پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې د ط-انو ښاروال د ولايت ودانۍ ته مخامخ چوک...

په هرات کې د ط-انو ښاروال د ولايت ودانۍ ته مخامخ چوک په خپله نوم ونوماوه

تاند( سې شنبه ، د اسد ۲۵ مه) په داسې حال کې،چې د طالبانو له واکمنيدو سره دغې ډلې په مختلفو ولايتونو کې د اشخاصو په نوم د نومول شويو ډېرو مرکزونو نومونه بدل کړي، په هرات کې د طالبانو ښاروال حیات الله مهاجر فراهي پرون د دغه ولایت د والي د دفتر د ودانۍ مخې ته یو مهم چوک په خپل نوم نومولی دی.

 ځايي سرچینو ویلي،چې طالب ښاروال پر دغه چوک« مهاجر» نوم ايښی دی.

طالب چارواکو مخکې ویلي وو، چې سړکونه او چوکونه دې د افرادو په نومونو نه نومول کېږي.

طالب ښاروال د خپلې دې پریکړې دلیل نه دی روښانه کړی.

دا کار په ټولنيزو رسنيو کې د ځينو فعالانو له نیوکو سره مخ شوی دی.

1 COMMENT

  1. لنډی د بوچي کم نه دی.
    هغه نخرې چې تېرو حکومتونو کې د شمال ټلوالې او نورو کولې طالب به هوبه هو هماغه تکراروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب