جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد کابل،بلخ او هرات پوهنتونونو ۴۰۰استادان هېواد پريښودو ته اړ شوي

د کابل،بلخ او هرات پوهنتونونو ۴۰۰استادان هېواد پريښودو ته اړ شوي

تاند( سې شنبه ، د اسد ۲۵ مه) تازه خپاره شوي ارقام څرګندوي،چې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنيدو وروسته د کابل،بلخ او هرات پوهنتونونو تر ۴۰۰پورې استادان هېواد پريښودو ته اړ وتي.

بي بي سي په دې اړه د خپلو موندنو راپور کې ویلي:«یوازې له کابل پوهنتونه چې نژدې ۸۲۰ استادان یې لرل،‌ ۲۵۴ یې بهر ته تللي‌ دي. دغه پوهنتون چې د افغانستان تر ټولو ستر هغه بلل کېږي،‌ څه باندې ۲۰،۰۰۰ زده کوونکي‌ پکې‌ په زدکړو بوخت دي.‌»

سرچينه زياتوي:«هرات پوهنتون چې څه نا څه ۴۰۰ ښوونکي‌ یې درلودل،‌ شاوخوا ۸۰ استادان ترې تللي‌ دي‌، او بلخ پوهنتون کې چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې پکې نژدې ۴۰۰ استادانو تدریس کاوه،‌ اوس ترې څه نا څه ۶۵ ښوونکي‌ تللي‌ دي.‌ په بلخ پوهنتون کې څه باندې ۱۴۰۰۰ او هرات پوهنتون کې نژدې ۱۶۵۰۰ زده کوونکي‌ په زدکړې کوي.»

دا په داسې حال کې ده،چې نن د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني نن د يوې خبري غونډې پر مهال له نړیوالې ټولنې څخه د نوموړي له وزارت سره د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

شېخ حقاني زیاته کړه،چې وزارت يې د تېر يوه کال په موده کې د پام وړ کاري لاسته راوړنې لري،خو دا لاسته راوړنې ېې نه دي په ډاګه کړي.

د طالبانو دغه مقام د جمهوري نظام پر مهال روزل شويو افغان کادرونو ته د سپک نظر، په پوهنتونونو کې د ځپونکو قیوداتو د وضع کولو او د نجونو زده کړو ته د مزاحمتونو له کبله د ملګرو ملتونو په هغه نوملړ کې شامل شوی،چې پر بهرنيو سفرونو به یې بندیز وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب