پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د اګست پنځلسمه؛ توره که سپینه ورځ؟ " امید دیدار

د اګست پنځلسمه؛ توره که سپینه ورځ؟ ” امید دیدار

کولن، جرمني
پر افغانستان د طالبانو دویم وار واکمني د تېر کال د اګست پر پنځلسمه د جمهوریت له پرځولو وروسته پیل شوه. د دغې بدلون یو کال پوره شو. طالبانو دا ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه او د خپلې بریا نمانځنه یې وکړه؛ خو ډېرو افغانانو بیا د اګست پنځلسمه د تورې ورځې په نوم نومولې ده.
د خواله رسنیو، ټویټر او فسیبوک ګڼو کارنو خپل پروفایلونه د اګست ۱۵ لیک سره تور کړي دي او ډېر یې وایي، چې دې ورځې ترې ټولې هیلې تروړلي دي؛ خو بلخوا طالبانو او د هغوی پلویانو نننۍ ورځ د افغانستان په تاریخي  کې د بریا او خپلواکۍ اخستلو ورځ یاده کړې ده.
طالبان او د دوی د حکومت پلویان هم د بېلابېلو عکسونو او ویډیوګانو په خپرولو سره دغه ورځ نمانځي.
د افغانستان د پرځول شوي حکومت مخکیني لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله رسمي فسیبوک پاڼه د زمري ۲۴ نېټه، چې د اګست له ۱۵ سره برابره ده، د تورې ورځې په نوم نومولې.
هغه لیکلي:« یو کال وشو، چې د بې ادبه طالب ملېشو له لوري خلک یرغمل شوي. د دوی له لوري ظلم، تربګنۍ، د پوهنې، کولتور او هویت ضد کړنې روانې دي. د زمري ۲۴ نېټه زموږ په کالیزه کې تور ټکی دی. له دې اسارته وتل حتمي دي.»
عین حال کې د طالبانو د حکومت لومړي وزیر محمد حسین اخوند د نننۍ ورځې په مناسبت یوه پیغام کې چې باختر اژانس خپور کړی، د افغانستان خلکو ته مبارکي ویلې او دا ورځ یې د ده په ټکو «له اشغال، جنګ او ناورین » څخه د خلاصون ورځ یاده کړې ده.
هغه په دې ځانګړي پیغام کې له نړیوالو هیله کړې، چې د دوی له حکومت سره اړیکې ښې کړي او دا، چې دوی هېڅ هېواد ته خطر نه دي، نو پکار ده، چې مرسته ورسره وکړي.
د افغانستان نوموتې سندرغاړې اریاناسعید، چې له سقوط وروسته د امریکا په یوې پوځي چورلکه کې له هېواده وتلې وه، د هماغې صحنې له عکس سره لیکلي:« یو کال تېر شو؛ خو مات زړه مې تر اوسه نه دی رغېدلی.»
هغې نننۍ ورځ د افغانستان له تورو ورځو ګڼلې ده.
هاخوا بیا د افغانستان د ملي راډیو، تلوېزیون له پاره د طالبانو رییس احمد الله وثیق پر خپل ټویټر د مخکیني حکومت له بنده د طالب بندیانو د خوشې کېدو یوې صحنې او خپلې بریا مبارکۍ سره لیکلي:« تېر کال همدا شپه د خوندونو او ارمانونو پوره کېدو شېبه».
خبریال او د پلازمېنې کابل اوسېدونکی ګل محمد ګران وايي، نننۍ ورځ ځکه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ګڼلی کېږي، چې د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې پکې له منځه ولاړې او د ټولو افغانانو هیلې ورسره وتروړل شوې.
هغه وویل:« حکومتونه به بدلېږي؛ مهمه نه ده؛ خو مهمه داده، چې ټول سیستم ورسره له منځه ولاړ. کومې هیلې چې مو لرلې هغه له منځه لاړې. هغه هیلې چې موږ د ځان او خپلو اولادونو له پاره لرلې.»
یوه بل ځوان امید فضلي وايي، د اګست ۱۵ د افغانستان ځوان نسل ته د تورې ورځې حیثیت لري؛ ځکه د ده په ټکو، په دې ورځ د پوځ په شمول د نظام ټول بنسټونه له منځه ولاړل او د یوه نسل ټولې هیلې ورسره له منځه لاړې.
نوموړي وویل:« په دې ورځ واک یوې جابرې، جاهلې او تروریستي ډلې ته په لاس ورغی، چې نه داخلي او نه بهرنی مشروعیت له ځانه سره لري.»
بل پلو بیا طالبانو او د دغې ډلې د حکومت ملاتړو پرونۍ ورځ خلکو ته مبارکي ویلې او دا یې د « خپلواکۍ ورځ» یاده کړې ده.
د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې بریا نمانځلو مراسمو کې یوې غونډې ته وینا کې وویل، اوسني حالت ته په ډېرو قربانیو، ستړو او منډو ترړو رسېدلي او دا یې پرافتخاره ورځ یاده کړې ده.
هغه وویل:« نړیوال باید له افغانستان او نوي نظام سره همکاري وکړي، څو هغه ناخوالې تکرار نه شي، چې تېرو څلوېښتو کلونو کې یې چا مخه نه شوه نیولی، دلته ټولې نسخې ناکامې شوي دي.»
طالبان د خپلې بریا جشن داسې حال کې نمانځي، چې لا هم د دوی حکومت په داخل او بهر کې له ستونزو سره مخ دی او تر اوسه لا کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
بې کاري، مخ پر ځوړ اقتصاد، نیم‌ژواندی بانکي سیستم، کمزوري حکومتوالي، فساد، وژنې، بریدونه او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي، چې له امله یې د طالبانو حکومت ته د پړې ګوته نیول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب