پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهفاکس نیوز: جمهوري غوښتونکي به جوبایډن د افغانستان د پریښودو په شرموونکي...

فاکس نیوز: جمهوري غوښتونکي به جوبایډن د افغانستان د پریښودو په شرموونکي قضيه کې وننګوي

تاند( سې شنبه ، د اسد ۲۵ مه) د امریکا مشهورې ټلويزيوني شبکې فاکس نیوز خبر ورکړی،چې د دغه هېواد د حکومت اپوزيسيون (جمهوري غوښتونکی ګوند) به د امریکا په ولسي جرګه کې د خپلو استازو په وسيله د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموريت د شرموونکي پای ته رسېدو په اړه ور غواړي او جدي پوښتنې به ورڅخه کوي.

فاکس نیوز په خپل رالېږل راپور کې د امریکا حکومت تورن کړی،چې له پوښتنو او شرمونو د ډک دغه پای ته رسیدلي ماموريت په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅې منحرفوي او په تېر یوه کال کې ېې په دې اړه هیڅ لازم وضاحت نه دی ورکړی.

فاکس نیوز د افغانستان د سقوط او د طالبانو د واک ته رسولو د معما په اړه وايي،چې تیر کال په دې ورځو کې سلګونه امريکايان او د ميلياردونو ډالرو پوځي تجهيزات او جنګي وسايل په افغانستان کې طالبانو ته پريښودل شول.

سرچينه زياتوي،چې د دغې شرمونکي ماتې د توجيه لپاره جوبایډن امریکایانو ته دا توجیه کوله،چې طالبانو ورسره د دوحې د سولې تړون کې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو او د افغانستان له خاورې د ګواښ نه رامنځته کیدو ضمانت ورکړی.

فاکس نیوز زیاتوي،اوس چې د القاعدې مشر د طالبانو تر ږيرې لاندې موندل شوی او وژل شوی، جوبایډن باید د دغې معاملې په اړه ځواب ووايي.

امریکايي ولسمشر په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. داسی ښکاری چی اوس امریکا تصمیم نیولی چی راتلوونکو ټاکنو کی ټرمپ او نانپلوسی د کانګریس مشره بیا ځلی د دواړو ګوندونوڅخه سیالی ته راووځی اوس دوی داخلی استخباراتو په ټرمپ تور پور کړ چی محرم اسناد په کور پیدا شوی ترڅو په راتلوونکو ټاکنو کی بریا چانس کم شی او بل طرف ګوند کوښښ چی بایډن د افغانستان مسئلی ګرم کړی مګر پدی هرڅوک پوهیږی چی تړون ټرمپ امضا کړ او ملامت بایډن شو، نو دوی کوښښ کوی چی پلوسی کامیابه کړی ترڅو د چین او جاپان چی ټول تخنیکی وسایل (صنعت یی) وړاندی روان دی غواړی چی جاپان او چین سره په جنګ واچوی ځکه په جاپان کی د امریکا نظامی آډه ده کچیری چین په تایوان برید کوی نو امریکا به د جاپان له نظامی آډه داسی ګټه اخلی لکه څرنګه یی چی د پاکستان څخه د افغانستان په وړاندی پدی ۴۵ او ۳۵ او ۲۰ او اوسنی امارت نظام کی ګټه اخیستی او اخلی.
    کیدای شی اوس امریکا د پاکستان له نظامی نه تنها د افغانستان په وړاندی د چین، ایران په وړاندی هم کار واخلی او همدارنګه امریکا کوښښ چی هند څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلی نو لدی وروسته به معلوم شی چی چین په تایوان برید کوی که نه؟
    اوس تازه (۱۰ -۲۰ اګست پوری) په تاجکستان کی د امریکا په شمول ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان او منګولیا په شمول هیوادونه ترمنځ نظامی مانور ترسره کوی ترڅو چین، ایران او روسیی ته خپل ملګری او زور ور وښایی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب