پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+امان الله خان څرنګه واک ته ورسيد؟  

امان الله خان څرنګه واک ته ورسيد؟  

 استادشهسوار سنګروال
د پسرلي په میاشت کې امیر حبيب الله د جلال اباد نه (حوت میاشت) د لغمان ښکار ځای کله ګوش ته لاړ. دسلطنت چارې یې خپل دریم زوی عین الدوله امان الله ته سپارلې وې. نایب السطنه او معین السلطنه ورسره ملګري ول.
یو شمېر دکورنۍ غړي او درباریان په سرکې نصرالله خان، شهزاده عنایت الله خان او امان الله خان د امیر دناوړه کړو وړو نه ډیر خوا شیني ول. داچې امیر ونشو کولای د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې د انګرېزانو نه خپلواکي تر لاسه کړي. نو ځکه د دربار (سری ګوند) د نصر الله خان په مشرۍ په قران کریم کې لاس لیک وکړ چې په ژمنۍ تفرېح ځای جلال اباد کې د امير چاره وکړي.
 کله چې د پېښې وخت راورسېد نایب السلطنه نصرالله خان له خپلې پرېکړې پر شاشو اوخپلو کسانو ته یې وویل چې نه غواړم د تخت لپاره خپل ورور وه وژنم.
ولې بیا هم امیر چې په خپله خېمه کې ویده وه او د ځواکونو څلور حلقې ترې تاو وې چې د هر ټولي مشر شامحمود، شاه ولي (د نادر خان وروڼه)، احمد علي، احمد شاه (د نادر خان د کاکا زامن) او له دې سربيره شاهي پوڅ هم و. محمد نادر ددې ځواکونو اعلى قوماندان وو.
 د شپې ناوخته (درې بجې شاوخوا) د حوت په شلمه سبایې ۲۱/۲۰ شی د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو؟
د ده دوژلو په تړاو د ډېرو انګېرنو شتون چې ګنې امیر «د سردار شاولیخان لخوا وژل شویدی. ولې بیا هم یقني ندی»[1]
امان الله خان چې د خپلې مور (علیا جضرت) له بابته، امیر حبیب الله خان نه خوا بدې وه د هغوی دری فعاله ډلو په لړ کې یو وه چې ګڼې د پلار په په وژلو کې ښکېل ګڼل کیږي.
داسې انګېرنه هم شته چې شجاع الدوله خان امان الله خان ته ډېر نږدې وه او د میر قاسم خان لغماني له انده.
« په کومه تومانچه چې امیر وژل شوی وه هغه علیاحضرتې ور کړې وه. ځکه چې علیا حضرتې ده ته زوی ویلې وه.[2]
په هر حال دا یوه سیاسي وژنه ګڼلی شو. په دې کې د هندي اسنادو په بنسټ د سردار یحی خان لمسی هم ښکېل برېښي یوتن افغان په رنګون کې د امیر زوی سردار محمدکبیر خان ته کیسه کړې وه « د قاتل پښه د خېمې په تناب کې بنده شوه و ولېداو دی بیا ونیول شو[3] د دې خبرې مانا داده (سردار یحی خان دری زامن لرل محمد اصف، محمد عظيم او محمد یوسف) چې ګڼې محمد نادرخان امير ته نږدۍ یو پوځي مشر علي رضا چې قاتل یې لیدلي وه په څپړه و واه چې چيغې مه وواهه امیرصاحب له خوبه اوزي. چې په پای کې همدغه علي رضا په دار وه ځړول شو.
میر غلام محمد غبارچې په هرات کې له شجاع الدوله خان سره نږدې همکار وه د هغه له خولې کښلي دي چې امیر حبیب الله خان دده له خوا وژل شوي دى.
میرمحمد صدیق فرهنګ پرته له کوم ماخذ او لاسوند نه لیکلي دي چې:
« زما یوه دوست دامان الله خان د واک په مهال له څرخي غلام نبي خان سره کار کاوه راته وویل:
امیرحبیب الله خان د امان الله خان په اشاره د شجاع الدوله خان له خوا وه وژل شو.[4]
خو د امیر په وژنه کې کرنيل علیشا له محاکمې نه ورسته ووژل شو. چې دامیر د خېمې ساتونکی وه [5]
ددې ټولو څرګندونو سره سره امیر حبیب الله خان د نا څرګند سړي لخوا چې تر اوسه پورې دده قاتل نامعلوم دى ووژل شو.
سردار نصرالله خان له یوې لنډې وینا وروسته محمد نادرخان ته دنده وسپاره له چې د نظم د ټینګښت لپاره جلال ابادته ولاړشي او محمد ولي خان ته یې دنده و سپارله چې د امیر مړی ننګرهارته ولېږدوي.
پخوا تر دې چې امیر خاوروته و سپارل شی شا اغاسي علي احمد خان وویل: تر هغې چې امیر ونه ټاکل شي امیر خاورته نه سپارل کېږي. نو د بیعت لاس یې وړاندي کړ. ولې معین السلطنه ټېل واهه بیا یې د بيعت لاس مخ ته کړ چې لومړي بیعت زما حق دي. د امیر حبیب الله خان له ښخيدو نه وروسته سردار نصرالله خان په جلال ابادکې او امان الله خان په کابل کې د سلطنت اعلان وکړ.
سردار نصرالله خان په دې ډاډه وه چې د ده دوه ورونه (عنایت الله خان او حیات الله خان عضد الدوله) چې په کله ګوش کې هم ور سره ول دده تر شا ولاړ دي.
نو ځکه د دوی له بیعت نه وروسته په جلال اباد کې سلطنتي مېشت پوځي ځواک، هلته مېشتو درباریانو، ملکي مامورینو او مذهبي مشرانو ده ته بیعت وکړ چې موږ د نقیب صاحب (سیدحسن ګیلاني)، میر صاحب جان د اسلام پور پاچا، د چارباغ حضرت صاحب(میرمعصوم) د بېلګې په توګه یادولي شو.
سردار نصرالله خان بیا د هند وای سرای ته د خپل ورور له وژلو خبر ورکړ چې د شپې (۳بجې) د یوه نامعلوم کس لخوا امیر شهید شو، او زه د ټولو لخوا د افغانستان پاچا و ټاکل شوم.
کله چې امان الله خان د خپل پلار له وژلو خبرشو ده په کابل کې د سلطنت اعلان و کړاو د فبرورۍ په ۲۸ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې د حضرت فضل محمد(شمس المشایخ) اخوند زاده حمیدالله د تګاو ملا اونورد عید ګاه په جومات کې ورته پګړۍ په سر کړه.
امیر نصرالله خان د یوه رسمي مکتوب په ترځ کې له دې دمخه ورته د یوه لیک په ملتیا(شجاع الدوله په لاس) امیر امان الله خان ته د ټولو پېښو خبر ورکړی وه.
له دې سربېره یې یو پلاوی هم ور واستوه او کله چې شجاع الدوله خان وه ځنډېده نو بیا یې د یونس خان په نوم یو بل تن ولېږه چې هغه امیر امان الله خان ته بیعت وکړ.
شجاع الدوله خان او علام محمد خان چې کله بېرته جلال اباد ته و رسېدل نو امیر نصرالله خان ته یې د کابل د خلکو شور او زوږ د افغانستان د خپلواکۍ په تړاو د فبرورۍ په ۲۴ په مراد خانۍ کې د امان الله خان وینا او د کابل مېشتو سردارانو او در باریانو د بیعت کیسه و کړه. نصرالله خان چې نه یې غوښتل د افغانانو وینه تویې شي نو هغه هم پرته له کوم مخالفته بیعت وکړ. ولې استیوارت انګېري، نصرالله خان د جمعې په لمانځه کې موجود وه چې ملا په خطبه کې امان الله یادکړ.
که څه هم امیر نصرالله خان د مخه ناظم دوست محمد خان ته دنده سپارلې وه چې د پکتیا خلک دده په ملاتړ را پاڅوي.
محمد حسین خان مستوفي یې هم دېته هڅولی وه چې د تګاو او نجراو له لارې خلک د شمال لخوا دېته را وبولې چې دده دواک لپاره امان الله خان دېته اړ کړي چي امان الله خان ده ته ببیعت وکړي.
همدا راز د قطغن والي محمد صفرخان ناظر ملا عبد الرزاق اندړ او نور د ساري په توګه د یادولو وړدي، چې مذهبي او سیمه ییز واک یې د پام وړ وه.
نوموړي سردار ملا اندړ او دده زامنو پرمټ د ننګرهار په بېلابېلا سیموکې په تېره باجوړ، مومند او د دنورو قبایلو سیمو کې هم دځان په ګټه هلې ځلې پیل کړې.
خو ریچارډ مکونا چې په دې اند وه چې د نصرالله خان دنه بري لامل داوه چې ملتپاله ځوانان، وسله وال ځواکونه او خلک د امیر امان الله پلویان شول.
هغه مهال چې امیر امان الله دده او د خپلو ورونو بیعت لیک د میرزا محمدحسین مستوفي له خوا تر لاسه کړ، نو په ټول هېواد یې عږ وکړ چې زه به تر هغې د پاچاهۍ تاج پر سر نه کړم چې افغانستان مې له بهرنۍ ښکېلاک نه ازاد کړی نه وي.
له بیعت نه وروسته د مارچ پر(۸) مې نېټې (۱۹۱۹زکال) نصرالله خان، سردارعنایت الله خان او حیات الله خان له جلال اباد نه د موټر په وسیله کابل ته ورسېدل. ولې برېتانوي استازی حافط سیف الله خان په جلال آباد کې پاتې شو او دوی د امیر له خوا تر نظر لاندې ول.ځکه چې امان الله خان په لمړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې زه به د پلار قاتلان نیسم.
امیر لږه موده وروسته عنايت الله خان پرېښود خو نصرالله خان په بندکې پاتې شو. امان الله خان ددې لپاره چې نصرالله خان خلکوته دیوه ګنهګار په تو ګه ور وه پېژني د نایب السلطنه له بند نه دوه میاشتې تېرې وې چې په ارګ کې د سردارانو په وړاندې د امیر دوژلو مسله را پورته کړه.
د حبیب الله خان د شهادت په تړاو د تورنو کسانو په لړکې سردار نصرالله خان، عبدالاحدخان او د امیر ددربار پوځي مشر علي رضا خان لمړی ګنهکاران وبلل شول.
« د امیر تره امین الله خان و درېد چې یو ورور مې نورو وواژه او دا موږ ووژنو…؟ په پای کې نایب السلطنه په بند کې پاتې شو.عبدالاحد خان تبعید شو او بې ګناه علی رضاخان په په دار وه ځړول شو. [6]
میرزا محمد حسین خان د ارګ په یوه ونه کې ځوړند شو. ولې دخلکوترمنځ انګېرنې داسې وې چې امیرحبیب الله د شجاع الدوله خان له خوا وژل شوی دی.
حال داچې دی دکورنیو چارو وزیر وټاکل شو. محمد نادرخان ورسره ۲۱ تنه نور له بنده ازاد شول او نایب السلطنه لږ موده وروسته ومړ.
د افغانستان خپلواکي :
د مخه مو وویل چې شجاع الدوله خان د امیر نصرالله خان له خوا کابل ته واستول شو او د فبرورۍ په ۲۳ درویشتمې نېتې یې امان الله خان دامیر له مرګه خبرکړ.
امان الله خان د یوې ناستې په ترڅ کې د امیر نصرالله خان لیک غونډې ته وه لوست چې امیر د یو ناپېژنده سړي لخوا ووژل شو او نایب السلطنه (نصرالله خان) په پاچاهۍ وټاکل شو… عین الدوله (امان الله خان) باید خپل بیعت لیک جلال اباد ته واستوي..ډېر ګډونوال په سرکې اعتمادالدوله عبدالقدوس خان په دې اند ول چې امان خان باید بیعت وکړي…
محمودطرزي څه ونه ویل ولې نایب سالارصالح محمد خان امان الله خان ته بیعت وکړ.
نوی امیر دخپل واک اوځواک د پیاوړتیا لپاره په دری ټکو ټینګار وکړ: نایب السلطنه یې د پلار په وژلو تورن کړ د سرتېرو تنخوایې زیاته کړه او خلکو ته یې د بشپړې خپلواکۍ ډاډ ورکړ.
بیانو امان الله خان دمارچ په دریمه(۳) د پلار دوژنې او دخپلې واکمنۍ په تړاو د هند وایسرای لارډچلېمسفورډ ته لیک وا ستوه او داپرېل په دیارلسمه (۱۳) نېټه یې په یوه لویه غونډه کې د بشپړې خپلواکۍ اعلان په دغو ټکو وکړ… ما ځان او هېواد ازاد کړ، له دې وروسته به افغانستان هغسې خپلواک وي لکه د نړۍ نور هېوادونه…
هېڅ بهرنی هېواد به پرېنښودل شي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.
که چا داسې وکړل زه به یې په دغې تورې مرۍ پرې کړم.
د « لودویګ ادمک) د څرګندونوله مخې (دشلمې پېړۍ تر نیمایې پورې د افغانستان باندنۍ اړیکې) د امیر له اوږدې وینا وروسته برتانوي استازي حافظ سیف الله خان ته مخ ور واړاوه او په نرمه یې ورته وویل:
سفیره ته پوه شوې چې ماڅه وویل؟
هغه ځواب ورکړ، چې «هو» زه پوه شوم. وروسته نوموړي خپل حکومت ته په ټینګار سره وویل چې امیر ده ته مخ راواړاوه چې خپل حکومت ته خبر ورکړي.[7]
لارډچلېمسفورډ د تېرپه څېر فکر نشو کولای، یانې کله چې امیر عبدالرحمن ومړ لارډکرزن وپتیله چې له امیرحبیب الله خان نه نور امتیازات ترلاسه کړي نود ۱۹۰۵ کال موافقه لیک یې اړين ځکه وباله چې د امیر عبدالرحمن خان موافقه لیک شخصي بڼه لري او د هغه له مړینې وروسته تړون هم له منځه لاړ.
ولې د اعلیحضرت امان الله خان د پاچاهۍ پېښې هفسې نه وې نو ځکه یې د افغانستان د خپلواکۍ په تړاو په پرېکنده ډول څه ونه ویل یوازې د امیرحبیب الله خان په مړینه یې خواشیني وښوده.
« دامیرامان الله د لیک په ځواب کې د اپرېل په ۱۵ (۱۹۱۹زکال) نېټه یوازې د امیر د شهادت یادونه شوې وه، له خوا خوږۍ پرته پکې د کوم نوي هوډ یادونه راغلې نه وه.[8]
امان الله خان چې پوشو چې انګريزان نه غواړي د افغانستان خپلواکي ومني نو بیا نه یوازې په افغانستان کې د ننه اولس خپلواکۍ ته هڅوي بلکې د هند په نیمه وچه کې هم هندوان، سکان او مسلمانان د انګرېزانو په وړاندې پاڅون ته را وبلل.
هغسې خو د برتانوي هند چارواکو د هند دازادۍ بښونکو غورځنګونو د خپلواکۍ لپاره د رولټ(Rowlett) په نوم د جزا قانون هم را ایستلی و.
په ۱۹۱۹ کال کې د اپرېل په میاشت کې د «امرتسر» پېښه هم را منځته شوې وه چې ۳۷۹ تنه پکې وژل شوي وه او سل تنه پکې سخت ټپیان ول (که څه هم یو شمېر لیکوال د زخمیانو او مړو شمېر ۱۵۰۰ تنه ښیې).
دا هغه پېښه وه چې جنرال «ریګینالد) له دندې ګوښه او «ګاندي» ته یې دا بري په برخه کړ چې په پای کې د برتانوي هند د ماتې لامل شو.
د عثماني ترکی تجزیه له ترکې نه د مصطفی کمال دفاع، په منځنۍ اسیا کې د بلشویکانو بری او د امان الله خان پاڅون انګرېزان و لړزول.
امان الله د هېواد په قبایلي سيمو کې د جهاد غږ پورته کړ په کابل، جلال اباد او دهېواد په نورو سیموکې یو دبل پسې جرګې جوړې شوې. د ډېورنډ د کرښې دواړو غواړو ته پرتو خلکو پاڅون وکړ. آن دا چې د انګرېزانو قومي ملېشاوو هم دندې پريښودې.
د هند ویسرای د هند په ګډون د سیمو د ټولو پېښو د حل کلۍ دا وګڼله چۍ باید جلال اباد ونيول شي د برتانیې مرکزي حکومت د برتانوي هند د وایسرای وړاندیز سم ونه باله او ورته یې وویل:
تاریخ ښودلې ده چې د افغانستان له پوځ نه د افغانستان ولس او قومونه د بهرنیو د برید په وړاندې ډېر پیاوړي دي.
موږ باید د تاریخ درسونه هېر نه کړو.
امیر امان الله لومړی حکومت جوړ کړ او عبدالقدوس خان یې صدر اعظم او محمود طرزی یې د بهرنیو چارو وزیر وټاکل.
بیا یې بخاراته خپل استازی په ګوته کړ او له شوروي سره یې اړیکې ټینګې کړې. شورویانو ته هم د افغانستان خپلواکي د برتانویانو په وړاندې یو ستر بری وو. نو ځکه یې د يوې اعلامې یې په ترڅ کې د مارچ په ۲۷ مې نېټې په (۱۹۱۹ ز کال) د افغانستان خپلواکي په رسمیت و پېژندله.
په داسې حال کې چې له یوې خوا شوروي مشر لینن محمد ولي خان درواز د مې په ۲۷ مى (۱۹۱۹) نېټه د افغانستان د استازي په توګه مني او له بلې خوا په همدې نېټه (۲۷ مې) د افغانستان مجاهد ولس پکتیاته څېرمه، قبایلي مشران د انګلیس پوځي کلا ګانې له منځه وړي او دافغانستان بیرغ پورته کوي.
دا هغه مهال دی چي امان الله خان له دې نېټې نه دمخه یانې د مې په میاشت کې د هېواد دریو خوا ووته پوځونه لېږلي ول.
يانې خیبر ته سپه سالار صالح محمد خان، کندهارته عبدالقدوس خان او خوست ته محمد نادر خان استول شوي ول. د ډېورنډ د موافقه لیک نه وروسته دواړو غاړو ته پرتو اولسونو د انګلیس په وړاندې ټوپک له غاړو نه وه ښکته کړي. ولې د امان الله خان په راتلو د برتانوي هند د ځواکونو په وړاندې جګړه ییز مورچل لا تود شو.
۱:- (استیوارت افغانستان (۱۹۱۴-۱۹۲۹) نیویارک ۱۹۷۳ کال ۳۵مخ
[2] :- عطا یې کاندید اکاډمېسن ابراهیم دافغانستان معاصر تاريخ ۱۶۸مخ
[3] :- نوې ډیلي حکمتي پاڼې د p.b(پي-بي) سند ګڼه ۱۰۰۳ سپتمبر
[4] :- فرهنګ میر محمد صدیق افغان در پنج قرن اخر۴۷۹مخ
[5] :- کاکړ پوهان ډاکتر حسن د پاچا امان الله واکمني ته ۱۷۰۰مخ
[6] ؛- غبار میرغلام محمد افغانستان درمسیر تاریخ ۷۴۵مخ
[7] :- ادمک لودویک د شلمې پېړۍ تر نیمایې…اریزونا ۱۹۷۴ کال ۴۷ مخ
[8] :- د لودویک ادمک هماغه اثر ۴۸مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب