محمدابراهیم سپېڅلی
جنګ ورځ په ورځ د کندهار ښار منځ ته رانژدې کېږي، ولسوالۍ او ان ځیني ناحيې هم د طالبانو په لاس کي دي، د سخت جنګ له امله د یوشمیر ناحیو څخه کورنۍ وتلې، په حاجي کیمپ، ښوونځیو او د پوهنتون لیلیو کي داسي سخت ژوند کوي، چي په یو صنف کي درې کورنۍ یا هم څلور کورنۍ د کندهار په ایشولې ګرمي کي نامعلوم برخلیک ته په انتظار دي.
د کندهار یو شمیر سوداګر او په اقتصادي غوښه پټ ښاریان هره ورځ دغوو بېځایه سویو کورنیو ته تر خپله وسه اوبه او خواړه برابروي.
د میرویس روغتون مسؤل هره ورځ له خبریالانو سره د واټساپ په ګروپ کي د سلو کسانو په شاوخوا کي د مرګ ژوبلي جزوییات شریکوي.
د اګست میاشتي ګرمي، د برېښنا اوږدې پرچاوۍ اود شپې لخوا د ښار زړه ته نژدې پر پرتو امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو لخوا سخت بریدونو ټول ښاریان له ژونده بېزار کړي دي.
امنیتي سرتیري د شپې په جګړه بوخت وي، د ورځي تر خپل کنټرول لاندي ناحیو کي ګزمې کوي، خو امنیتي کړۍ ورځ په ورځ راتنګیږي.
زموږ کور د کندهارښار په چوڼۍ سیمه کي ۱۳ امنیتي حوزې ته په مخامخ کوڅه کي دی، هره شپه د دې حوزې او پاته نورو امنیتي پوستو بریدونه روان دي، خو یوازي دغي امنیتي حوزې ته ځکه طالبان ډېر نژدې نه سي راتللای، چي له یوې خوا د کندهارښار او ارغنداب ولسوالۍ ته پر غځېدلي عمومي سړک پرته ده، له بله اړخه يې شمال لوېدېځ خواته د « ملاصاحب سرای» چي د طالبانولومړي مشر ملا محمد عمر اخوند منسوب دی د امریکایانو لویه استخباراتي اډه پرته ده، چي اوس پکښي د هغوی روزل سوي افغان ځانګړي استخباراتي قطعه ځای پرځای ده او درېیمه مهمه خبره داده، چي په دې وروستیو کي یادي حوزې ته د جنرال رازق یو نژدې کس « تور عصمت» امر ټاکل سوی، چي نوموړی د طالبانو سرسخت دښمن دی.
په کندهارکي د نازولو بېځایه سویو کورنیو تریخ ژوند ته په کتو هره ورځ خدای ته دا خواست کوم، چي « موږ کور پرېښوولو مه اړ باسه!.» خو ژوند کله د چا په خوښه وي؟ همهغه دی، چي د اګست پر ۱۲مه ورځ مو له کورنۍ سره تصمیم ونیو، چي نن ماځیګر مهال به د کور مهم سامان له ځان سره واخلو او د خسر په کورکي به یوڅو شپې ځان له نژدې ټکانو بېغمه کړو.
د ۱۳مي حوزې څنګ ته زما د ورور دوکان دی، تر غرمې د دوکان مخ ته له نورو کلیوالو سره ناست یم ، د رواني ناامنۍ په اړه هرڅوک خپل تحلیل وړاندي کوي، له شهیدانو څلور لاري سره په کوڅو کي د طالبانو او امنیتي پولیسو لاس په لستوڼي جګړه شروع سوه، په ډلو ډلو د ښار دوکانداران او کسبه کاران وینم له ښاره وارخطاء پر بایسکل، موټرسایکل او ټیکسي موټرونو کي کورونو ته بېرته را روان دي.
اندېښنه مي نوره هم زیاته سوه د دوکان مخ ته جوړ مجلس مي پرېښود، کور ته راغلم د ماپښین ترلمانځه وروسته د خسر کور ته د ماشومانوپه سالم رسولو فکرجن یم ، چي ناڅاپه د درنو او سپکو وسلو ټکان همدا زموږ ۱۳مي حوزې ته رانژدې او د ما ځیګر ۴ بجو ته جګړې ښه زور واخیستی.
دا چي امنیتي حوزه زموږ کورته ډېره نژدې وه، نو داسي احساسوو، لکه جنګ چي زموږ پر کور شروع وي، ټول ماشومان مي نسبتا کښته زېرخانې« زېرزمیني» کي دېوالونو ته کتار کښېنول اود هر درانه ټک سره « فضل خدایه! ته مو وساتي یا لویه خدایه!» دغه نارې وهوو.
ګړی په ګړی طالبان د حوزې شاوخوا رانژدې کېږي او په حوزه کي مقاومت هم زور اخلي.
ټول اولادونه مي وارخطاء او هغه د چا په اصطلاح له سختي ویري ژړا راپکښي ورکه ده.
زه او مېرمن هم له وهم رېږدو، خو اولادونو ته ډاډ ورکوو « بېغمه سئ ! زموږ کور له مرمیو چپ دئ!» خو ماشومان کله په دې خبرو باور کوي.
جګړه نوره هم سخته سوه، د امنیتي حوزې د پولیسو ږغونه اورو، چي یواوبل ته دلاوري ورکوي او د سختو مقاومتي ټکانو په بدرګه وايي، « دغه يې اخري زور دی، نژدې نه سي راتللای ، هله هغه دی ټکان پروکړه ، مه يې پرېږده، چي دانژدې بامونو ته وخیژي.»
د پولیسو داناري نورهم موږ وارخطاء کوي، ماشومان مي ژاړي زما هم د ورځي په تېرېدو اود شپې په راتګ وارخطايي ډېریږي.
ټول ماشومان ماته ګوري، زه دوی ته ګورم ، جګړه نوره هم رانژدې سوه ، کوچنیو لوڼو مي له وهمه الفبې سیپارې او ډوډۍ په زړه پوري نیولې ده او له خدایه د ټکانو د کرارېدو غوښتنه کوي.
د ماځیګر او ماښام لمونځونه مو په همدغه زیرخانه کي وکړه ، تر کلکین دباندي سرای ته ګورم ، سرې مرمۍ یوې او بلي خواته تیریږي ، ځیني مرمۍ اود هاوان پرزې زموږ پر بام او د کور په منځ کي د ولاړ موټر پر هندارو ولګیږي، چي موږ نورهم وویروي.
غټ دېوالي ساعت ته ګورم، لکه خوابدی، چي وي، لکه ټپي سوي، هیڅ حرکت نه کوی، دا شپه بیخي اوږده سوه د سهار اذانونو ته لا یوساعت پاته دی،درانه ټکان یوڅه کرار سول،خو د سپکو وسلو ټکان لا شروع دي، زموږ په کوڅه کي د خلکو ږغونه دي، یو ګړی وروسته دا ږغونه نورهم ډېر او یو چا په لوړ اواز امنیتي حوزې ته ور ږغ کړه« تسلیم سئ ! شاوخوا ټوله منطقه د مجاهدینو په لاس کي ده، تاسي هم محاصره یاست.»
یو ګړی میده ټکان هم ارام سول ، یو دم په تېزۍ د بریک وهلو موټرانو ږغونه سول، زه فکر کوم ، چي کومکي امنیتي سرتیري راورسیدل.
ټوله شپه مو درنو ټکانو غوږونه راخوړلي دي ، یو ګړی همداسي په ناسته یواوبل ته ګورو، خو په زوره ږغ نه سو کولای، ناڅاپه د څرخي الوتکو ږغونه سول، د کندهارښار میرویس مېنه او ډنډ ولسوالۍ ته نژدې ناحيې بمباروي ، یوه هفته کېږي، چي دغه سیمي طالبانو نیولي دي.
زما ویره نوره هم زیاته سوه، چي هسي نه دا بمبارۍ ۱۳ حوزې خواته هم رااوږدې سي اودا ړندې بمبارۍ بیا د بېګناه او ګناهکار په کیسه کي نه دي بس خپل کار کوي.
زه په دغه فکرونو کي حیران ولاړ یم، ناببره د جیټ الوتکي ږغ سو او له ږغ سره سم داسي درنه بمباري يې وکړه، ما چي ویل زموږ کور يې بمبار کړ، ټوله سیمه کي چوپتیا خپره سوه، د کور ټولي دروازې ودربېدې.
له یوڅه ځنډ وروسته دوهم وار د سهار د لمانځه پر وخت هغسي جیټ الوتکي راغلې او هغسي درنه بمبار يې وکړه.
د الوتکو له تګ ښه ډېر ګړی وروسته دادی کرار کرار بام ته وختم، چي کوم ځآی يې بمبار کړی دی؟ اوهو ! داخو د ۱۳ حوزې شمال لوېدیځ خواته د « ملاعمر کور» چي تېرشل کاله د امریکانو خطرناکه استخباراتي اډه وه لوګي او لمبې ورڅخه راپورته کېږي.
هوا یوڅه رڼا سوه دباندي راووتم زموږ نور همسایګان هم د کوڅې په خوله کي ولاړ دي، د ملاعمر له سرایه تور لوغړن دودونه لا د اسمان څنډو ته پورته کېږي، چي یو ځوان وویل،«موږ ډېر کسان هلته ورغلو، امریکایانو په دغه ځای کي د تیلو او نورو خوراکي موادو ذخیرې بمبار کړي دي.» وروسته معلومه سوه، چي خبره همداسي ده او یوشمیر پاته شوني لا د نژدې کورونو ځوانانو چور کړي هم دي.
موږ د کوڅې په خوله کي ولاړ خلک حوزې ته ګورو ، شاوخوا په دېوالونو کي د مرمیو لګیدو نخښي له ورایه ښکاري.
تراوسه لا ملي بیرغ پر ۱۳مه حوزه رپيږي او د کندهار د مخکني امنیه قومندان جنرال رازق لویی عکس، چي ځیني برخي يې د برايي شپې په جګړه کي په مرمیو سورۍ سوي پر دېواله نښتی دی.
ولاړ ټول خلک یواوبل ته په اشارو او پټو خبرو سره وايي «حوزه کي څوک نه سته، امنیتي کسان تښتېدلي دي.» موږ لا همدلته ولاړ یو، تقریبا شل طالبان، چي راکیټان او کلاشنکوفونه پر اوږو، پایڅې يې راپورته کړي، چا د پټو چا هم د پاج لنګوټې تړلي حوزې ته راورسیدل.
په دې وخت کي نور خلک او تنکی ځوانان هم له کورونو راووتل د طالبانو ننداره کوي.
یو شپاړس کلن طالب، چي سپین کلیمه لرونکی بیرغ يې تر سر تړلی دی، کلاشینکوف يې خپل ملګري ته ورکړی په تلوار د حوزې بام ته ورختی، ملي بیرغ يې د جنرال رازق له عکس سره یوځای لاندي راشیوه کړل، ترسر تړلی سپين بیرغ يې د ملي بیرغ پرځای ځوړند کړ.
زما شل کلن زوی، چي تازه له د دولسم ټولګی فارغ سوی، لېسه يې هم په حوزې پوري نښتې ده، د ټولو خلکو له منځه ورغلی غورځول سوی ملي بیرغ راپورته کړ او په احترام يې کتوي ، حوزې ته نژدې ولاړ اکثره خلک اشارې ورته کوي، چي « مه کوه بیرغ ته لاس مه ور ړه» خو پرده ملي احساس دومره غالب دی، چي یوازي بیرغ ته متوجه دی، ښه خبره داده، چي د کوم طالب ورته پام نه دی، کنې موضوع خرابیږي.
حالات خوند نه راکوي، بیرته کور ته روان سوم د سهار چای مو په بې خوندۍ وڅښلې، ځکه ټوله شپه مو په ويښه تېره کړې ده، وروسته پر خپل « چرګه موټرسایکل» سپور بازار ته راووتم، اکثره دوکانونه تړلي، هري خواته ډلي ډلي طالبان له وسلو سره پر موټرسایکلانو، رنجرانو او پښو باندي ګرځي راګرځي.
د ولایت مقام مخ ته د طالبانو او عامو خلکو داسي ګڼه ګوڼه ده، چي د یوې دقیقې لار مي په نیم ساعت ووهل.
عام خلک طالبانو او طالب خلکو ته حیران دي، څوک عکسونه ورسره اخلي، څوک روغبړ ورسره کوي، ځیني بیا ټوکي پر کوی،په ښار کي سخت بیروبار دی.
پر ډېرو لږو څلور لارو ټرافیک ولاړ دي، په اکثرو څلور لارو کي بیا تېره شپه له سنګرونو راکښته سوي طالبان د ټرافیکو دنده سرته رسوي، خو اوس دوی هم پوه سوي، چي د ښار نیول اسان او مهارول يې ګران دي.
همدا سبب دی، چي له کندهار ملي راډیو څخه د کندهار نوي والي محمد یوسف وفا دا یو پیغام مسلسل خپریږي « ټرافیکان او نوردولتي کارمندان دي خپلو دندو ته حاضر سي.»
۲۰۲۲/ اګسټ/ ۱۵ المان بن ښار
څه بدبختي!
ښايسته منطر کشي. ډېره مننه. الله دې مل شه.
داسې ورځ ما هم په داسې مهال ولیده چې له کوره لرې په ښار کې یوازې اوسیدم. زه د خپل کار ځای مخامخ په لوړه دنګه ودانۍ کې په څلورم منزل کې یوازې اوسیدم. ودانۍ دا څو ورځې خالي شوې او زه یوازې وم. سهار دفتر ته لاړم د ملي او نړیوالو کارمندانو په سهارنۍ غونډه کې پر وروستیو امنیتي پيښې او تحولاتو بحث روان و. باید ووایم چې زه له داسې چاسره پردنده وم چې هیڅوک ورسره کار نه لري، بې سرحده ډاکټران/بې پولې ډاکټران یادوم. زه خبروم چې نن ورته خوست سپارل کیږي مګر دا خبره مې ځکه نشوه شریکولای چې ویریدم که خبره مې دروغ شي ټول عمر به راته ددروغجن په نظر ګوري. ددفتر نږدې او باوری خلک مې دومره پوه کړل چې یو خپل چې دملي اردو افسر و خبرکړی وم. ټوله ورځ لکه قیامت داسې وه هرڅوک ویریدلی او ترهیدلی و. ناروغان او پایوازان په ویره کې و نه له موږ تللی شول او نه یې دلته ځانونه آرام محسوسول خو په هر صورت هغه قیامت تیر شو. په دغه ورځ مې له ملګرو سره سهار وختي یو تصویر اخیستی و تر اوسه یې ګورم او خپل تېر احساسات او حطرې راژوندۍ کوې.
وطن او ولس د سلامت وي.