شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپر افغانستان د بيا واکمنيدو کلیزه؛ط-الب مشرانو څه پکې وويل؟

پر افغانستان د بيا واکمنيدو کلیزه؛ط-الب مشرانو څه پکې وويل؟

تاند( سې شنبه ، د اسد ۲۵ مه) د طالبانو مشرانو او چارواکو په کابل کې د دوشنبې په ورځ پر افغانستان د دوی د دويم ځلي واکمنۍ لومړنۍ کليزه ونمانځله.

په دې غونډه کې د طالبانو یو شمېر چارواکو بېلا بېلې څرګندونې وکړې،چې دلته ېې د خبرو مهم ټکي وړاندې کیږي.

 د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وويل:« زموږ حکومت په ډېر کم وخت کې، په سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، پوهنې، لوړو زدکړو او نورو برخو کې ډېر مهم کارونه ترسره کړي او پرمختګ هم شوی دی.»

متقي زیاته کړه چې د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی، خو بې ثباتي یې د هېچا په ګټه نه ده او د دښمن ټول تبلیغات د خلکو په همکارۍ شنډ کړای شوي دي.

هغه یو ځل بیا نړیوالو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره هېڅکله، د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او پر هغوی یې غږ وکړ چې د افغانستان په چارو کې د مداخلې هڅې دې نه کوي او هم د پلمو لټولو او بې ځایه بندیزلګولو پر ځای دې له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.

 د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د ده په په ټکیو اشغالګرو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان فضا او ځمکه اشغال کړې وه او ډول ډول جنایتونه یې ترسره کړل، جوماتونه، مدرسې او د واده مراسم یې بمبار کړل او هغه وسلې یې وکارولې چې د نړیوالو اصول او قوانیو له مخې کارول یې منع دي.

هغه زیاته کړه چې د تېر نظام یو شمېر کسانو په لوی لاس اختلاس وکړ او د افغانانو په پیسو یې، په بهرنیو هېوادونو کې کورونو او جایدادونو واخیستل.

مولوي حنفي تور پورې کړ،چې د تېر نظام یو سوغات، په هېواد کې د روږدو کسانو زیاتېدل دي چې له بده مرغه نن شاوخوا ۵ میلیونه افغان په نشه يي توکي روږدي شوي چې له دې جملې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د څرګندونو له مخې؛ د (زمري ۲۴مه) هغو کسانو چې د ده په ټکیو د اشغالګرو لاس پوڅي او ملاتړي وو او په چور، اختلاس او فساد کې یې لاس درلود، یوه «توره ورځ» ده؛ خو مجاهدینو، آزاداي غوښتونکو او هېوادپالو افغانانو ته دا ورځ یوه «سپینه او د ویاړ ورځ» ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سر‍پرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه بیا ادعا وکړه،چې د دوی حکومت د بیان آزادۍ ته ژمن دی او د هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د خلکو او د افغانستان ملي ګټو لپاره کار کوي، نه د پردیو لپاره.

د طالبانو د دفاع سر‍پرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وویل:« که څوک ما په رسمیت پېژني او که له تور لېست مې لرې کوي او که نه، خو زما مسئولیت دا دی چې زه د ولس د هوساینې لپاره کار وکړم.»

ملا یعقوب مجاهد وايي: د بدخشان واخان د افغانستان د سر حیثیت لري، تر څو چې زموږ سرونه وي، واخان به هم وي.

د طالبانو د واکمنۍ عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد بيا وویل، چې د افغانستان دښمنان لا هم خپلو تبلیغاتو ته دوام ورکوي او هغو کسانو چې د افغانستان د خلکو د جهاد نوم بد کړ او د افغانانو د ټولو بدبختيو عاملان دي؛ اوس هم په شرارت لاس پورې کوي.

طالبانو په دې غونډه کې نه دي ويلي،چې له فقر، نړيوالې انزوا او بې سرنوشتۍ سره د لاس او ګریوان افغانستان د ژغورنې لپاره څه پلان لري او خلک یې کومو ژمنو ته په تمه اوسي.

1 COMMENT

  1. د طالبانو د بېشمېره لاسته راړنو د حقیقت!!!! د منلو! تر څنګ یوه بله څرګندونه:
    زه داسی احساس لرم چی:
    مرموزو کړیانو غوښته چی د ثور اتمه ( د مجاهدینو! د بریالیتوب! ورځ ) د ثور پر اوومه تر سره سی خو نورو مرموزو کړیانو ئې مخه ونیوله.
    همدارنګه
    مرموزونو کړیانو غوښته چی د طالب ، پنجابۍ – انګرېزۍ – امریکائی – چینائی پروژه یوه ورځ مخکی ( په چھودہ اگست ) بریالۍ سی خو نورو مرموزو کړیانو ئې مخه ونیوله.
    زموږ د ” جغرافیا ” پر دیوال د ” تاریخ ” ډیری ناښکلی ناښکلی نقاشۍ کښل سویدی او د تاریخ ( نېټې ) سره هم جفاکارانه لوبی سویدئ.
    د خپلواکۍ نېټه مو د اسد ۲۸ وه خو سلطنتی دستګاه د سنبلې په میاشت کی لمانځله ( شاید منظور ئې دا ؤ چی د خپلواکۍ د جشن د لمانځونکو خولې د خټکی او هندوانې په خوړلو خوږې او د اسد د خوږوالی احساس ونکړی ( البته دا به طنز وی وی ) خو معلومه نه وه چی شاهی دستګاه ولی او د چا په دستور دومره پراخ ملی انحراف ته لاس ور اچولئ ؤ.
    د سرطان د ۲۶ د اووښتون وروسته ( څلور پنځه کلونه ) خو اصلاً د اسد اته ویشتمی د یو خوش خیم سرطان حیثیت درلود.
    د ثور اوومی ( غوائی ) هم د تکبر او غرور له مخی ځان تر ” اسد ” غښتلئ او ګړندی ګاڼه.
    اصلاً
    څه کم سل کلونه د اسد اته ویشتمه د سیاسی غوبل په میدان کی په غُبار بدله سوه.
    نو
    طالب جان زویه!
    دې د عبرت او حیرت د نقاشی یا نقاشیو دیوال ته یو ځل سترګی ور واړوه او ننداره ئې وکړه ممکن د تکبر او غرور او لافو او باټو غاطره دی لږ غوندی وتوریږی او دا تورېده ستا د تفکر او اعمالو د تجدید نظر لامل وګرځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب