پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې د ط-انو د اسیر کیدو ویډیو ته غبرګون؛مجاهد:هیڅ کومه نظامي...

پنجشېر کې د ط-انو د اسیر کیدو ویډیو ته غبرګون؛مجاهد:هیڅ کومه نظامي پېښه نه لرو

تاند( سې شنبه ، د اسد ۲۵ مه) د طالبانو د واکمنۍ عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،چې دوی‏په پنجشیرکې هیڅ کومه نظامي پیښه نه لري.

د هغه په وينا،هلته طالبانو ته د تلفاتو یا ژوندي نیولو ادعا حقیقت نه لري.

طالب ویاند زیاتوي:«دښمن په هغه موقف کې نه دی چې داسې څه وشي کولای.»

په پنجشېر کې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې د دغه ولايت په عنابه دره کې د طالبانو خلاف د پراخو عملياتو ادعا کړې ده.

يادې جبهې په يوه اعلاميه کې ويلي،چې دغه عمليات يې د پنجشېر په عنابه دره کې کړي.

سرچينه زياتوي،په دې عملياتو کې ۵طالب جنګيالي وژل شوي،۳ټپيان او ۴۰ نور اسیران شوي دي.

يادې جبهې په خپله ويب پاڼه کې د اسیر شويو طالب جنګياليو عکسونه او ویډیو هم خپاره کړي،چې د مقاومت ډلې له جنګياليو سره يو ځای ښودل کېږي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پرون د دې ډلې د بیا واکمنيدو په لومړي کليزه کې وويل:«هر هغه څوک چې د شر اوفساد ډلې تمویلوي، هغوی باید واوري چې دوی په دغه شومه اراده کې تر منزل نه شي رسېدای.»

په وروستيو کې د طالبانو د مخالفو سياسي او نظامي ډلو فعاليتونه او انسجام په ډېرېدو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب