Homeخبرونهغزني کې سېلاوونو ۵تنه مړه کړي

غزني کې سېلاوونو ۵تنه مړه کړي

تاند( سې شنبه ، د اسد ۲۵ مه) ‏په غزني کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي،چې د سېلاوونو له امله په دې ولايت کې دوه ښځې او درې ماشومان مړه شوي.

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وایي چې پرون ناوخته د ګیلان ولسوالۍ په مطیع پُل سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر په سېلاوونو کې ایسار شوی چې له امله یې د دوو ښځو په ګډون دریو ماشومان ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو ورځو کې د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د سېلاوونو او نورو طبيعي پېښو خبرونه زیات شوي.

افغانستان سږ کال د طبيعي پېښو له کبله ډېر تلفات تجربه کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...