شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې عملیات؛د دې نجلۍ کورنۍ: ط-انو زموږ ۱۶کلنه‌لور ووژله

پنجشېر کې عملیات؛د دې نجلۍ کورنۍ: ط-انو زموږ ۱۶کلنه‌لور ووژله

تاند( سې شنبه ، د اسد ۲۵ مه) ځايي سرچينې ادعا کوي،چې د طالبانو د امنيتي ځواکونو اوږده کتارونه نن د طالب ضدو وسله والو د ځپلو لپاره پنجشېر ولايت ته رسیدلي.

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح هم ياده ادعا تاييد کړې او ویلي،چې پنجشېر ته څلور زره طالب جنګيالي تازه ورغلي.

خپلواکو سرچینو د طالبانو د امنيتي ځواکونو د دومره ګڼ شمېر ورتګ نه دی تاييد کړی.

په ورته وخت کې د پنجشېر د عبدالله خېل درې يوې کورنۍ رسنيو ته ادعا کړې،چې طالبانو ېې ۱۶ کلنه لور وژلې.

ځينو خبري سرچينو د دغې کورنۍ په حواله ویلي،چې وژل شوې نجلۍ چینې ته د تګ پر وخت طالبانو وژلې،خو ځينو نورو رسنیو ویلي چې د‌ نجلۍ کورنۍ د دوی کور ته د طالبانو د ورتلو او پر لور یې له جنسي تیري وروسته د نوموړې د وژلو تور پورې کړی.

د طالبانو وياندويانو او نورو سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تل په پنجشېر او ټول افغانستان کې د دوی خلاف د جنګي ډلو د موجودیت ته ادعاوې رد کړي او په دې اړه راپورونه یې ناسم تبلیغات ګڼلي.

له دې سره،د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پرون په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنيدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت غونډې ته د وینا پر مهال د دوی خلاف د جنګیدونکو وسله والو ډلو موجوديت تاييد او د ځپلو خبرداری یې ورکړ.

د پنجشېر د مقاومت ډلې پرون د یوې ویډیو له خپرولو سره ادعا وکړه،چې د طالبانو ۴۰ جنګيالي ېې اسیران کړي،خو د طالبانو وياند دا ادعا رد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب