جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د افغانستان د بربادۍ لپاره د ملي منافقت شورا

د افغانستان د بربادۍ لپاره د ملي منافقت شورا

لیکوال- د- ق.ن

نېټه: ۱۵/اگست/۲۰۲۲

کله چې طالبانو یو کال مخکې یو ځل بیا په افغانستان کې قدرت تر لاسه کړ، یو تعداد معلوم الحاله خلکو د «دویم مقاومت!!؟» په نوم وسلوال فعالیتونه شروع او اوس چې د طالب واکمني یو کلنه شوه، پرون(۱۴/ آگوست/۲۰۲۲) ټول په فساد ککړ کسان لکه عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني، عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، احمد مسعود، احمدضیا مسعود او داسې نور په آنلاین شکل سره جرگه او د «شورای  مقاومت ملی برای نجات افغانستان!» په نوم یې، نوی « تنظیم» په رسمي توګه اعلان کړ.

د دې تنظیم د فعالیدو د اعلان په وخت، په لومړي سر کې محمد یونس قانوني چې په تیره شل کلنه دور کې د خارجه چارو وزیر، د پارلمان رئیس او د جمهور رئیس مرستیال پاتې شوی وو، وینا وکوله او د دې تنظیم سیاسي کړنلارې( منشور) مهم ټکي یې خلکو ته واورول. سربیره پر دې، یونس قانوني د ده پر خپل برادشت د مخکني حکومت د راپرځیدو لاملونه هم ورپه ګوته کړل او د دې سقوط ټوله پړه یې پر ډاکترمحمد اشرف غني او د هغه پر ټیم واچوله او نوي چارواکي یې یو متحجره ډله وبلله.

 زه نه غواړم چې پدې لیکنه کې له چا نه دفاع وکړم، اما کله چې د غلو، لوټمارو، غصب ګرو، قاتلینو او داړه مارانو یوه ډله چې تر اوسه پورې یې په پرلپسې توګه(څو څو وارې) د افغان ولس مادي او معنوي ارزښتونه په لوی لاس د نیستۍ کندې ته غورځولي او اوس ځانونه پرښتې بولي او ټوله پړه په داسې حال کې پر نورو اچوي چې دوی پخپله د همغه نظام تر(۵۰٪) زیاته وڼده درلودله، دا خبره باید بې ځوابه پاتې نشي.

 زه دا منم او بلکې په وار وار مې ویلي چې ډاکتر محمد اشرف غني سره د دې چې یو آکادمیک شخصیت وو، خو د افغانستان په مساله کې د ده سطحي برخورد او له بې ځایه عصبانیت نه ډک‌ سیاست او دا چې د کادرونو په غوراوي کې  یې تر ډیره حده اشتباهات وکول، د ده نقش د افغانستان د بحران د ژوریدو مهم فاکتور گڼل کېږي، اما دا به هم له انصافه لېرې خبره وي چې ټوله پړه یوازې او یوازې پر همده سړي واچول شي.

 ټول تاریخي حقایق، اسناد او شواهد د دې ښکارندوی دي چې حد اقل په تیرو۳۰ کلونو کې( د۱۳۷۱کال نه را پدیخوا) کله هم چې د افغانستان د بحران د حل څرک لگیدلی، همدا شمالي ټلوالې په یو ترتیب نه یو ترتیب، دا امیدواري له منځه وړې او وضعیت یې له بحران سره مخامخ کړی دی. غواړم همدا موارد او د دوی د منافقتونو څو بیلګې په لنډه توگه بیان کړم:

اول- د ملل متحد د خاص استازي( بینین سوان) د سولې د پلان په سبوتاژولو او د کابل ښار په ورانولو او د بې دفاع کابلیانو په ډله یزه وژنه کې د شمالي ټلوالی ونډه:

کله چې په ۱۳۷۱کال کې پس له ۱۴ کلو جگړې، د ملل متحد د سازمان د سولې د پلان په چوکاټ کې په افغانستان د سراسري سولې د تامین زمینه برابره شوه، شمالي جهادي تنظیمونه چې رهبري یې د شواری نظار له خواه کېده د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان د پرچم د شاخې له یو شمیر غړیو‌ لکه ډاکتر عبدالوکيل، فرید احمد مزدک، نبي عظیمي، اصف دلاور، عبدالرشید دوستم او ځينو نورو سره لاس یو کړ او د ډاکتر نجیب په مقابل کې یې کودتا وکړه او په دې ترتیب د ملل متحد د سولې پروگرام یې ناکامه او افغانستان یې د یو نوي خونړي بحران سره مخامخ کړ؛ د دوی مسلح قوتونه په غیر منظم شکل کابل ته ننوتل او د حزب اسلامي( ګلبدین) سره یې  د قدرت پر سر جګړه شروع کړه. د دغه تنظیمي جنګونو په نتیجه کې چې د جنګ په دواړو خواوو کې مهم اړخ یې د شمالي ټلوالې مسلح تنظیمونه اوګروپونه وو، تر اویاوو زرو ډیر کابل ښاریان شهیدان او ښار په مکمله توگه ړنگ شو. د دغو جنګونوپه جریان کې د شورای نظار،حزب وحدت ملي، د سیاف ډله او نورجهادي تنظیمونو داسې بشري ضد اعمال لکه: د «ښځو د تيو/سینو پریکول!»، «ژوندي انسانان اورته اچول!»، د«خلکوژوندي ښخول»،« رقص مرده!!»….تر سره شو چې تر اوسه پورې یې په دنیا کې ساری نه لیدل کېږي.

 د دغو جنگي او بشري ضد جنایاتو هر اړخیز گزارش د افغانستان د بشري حقونو د مستقل کمیسیون له خوا چمتو او نشرته برابرشوی وو، خو متاسفانه چې د سیاسي ملحوظاتو له کبله تر دې دمه خپور شوی ندی- د دې جنایتو اصلي عاملین همدا خلک دي…

 د یادونې وړ بولم چې دغه طالب چې اوس، هم افغانانو او هم او‌نړیوالو ته یې لوی درد سر جوړکړی، د همدغو تنظیمي داړه مارانو د شومو او‌کرغیړنو کړنو د عکس العمل په بڼه را پیدا شوې ډله ده؛ کله چې په کابل او نورو ولایتونو کې د تنظیمي لوټمارو ظلم، زیاتی، دخلکوشکنجه کول، د خلکو چور او تالان خپل اوج ته ورسیده، یو تعداد خلکو د ملا عمر په مشرۍ له کندهار نه د دې ظلم او زیاتي په مقابل کې غږ پورته کړ او خپل هدف یې د شر او فساد له منځه وړل اعلان کړل- د دې شر او فساد اصلي عاملین او فاعلین همدا خلک دي.

 عامه خلک تر دې حده د دغو تنظیمونو د کړنو نه پوزې ته راغلي وو، چې کله طالبان راپیدا شول، خلکو ورته د نجات د پرښتو په سترگه کتل او په همدې دلیل وو چې په ډیر لږ وخت کې طالبان آن تر کابله ورسیدل او د دوی کيسه یې پای ته ورسوله.

دویم – دزرهاوو اسیرانو او ملکي بې دفاع انسانو په قتل عام کې د دوی ونډه:

کله چې طالبان لا جلال آباد ته نه وو رسیدلي شمالي ټلوالې د دې لپاره چې خپل لوی سیال( گلبدین) ته ماتې ورکړي، دوی له طالبانو سره پټې خبرې وکولې او حتا په رسمي توگه یې دوی ته د نجات د پرښتو لقب ورکړ، اما طالبانو د ننگرهار له نیولو نه وروسته، پر دوی هم ودانگل او د کابل د نیولو نه وروسته، شمالي ټلواله له واړه تکبیراتو سره کولاب ته وتښتیده او په دې توگه، رباني د یوې څوکۍ سره په تاجکستان کې میشت شو. جنگونه بیا ځلي شروع او ډیر شمیر ځوانان د دوی د قدرت د بقا په خاطر قربانیان شول، تر څو چې خدای پر دوی« ورحمیده!!» او د ناټو له برکته یو وارې بیا په جنگي میدان کې برلاسي شول. دا وارې دوی بل جنایت ته لاس واچاو او د زرهاوو په شاوخواه ځوانان چې دوی سره اسیران شوي وو، په بې رحمانه توگه ووژل، دا بل جنگي جنایت وو چې د دې ډلې په لاسو تر سره شو. د طالب د بیرته قوي کېدو یو اساسي علت همدا قتل عام ګڼل کېږي………..

 پس له دې چې د طالبانو حکومت په مطلق ډول سقوط شو، متاسفانه چې همدا ډله چې حد اقل مشران یې باید د جنگي او بشري ضد جرایمو په تور محاکمه شوي وای، د سیاسي مصلحت پر اساس، د بن په کنفرانس کې ورته اساسي نقش ورکړل شو او پدې ترتیب دوی بیا د نوي جوړ شوي حکومت په شریانونو کې لکه یو مرگونی ویروس ور دننه کړل شول او په مهمو څوکيو کې ځای پر ځای شول.

 دا چې دوی د تخریب، چور، چپاول، ځورونې او ربړونې له مکتب نه فارغ او د دغو اعمالو معتادین وو، په نوې اداره کې یې یو وارې بیا په تخریبي اعمالو شروع وکړه؛ د قدرت نه سو استفاده، د ځمکو غصب، چور او چپاول، قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهل او داسې نور ورته منفي اعمال د دوی له ورځنیو اعمالو څخه حسابیدل.

 د دوی د سپین سترگۍ په نتیجه کې قسیم فهیم چې هیڅ سواد یې نه درلود د افغانستان د دفاع وزیرمقرر شو، کله چې کرزی د دوی له شومو کړنو ډیرپه تنگ راغی، تصمیم یی ونیو چی د فهیم پر ځای رحیم وردگ د دفاع وزیرپه توګه مقرر کړي، شمالي ټلواله د بلې کودتا په لټه کې شوه، چې دا خبره آن تر سپینې ماڼۍ پورې ورسیده او جورج ډبلیو بوش د دې په خاطر چې حامد کرزي ته دوی کوم خطر پیښ نکړي، یو تعداد امریکایي محافظین یې د کرزي د امنیت د ساتلو لپاره افغانستان ته ولیږل- دا خبره څه موده مخکې د خلیل زاد لخوا په يوه تلویزیوني مرکه کې افشا شوه….

بالاخره دې نانندریو تر هغه ادامه ومونده تر څو چې شمالي ټلوالې په کرزي باندی دا خبره تحمیل کړه چې همدې بیسواده قسیم فهیم ته مارشالي رتبه ورکړي او بسم الله محمدي دې د لوی درستیز په صفت تعیین شي. دې کار صورت ونیو او  فهیم په دې ترتیب له دفاع وزارت نه رخصت شو، دا چې دوی په همدې موده کې د دفاع وزارت شته تخنیک، وسایط او وسایل په کوم رقم لوټ کړل دا یو بیل داستان دی، چې بیان او ذکریې ډیر وخت نیسي….

دریم- په اداري فساد کې د دوی ونډه:

 کله چې دوی د امریکایانو بې حسابه او کتابه پیسو ته ځیرشو، نو په اداري فساد باندې یې شروع وکړه، او هغه خلک چی پخوا یې گوډ خر نه درلود د میلیونو ډالرو خاوندان شول، د یوې نشر شوې احصایې له مخې احمدمسعود او ورونه یې یو اعشاریه یو ملیارد ډالره، استاد رباني یوعشاریه دو ملیارده ډالره، عطا محمد نور اته سوه میلیونه ډالره، عبدالرشید دوستم اته سوه اولس میلیونه ډالره، عبدالله عبدالله اوسوه اتیا میلیونه ډالره، تورن اسمعیل اووسوه او شل میلیونه ډالره، سیاف اووسوه میلیونه ډالره، محمد محقق اوو سوه او پینځه لس میلیونه ډالره، کریم خلیلي اووسوه او دیرش میلیونه ډالره، بسم الله محمدي مشهور به جنرال پشقل درې سوه اوڅلویښت میلیونه ډالره، یونس قانوني دو سوه او نوي میلیونه ډالره….سرمایه لري. دا پیسې دوی له کومه کړې- که چیرې د مخکني حکومت د سقوط یولامل فساد وګڼل شي، نو دوی بیا له ټولو ډیر په دې سقوط کې ګرم خلک ګڼل کېږي.

 څلورم- د ملي اردو او ملي پولیسو په تخریب او تضعیفولو کې د دوی وڼده:

 همدا شان په ملي اردو او ملي پولیسو کې دوی له یوی خوا په مهمو څوکيو کې خپل کسان وگمارل چې اکثریت یې بیسواده هم وو او له بلې خوا قومي او ژبني تعصباتو ته په پراخه پیمانه لمن ووهله؛ په دغو مهمو سکتورونو کې د څوکيو او مقاماتو تقسیم د قومیت پر بنسټ په یو منل شوي اصل تبدیل شوی وو او په هغه کې هم دوی بیا تقلب کاوه او کله، کله به یې له زور او فشار نه هم کار اخېسته، د یوې احصایې له مخې د دوی فیصدي دهغو کسانو په منځ کې چې بهر ته د تحصیل لپاره تللي ول تر ۵۰۰ فیصده لوړه شوې وه ټولې مهمې، ‌کلیدي او پر عایده څوکۍ لکه د وزیر دفاع څوکۍ، د لوی درستیزڅوکۍ، معاونیت اول، معاونیت مادي او تخنیکي، د تفتیش ریاستونه، د لوژستیک ریاستونه، تعلیم او تربیه، د مخابرې ریاست، او قول اردوگانې د دوی ونډه شمیرل کېده او بل چا ته په دې څوکيو کې د تعیینیدو اجازه نه ورکوله، دا معلومات د وزارت دفاع په اسنادو کې موجود دي، آن تر دې چې دوی ډیر ذاتي دفترونه په تزویري شکل جوړ او خپل کسان یې په اردو او‌پوليسو کې ځای پر ځای کړل. د دوی اداري فساد په اردو اوپولیسوکې له هیچانه پټ ندی،لکه مخکې چې ما وویل بسم الله محمدي کله چې وزیر د داخلې وو، د وزارت داخلې دقرارګاه لپآره چې ټوله شنه ساحه یې یو جریب هم نه وه، د اتیا میلیونو افغانیو په ارزښت د پچوقرارداد کړی وو، چی وروسته بیا دا موضوع کشف او په یوه ستره رسوایۍ واوښتله، او د بسم الله محمدي نوم په «جنرال پشقل» یا « دپچو جنرال» مشهور شو.

همداشان د دفاع وزارت نورقراردادونه چې پکې د ملیاردونو اختلاس شوی وو اوټول د دوی کسان لکه: بسم الله محمدي، عنایت الله نظري، ډګرجنرال محب الله محب  او داسې نورشامل وو. همدا دو خبرې؛ اداري فساد او قومي تعصبات چې په دواړو کې عمدتاٌ همدا خلک شامل وو د اردو اوپولیسو د کمزورتیا او پاشل کېدو اساسي علتونه ګڼل کېږي. کله چې یونس قانونی دا خبره کوي چې اشرف غنی وتښتیده، ولې د بسم الله محمدي چې د دفاع وزیر وو،د تیښتې موضوع نه یادوي…

پينځم- د عمومي نظم په گډوډولو کې د دوی ونډه:

 قانون همیشه د حکومت هنداره ګڼل کېږي، په دې مانا چې کله په یو هیواد کې قانون په سمه توګه پلی کېږي، دا په دې دلالت کوي چې د دې هیواد حکومتي نظام قوي دی، شمالي ټلوالې چې په حکومتي نظام کې یې تر(۵۰٪( زیاته ونده درلوده نه یوازې دا چې په دې اړه د حکومت سره یې همکاري نکوله، بلکې په لوی لاس او د مخصوصو ګروپونو په واسطه یې د عمومي نظم په گډوډولو کې خورا لوی لاس درلود او اساسي هدف یې د خلکو او حکومت په منځ کې د واټن ایجادول وو؛ د افغانستان ټول ولس پدې خبر دی چې د غلاگانو نه نیولې بیا د برق د ستنو تر الوزلو پورې، ټول په دوی پوری تړلیو کسانو پواسطه ترسره کېدل،حتا ځينې مراسمو کې خو بیا دوی عام او خاص لکه یو تهدیدي قوه ښارونو ته وتل او لکه د هالیوډ او بالیوډ د فلمونو غوندې عجیب او غریب اکتونه او‌کانې یې کولې، هر کال د دوی پدې خر مستیو کې ډیر تعداد ولسي کسان وژل کېدل، خو عاملین یې یا دا چې نه نیول کېدل او یا هم له نیول کېدو نه وروسته، ډیر ژر بیرته خوشې کېدل، لکه چې د خلکو وژنه دوی لپاره مجاز عمل گڼل کېده… دا د مخنکي حاکمیت د سقوط بل سترعامل دی چې شمالي ټلوالې نیغ په نیغه پکې وڼده لرله………

 شپږم- د ځمکو په غصب کې د دوی ونډه:

 بله لویه مساله چې دا ډله پکې دخیله وه، د ځمکې د غصب مساله وه، په ټول کابل ښار او بعضې نورو ولایتونه کې د دوی له لاسه دولتي او شخصي ځمکه اصلا پاتې نده؛ څو څو وارې د ځمکې د غصب موضوع بررسي، لیستونه یې چې د همدغو اشخاصو مکمل شهرت پکې وو، ترتیب او جمهوري ریاست ته وړاندې شول، اما چون دوی سره هم زور او هم پیسې وې، تر آخره پورې څوک موفق نشول چې دا خلک محاکمې ته را کش او د خلکو او ملت جایداد بیرته ترینه واخلي، حتا داسې تاریخي او نظامي ځایونه لکه شیرپور، لوای۹۹ راکت، تپه دافعه هوا، تپه مرنجان، تپه سکارت او… ټول د دوی په لاسو چور او ښارګوټي او بلند منزلې پکې جوړې شوې….دا د حکومت د ړنګیدو بل اساسي دلیل وو.

اووم- د خلکو او ولسونو په منځ کې د قومي او ژبنیو تربگنیو په خپرولو کې د دوی ونډه:

 دوی پدې شلو کلو کې قومي او ژبني تعصباتو ته په پراخه توګه لمن ووهله، آن تر دې چې واړه ماشومان په مکتوبونو کې په همدې مصروف وو چې څوک په کوم قوم پورې تړلي، پارلمان او بعضې نور ادارات په میاشتو میاشتو به پدې مصروف وو چې په قانون کې پوهنتون ولیکل شي که دانشگاه…

اتم- د انتخاباتو په گډوډلو او د یو قوي مرکزي حکومت د جوړیدو څخه په مخنيوي کې د دوی ونډه:

دا خبره اوس هم دوی په ډاګه وایي چې د مرکزي نظام مخالف دی، در حالیکه چې افغانستان همداسې یو نظام ته ضرورت لري. بناٌ دوی د خپلو دغو شومو اهدافو لپاره په پرلپسې توګه د نظام کمزوري کولو لپاره هڅې کولې؛ انتخابات خو د دوی له لاسه بلکل د جنگ په میدان بدل شوي وو، پراخ تقلب، دسیسې، توطيې او بیا په میاشتو میاشتو د خلکو انتظار چې د انتخاباتو نتیجه اعلان شي، دا ټول د همدغه خود سرو ډلو کارونه وو، هیڅ داسې انتخابات ندي تیر شوي چې عبدالله خان پکې یو نخره نه وي ایستلې. د ده د شخصي اغراضو په اساس یو وارې د کرزي په وخت کې انتخابات جنجال خواته لاړل، چې بیا د جان کيری په مداخله شخړه حل شوه او دا بې کفایته شخص نه پوهیږم چې د کوم امتیاز په بدل کې غلی شو، بیا اشرف غني په اوله دوره کې تر دې پورې هر څه گډوډ کړل چې بالاخره غني مجبور شو، اساسي قانون خلاف د «ملي وحدت!!» په نوم حکومت ومني، په دویم وارې خو بلکل ټول اخلاقي او قانوني معیارونه یې تر پښو لاندې کړل اوموازي ریاست جمهوري یې اعلان کړ…..دا په حکومت بل لوی ګذار وو چې شمالي ټلوالې په لاسو ترسره شو……..

که دا بحث خلاصه کړو نو ویلای شو، چې تیر شل کاله ټول د همدې ډلې له لاسه په تاوتریخوالي، لانجو، توطیو او دسیسیو، د مادي امکاناتو له لاسه وتل، چور، چپاول او غلاوو کې تیر شول او هغه خلک چې د وطن په درد دردمن وو حتا د دې چانس یې پیدا نکړ چې خپل پلانونه تطبیق او عملي کړي، دا چې اوس دوی د حاکمیت د سقوط پړه پر نورو اچوي، دا د دوی لوی منافقت او رزالت دی.

 د افغانستان خلک که چیرې غواړي چې له دایمي بحران نه نجات پیدا کړي باید داسې خلکو ته نه!! ووایي، دوی نور هیڅ نوع برنامه اوپلان د افغانستان د ابادولو لپاره نلري چې د هغې په اساس خلک ځانته جلب کړي، بناٌ قومي او ژبني تعصباتوته لمن وهل د دوی یوازینی کارت دی چې دوی پرې سیاسي لوبه ترسره کوي او عام خلک د خپلو شخصي ګټو قرباني کوي، د دغې لوبې اولني قربانیان او اصلي متضررین هماغه خلک دي چې دوی یې خپل قوم او همژبي بولي…….

نهم- د قدرت د جزایرو جوړول او د حکومت په مقابل کې بغاوتونه او د عمدي تخریبي اقداماتو تر سره کول:

د دې ټلوالې اکثریت رهبران د قدرت لیونیان او د مطلق العنان حاکمیت سرسخته پلویان وو، دوی چې چیرته هم حکومتي دنده درلوده، هلته یې خپل سرې محلي حکومتونه جوړ کړي وو او د مرکزي حکومت متابعت یې نه کاوه، کله به چې مرکزي حکومت پر دوی د قوانینونو او مقرارتو د تطبیق لپاره فشار راوړ، بیا نو دوی د مرکزي حکومت سره بایکاټ کاوه او د هیڅ نوع عمدي تخریبي اقداماتو څخه یې ډډه نکوله، ښه مثال یې عطا محمد نور وو، چې ځان ته د شمال امپراطور ویل او تر ډیره وخته د خپل قدرت د ساتلو په خاطر له حکومت سره په مقابله کې وو، داسې کړنې یقنینا چې د نطام جوړونې او قانون د حاکمیت په مقابل کې لوی خنډ وو او د لویو فرصتونو د ضایع کیدو اصلي سبب گڼل کیږي.

 لسم- د شمالي ټلوالې د رهبرۍ خپل منځي اختلافات:

حتا د« جهاد!!؟» د وخت نه د تنظیمونو په منځ کې د قدرت په سر اختلافات د ډیرو جنجالونو، مشکلاتو او جنگونو باعث گرځیدلي وو دا وضعیت پدې شلو کلو کې هم ادامه لرله، او د نظام د نه جوړیدو یو اساسي لامل همدا اختلافات وو، مثلا د دوستم او عطا نور اختلافات په شمال کې …

اوس نو، ووایئ آیا ستاسو په اند «شورای مقاومت ملی» د طالبي نظام د ځای ناستي لپاره یو مناسب بدیل شمیرل کېږي؟ 

هلیه مندیم د دې سوال په اړه خپل نظریات شریک کړئ.

1 COMMENT

  1. کله مې چې دا مطلب ته فکر شو لږ اوږد راته معلوم شو، ځکه اوس د مطالبو د ډېروالي له امله لنډ مطلب آسانه وی ، اما کله چې مې یو څو جملې ولوستې داسې حقایق او د سترګو لیدلې پېښې مې پکې پیدا کړل چې دافغانستان په مظلومو خلکو باندې په تېرو 30 کلونو کې عملا تېرې شویدي . د افغانانو واقعي تاریخ پاڼې په خورا خوږو کلمو او جملو کې په بېطرفه توګه بیان شویدي .
    هیله ده دا مطلب زمونږ ټول روشنفکره قشر او خصوصا تاریخ لیکونکي ، د ښوونځیو استادان او د علومو اکادمي څېړونکي ولولي او د افغانستان د معاصر تاریخ په لیکلو کې ترې اعظمي ګټه واخلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب