاینیوي دي.

و ۱ ۱ – ته: موږ کړنوییونه لرو، چې په هغو کې پرېکړونی نه شته، لکه: تلل. داسې ویونه لوریز کړنوییونه هم بللکیږي او دارا، در، ور هم د همدې وییونو سره راځي. دا را،در، ور. له دې کړنوییونو سره ګډ یو ویي جوړوي. موږ وایو: تلل، راتلل،ورتلل. درتلل.

که د دې سره موږ یوه کړونې غونډله جوړوو، نو وایوو: زه درځم، ته راځې او هغه ورځي او همداسې زه ځم، ته ځې او نور.

دلته ګوره د ځانیز نومځای سره دا را،در، ور هم د هغه کړنويي ،، تلل سره راځي.

دا د هغه مې، دې، یې په څېر لکه هلته د هغو لپاره ما، تا، هغه … او نور راځي، خو په دې کې داسې نه ده، ڼو څنګه فکر باید دلته وشي؟

که ولرو: راځي. پوښتنه: څوک راځي؟ ځوابه: زه، (هغه، ته… ) راځم (راځي، راځي،…)

دلته ګورو، چې د پوښتنو په ځوابولو کې دا کړننوموویونه ورسره مل دي. داسې برېښي، چې د ځم او … سره دا را، در، ور بیا نهبېلېدونکي تړلي، دا په دې پوهېدنه، چې د هغو برخه ده.

و ۲ ۱ – ته: دلته دا را، در، ور یواځې د پسېځاینیوو سره راځي. دا چې دا هم ګډ یا بېل لیکل کیږي، د پام وړ دي. موږ لرو: را(در، ور) سره ( څخه، کره، پورې کې او نور)

دا بې له دې اینکلیتیکي نومځاینیوو داسې لیکو: له ما (له تا، له هغه…) سره(څخه، کره، پسې) ، په ما ( په تا، په هغه…) کې، پرما(پرتا، پرهغه) باندې(پورې)، وما(وتا، وهغه، ..) ته. که نور وي، نو ګران لوستونکي دې ورته پام وکړي.

یادونه: دا څه چې موږ داسې بولو یا ایې د الماني په مرسته  یې داسې رااخلم، په الماني کې یا نه شته او یا داسې نه دي، بېلګې یې اړیینې نه بولم.

اینکلیتیکي یا پسې تکیه اړ نومځاینیوي:

پسې تکیه  نومځاینیوي یوه شيدنده لري، که هغه په یوه کړنويي پسې ورزیات شي. زیات وخت په خبریزه ژبه کې یا په شعرونو کې ومخ ته راځي او په لکنیزه ژبه کې بیا ډېر یا نه لیکل کیږي.

دا نومځای نیوي دا لاندې څلور دي.

 ،، مې، مو، دې ، یې،،.

یوه پیل یادونه: موږ لرو: ا – کتاب مې واخست. ب – کتاب مې سپین ی.

ګورو: په ا – کې: په غونډله کې مې کړونی دی، نو له دې امله ،، ما ،، او په ب – کې ،، مې ،، نه کړونی دی، نو له دې امله د اړونده حالت سره سم د هغه حالت یو مورفېم ، چې پهدې غونډله کې ،، د ،، دی د ،، ما ،، سره ور زیات شي، نو له دې امله د ،، مې ،، په،، دما،، راځي. ګورۍ، چې پښتو ژبه د ژبلار له مخې څومره له یوه څه څخه دوه ډوله پوهېدنې لري، چې دا ،، مې ،، یوه غونډله کې ،، ما ،، او په بله کې کې ،، دما،، دي.

داسې به ومخ ته لاړ شو، چې

۱ – لومړی به درې غونډلې راوړو، یواځې د یوه کړوني سره او بیا به د دې په مټه پېژند

      ورکړو.

خبره په څوک او چا کې هم ده

۱۱ – کتاب مې واخست.

    چا کتاب واخسټ؟

   ما کتاب واخست. له دې لاس ته راِځي

  ما کتاب واخست = کتاب مې واخست

۲۱ – کتاب اخلم  ( که پام وکړو، نو په دې روان حالت کې ،، کتاب اخلم،، تکیه اړ نومځاینیوی نه شته او و پوښتنې ته، چې: څوک کتاب اخلي؟ زه کتاب اخلم، نو د دې لاس ته راوړنه به دا وي، چې دا غونډله ،، کتاب اخلم،، په خپله خټه کې سمه یا پوره نه ده او دلته باید تل ورسره ،، زه،، وي، په دې پوهېدنه چې  اړوند کړونی باید ورسره وي. څوک کتاب اخلي؟ زه کتاب اخلم.)

اړیېنه یادونه: دا نومځاینیوي، د هغه کړنوییونو لپاره راځي، چې  پرېکړونی ولري……

یادونه: ډېر ښه راځي، چې دا غونډلې د پوښتنغونډلو له لارې روښانه شي او داسې سمې هم راځي.

     څوک کتاب اخلي؟

    زه کتاب اخلم = کتاب اخلم

چا کتاب واخست؟

ما کتاب واخست= کتاب مې واخست

۳۱ – کتاب دې اخلم

     د تا کتاب اخلم

    څوک د چا کتاب اخلي.

    زه د تا کتاب اخلم.

۲ –  په دې حالت کې به هم وګورو، چې څو غونډلې لیکلی شو اودا څنګه؟

۲ ۱ – کتاب مې سپین دی

        د چا کتاب سپین دی؟

      د ما کتاب سپی دی.  له دې څخه و لاس ته راځي، چې:

د ما کتاب سپین دی = کتاب مې سپین دی

له دې پورته راوړنو څخه داسې برېښي، چې دا پسې تکیه اړ نومځاینیوي دا دندې لري.

په ۱ –   کې  مې، مو، دې، یې د کړنوییونو سره کړوني یا رېکتوس دي او

په ۲ –  کې  خویوییونو سره نه کړوني دي یا دا د خاوندوالي حالت دی.

د ژبلارې په بتسټ پېژند کې یې داسې هم دي، چې دا نومځاینیوي په خبرژبه کې راځي او په لیکنژبه کې نه راځي.

راځۍ، چې د دې لپاره لږ تر لږه دا یوه غونډله راوړو او بیايې اړونده پوښتنه پوښتنغونډله راوړو او با د دې پوښتنغونډلې ځواب په همغه تېرې موخې  ورکړو. پام ورته کوو:

لرو: کتاب مې یې راووړ.

پوښتنه: چا د چا څه شی راووړ:

ځواب: هغه دما کتاب راووړ.

ګوره چې دا ځواب په همغه موخې دی، خو د همهغو تکیه اړ نومځاینیوو سره نه.

دا ګوره یوه په زړه پورې موضوع ده، چې باید پام ورته رااوښتی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب