شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهمعصوم ستانکزی: د سولې خبرې تر هغو جدي وې چې بایډن د...

معصوم ستانکزی: د سولې خبرې تر هغو جدي وې چې بایډن د ځواکونو دایستلو اعلان نه و کړی

تاند(سې شنبه، د اسد ۲۵ مه) محمد معصوم ستانکزی، چې له طالبانو سره د افغانستان د جمهوري حکومت د مرکچي پلاوي مشر و، وايي چې له دوی سره د طالبانو د سولې خبرې تر هغو جدي وې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ځواکونو د ایستلو اعلان نه و کړی.

ښاغلي ستانکزي له ایس بي ایس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل، وروسته له دې چې امریکا بې قید و شرطه د ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، طالبانو خپل تمرکز د خبرو پر ځای جګړې ته واړاوه او همدا علت دی چې افغانستان له اوسني کړکېچ سره مخامخ دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېر کال د حمل په ۲۵ مه اعلان وکړ چې ټول امریکايی پوخیان به د ۲۰۲۱ د سپټمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه ووځي خو اکثره امریکايي پوځیان تر دې څه باندې یوه میاشت وړاندې ووتل او د اګست په ۱۵ مه، چې لا د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو نېټې ته ۲۶ ورځې پاتې وې، طالبانو کابل ونیوه.

معصوم ستانکزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې باور کېده طالبان معتدل شوي، پراخ بنسټه حکومت به جوړېږي خو داسې ونه شول او طالبان لا هم هماغسي سختدریځي دي چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ وو، وویل :«په پیل کې ډېرو همداسې انګېزله چې طالبان بدل شوي، معتدل شوي او د نظر وسعت به پکې ډېر شوی وي خو وروسته له دې چې دوی واک ترلاسه کړ، بېرته یې د شا خوا ته ګامونه واخیستل او د دې پر ځای چې معتدله شي او د تېرو دوو لسیزو بریاوې وساتي او بې له دې چې په افغان ټولنه کې بدلون درک کړي دوی د نوي یمې لسیزې تېروتنې تکراروي.»

د پخواني جمهوري نظام د مرکچي پلاوي مشر د استرالیا له ایس بي ایس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې په طالبانو نیوکه وکړه چې مسلکي او زده کړو کسانو ته موقع نه ورکوي او له همدې کبله تعلیم یافته کسان له هیواده وځي او په نتیجه کې یې د افغانستان اقتصاد له شدید بحران سره مخامخ شوی دی.

ښاغلي ستانکزي په دې مرکه کې په داسې حال کې طالبان د سولې له خبرو سره په نه لېوالتیا تورن کړل چې د طالبانو یوه مشر انس حقاني په وروستیو ورځو کې په یوه مرکه کې د جمهوریت مرکچي ټیم د سولې له خبرو سره په نه دلچسپۍ تورن کړ، ویې ویل چې هغوی په خپل منځ کې هم یو بل ته ژمن او یوه خوله نه و.

1 COMMENT

  1. حقاني دله تل منزوي او له خبرو ناخبره لكه ورنده ساتل شو. دوى يوه سختدريحه دله ده چی له وحشت او ويرى خپرونی پرته يى بل حه ياد نه دي. دوى خپله منلی چی له يونيم زر زيات حانمرگي يى كري دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب