یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهامریکا د ظواهري له وژلو وروسته د افغانستان د شتمنیو د ورکولو...

امریکا د ظواهري له وژلو وروسته د افغانستان د شتمنیو د ورکولو پرېکړه واخیسته

تاند(سې شنبه، د اسد ۲۶ مه) نیویارک پوسټ ورځپاڼه وايي، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته سپینې ماڼۍ پرېکړه کړې چې د افغانستان بانک ۷ میلیارد ډالره شتمني طالبانو ته ورنه کړي.

تر دې مخکې امریکا له طالبانو سره موافقې ته رسېدلې وه چې د افغانستان د دولت شتمني دغه هیواد ته بېرته وګرځوي.

نیویارک پوسټ ورځپاڼه د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې وايي، د بایډن د ادارې دا پرېکړه په کابل کې د طالبانو حکومت ته په دې خاطر یو بل لوی ګوزار دی چې د افغانستان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته میلیونونه افغانان له لوږې او د طالبانو له سختو مقرراتو سره مخامخ دي.

ظواهري د جولای په ۳۱ مه د کابل په شیرپور کې په داسې حال کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو چې د یوې لوکسې ودانۍ په تراس کې ناست و. د نوموړي وژل کېدا د دې نښه وګڼل شوه چې القاعده شبکه یو وار بیا افغانستان ته ګرځېدلې ده.

تېر ځل د طالبانو حکومت، چې په ۲۰۰۶ کې واک ته ورسېد او په ۲۰۰۱ کې وپرزول شو، د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د ساتلو په خاطر د امریکا او نړیوال ايتلاف له پراخ یرغل سره مخامخ شو.

امریکايي رسنۍ وايي چې ظواهري د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو او همداراز د ۲۰۰۰ کال په اکتوبر کې د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګي بېړۍ په بمي برید کې اساسي رول درلود.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ځانګړي استازي ټام ویسټ په قول ویلي:«موږ په لنډ وخت کې د افغانستان بانک د شتمنیو د بېرته ورکولو امکان نه وینو. موږ باور نه لرو چې دا اداره (د افغانستان بانک) خوندي ده او هلته دې وڅارل شي.»

د ورځپاڼې له مخې، سپینې ماڼۍ پتېیلې چې د افغانستان ۷ میلیارد ډالره کنګل وساتي او په عین حال کې له طالبانو سره خبرې بس کړي.

تر دې وړاندې په وروستیو کې ټام ویست په دوحه او ازبکستان کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د افغانستان د شتمنیو په شمول مفصلې خبرې کړې وې او داسې هیله پیدا شوې وه چې د افغانستان بانک شتمني دغه بانک ته بېرته وسپارل شي.

2 COMMENTS

  1. سمه ده چې هېوادوال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس وګرېوان دي، خو دا ښه وشول چې امريکا بيرته را پرېکړه واخېسته چې شتمني ايساره کړي. ځکه دا وېره سل په سلو کې شته چې د پاکستان لاس ته لوييږي او په يو چل نه په يو چل يې له طالبانو څخه ګوتو ته کوي چې افغانستان لا بله سخته اقتصادي ضربه ورسوي. بد نام خو يې کړل، خو چې لږ تر لږه دا پانګه خو پاتې شي او د پاکستان لاسته ورنه شي.

  2. که د افغانستان بانک پانګه آزاده شوې وای، ممکن ټالبانو په خپلو منځونو کې وېشلې وای او په خپل پلارني وطن پنجاب کې یې سرمایه ګذاري کړې وای. هسې هم نړیوالې مرستې خورانو او غریبانو ته نه رسیږي ، د افغانستان د دولت دستګاه یواځې د ټالب او د هغوی د خواخوږیو په انحصار کې ده . ملي کدرونه ، هغه ځوانان چې د لوړو زده کړو تحصیلي اسناد لري ، په هېڅ صورت سره د ټالب له خوا د دولت په دستګاه کې د کار کولو اجازه او صلاحیت نه لري . د جمهوري دولت د ملي اردو او نورو مسلحو قواوو ډېر کم افسران او سربازان د دولت په چوکاټ کې پاته دي . بنا د ملت امانت باید وساتل شي . یا به ټالبان ځانونه اصلاح کوي ، ملي، افغاني او اسلامي فکرونو سره به ځان عیاروي او یا به همداسې د پنجاب امر او قوماندې ته غاړه ږدي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب