Homeخبرونهد پوليو ختمولو د هڅو بریالیتوب ؛افغانستان تېر کال يوازې يوه پېښه...

د پوليو ختمولو د هڅو بریالیتوب ؛افغانستان تېر کال يوازې يوه پېښه ثبت کړې

تاند( سې شنبه ، د اسد ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) په افغانستان کې د پوليو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د برياليتوب خبر ورکړی او ویلي،چې تېر کال د دغې ناروغۍ يا د ماشومانو د فلج کیدو يوازې يوه نوې پېښه ثبت شوې ده.

 ‏

اوچا د پوليو پر وړاندې مبارزه کې دا د افغانستان لپاره لویه او تاریخي لاسته راوړنه ګڼلې ده.

سرچینې زیاته کړې،چې په ۲۰۲۱ کې د دغو ثبت شویو پېښو کچه ۴ او په ۲۰۲۰ کې ۵۶ وه.

دغه نړیوال سازمان په دې مبارزه کې د افغانستان د پوليو ضدو فعالانو قربانۍ هم يادې کړي او ويلي،چې د روان کال په فبرورۍ کې د طالب واکمنۍ پر مهال د افغانستان ۸ واکسيناتوران،چې ۴ ېې مېرمنې وې، ووژل شوې.

اوچا ادارې په ورته وخت کې، په افغانستان کې د کولرا،‌سرخکان،‌ډنګي‌تبې‌ او کنګو مرضونو د زياتيدو خبرداری ورکړی.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې کلونو کې طالبان تر خپلو واک لاندې سیمو د پوليو واکسين د تطبيق په مخالفت او د کارکوونکو په وژلو او ګواښلو تورنیدل،خو اوس طالب چارواکي خلک خپلو ماشومانو ته د دغه واکسين د تطبيق لپاره هڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...