پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+زما زړه په کابل کې و/ فرشته جلالزۍ

زما زړه په کابل کې و/ فرشته جلالزۍ

د کابل د سقوط یو کال پوره سو.
نن سهار مې وراره راته ویل چې جادو یې زړه کړی دی.
ما ته یې ویل چې سترګې پټې کړم او یو شی وغواړم.
د ملامحمد حسن اخوند خبره را یاده سوه چې وايي، “چیشي غواړئ!”
ظاهراً، زه بیخي ډېر شیان غواړم.
غواړم چې ۲۰۰۶ لمریز کال سي،‌ زه په کابل کې یم او ښوونځي ته ځم او د ښوونځي په لاره کې مې ملګرې سایره راسره وي، د مکرویانو په مارکېټ کې یو برګر واخلو، سره نیم یې کړو او د برګر فروش په دوکان کې هندي‌ فلم تحلییل کړو، پردې خبرې وکړو چې د کومې نجلۍ کالي ډېر ښه دي‌، هلک یې ښکلی دی که نه دی، او که مثلاً په موږ کې یوه په داسې حالت کې وه  کومه فیصله به یې کوله.
خو وراره مي واي، ډونټ کامپلیکېټ تنګس! وايي مسایل مه پیچلي کوه،‌ یو څه وغواړه چې په ګذشته کې نه وي.
ورته وایم، زما د وجود یوه برخه په ګذشته کې راڅخه پاتې ده.
خو کوچنی دی،‌ نه پوهیږي.
د کابل د سقوط په وخت کې دی هم په کابل کې و.
کله چې میدان ته د تګ خبري کوي، په ژړا شي، ډېر جزییات نه سي ورکولائ، احساساتي کیږي.
د کابل د سقوط په اړه خبرې نه ورسره کوو، هڅه کوو چې هېر یې سي.
نه پوهېږم ولې داسې وسول؟
ما ته د کابل د سقوط شمیم پخوا لا را الوتی و.
د امریکا څلورڅلوېښتم ولسمشر، بارک اوباما په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې رېچرد هولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل.
د امریکا د نشنل پبلک راډیو په حواله، رېچرهولبروک د کار پیل د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر پر جوړولو کار پیل کړی خو رسنیو ته یې خبرونه په لږ څه ځنډ را ورسېدل.
د هولبروک سلاکار او دسیمې پېژندل سوي څېړونکي، بارنت روبن د امریکا نشنل پبلک راډیو د پوډکاستونو په ځانګړي سلسله کې چې د (This American Life)‌ نوم خپرېدل، ویلي و چې دی دوحې ته تلل او د دفتر د پرانیستلو کار یې څارل.
یوشمېر کسان پر بارنت روبن تور پوري کوي چې د پاکستان پلوي کوي‌.
خو ما کله مخامخ په دې اړه خبرې نه دي ورسره کړې.
المهم: په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ میلادي کال کې رسماً پرانیستل سو.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بارک اوباما چې د امریکا ولسمشر و اعلان وکړ چې خپل عسکر له افغانستانه باسي.
دې دواړو خبرو د کابل پر دوام زما شک زیات کړ.
امریکايي جنرال مارک مککنزي په خپله تازه مرکه کې ویلي، په وروستیو شپږو کلونو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه پوځي او سیاسي متفاوت نظرونه موجود ول. خو وايي د ده لپاره یوه خبره واضح وه او هغه دا چې که ټول ځواکونه ووزي،‌ کابل سقوط کوي.
سقوط ما ته هم ډېر ممکن معلومېدل.
هر وخت چې به د افغانستان د یوه ولایت عسکرو ویل چې په وچه ډوډۍ روژه ماتوي، معاش نه ور رسېږي، په جبهه کې د خپلو ملګرو مړي د هغوي‌ تر کورنیو نه شي رسولائ او زخمي په جبهه کې پروت وي خو الوتکه چارواکي ځان ته ګرزولي وي، د کابل سقوط په اړه زما وېره هغومره حقیقت ته نږدې کېدله.
په کابل کې د دوو سرونو حکومت به هغه پخوانۍ خبره را یادوله چې وايي: دوې سوې سره بنې د ابۍ ګوډی یې … !
کله کله به مي په احتېاط له ملګرو پوښتنه وکړه چې که امریکا ټوله ووتله نو حکومت به سقوط کوي؟
افغانان هم عجیب خلک نه دي؟
هر یو ځان ته کارپوه نه وايي؟
هر یو یې په خپل سر نه ډنګوي؟
اکثر چې کله خبرې پيل کړي تر پایه چې رسیږي له سړي لوری ورک سي‌ چې دا یې څه راته وویل.
ډېر واره له داسي کسانو سره مخامخ سوې یم چې ساعت خبرې وکړي خو  سړی فکر کوي چې دا یې څه وویل؟ لکه باد چې الوتی – را – الوتی وي، هېڅ یې نه وي ویلي.
چا نه راسره منله چې امریکایان به له افغانستانه ووزي .
د اشرف غني په حکومت کې زما داسې څوک نه را یادېږي چې د ټولو امریکایانو له وتلو به یې تشویش ښوودلی وي.
د حامد کرزي مشهوره خبره ستاسو په یاد ده چې ویل یې “امریکا از افغانستان بیرون نه میشه، قرار بیشینین!”
ولسي خلکو ته دا نظر چارواکو  ورکړی و چې امریکاييان نه وزي.
خو ما ته د خلکو په دې امېد کې کذب معلومېدل، داسې احساس به مې کول لکه اوبو وړي‌ چې د اوبو د سر پر څګ دلاس تکیه کولو هڅې کوي.
دا په دې معنی نه ده چې زه ځان په سیاسي مسایلو کې ډېر هوښیار ګڼم.
نه داسې نه ده.
اصلاً، زه په عمومي ډول د مسایلو په اړه د زیات احتیاط تر حد یو څه ور اوړم او د بد بینې تر پولې رسېږم.
ژر اعتماد نه سم کولائ.
ښايي زموږ د وطن شرایط همداسې ول چې زه د تاوان او د مسایلو په اړه بدبینۍ ته زیات تمایل لرم.
به هر حال، فکر کوم حتماً د امریکایانو ګټه په همدې کې وه چې له افغانستانه ووزي.
د امریکا پخواني ولسمشر، دونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له طالبانو سره د یوې موافقې په اړه رسمي خبرې پیل کړې او  په  ۲۰۲۰ میلادي کال کې د فبرورۍ په ۲۹ طالبانو او امریکا د سولې موافقه وکړه.
په هغه ورځ ما خپل قلم پر مېز واچول او زما لپاره کابل سقوط سو.
افغانستان په هغه ورځ‌ زموږ له لاسه وتلی و.
یوازې ۵۳۳ ورځې انتظار پاتې و.
د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګست تر څوارلسمې، هر وار چې به مې په کابل کې خبرې کولې، یوه کیسه وه او هغه دا چې پلاني ریس هم کډه ترکیې ته بوتله، پلاني‌ ريس په ترکیه کې کور اخیستی .
خلکو ورته کتل چې چارواکي تښتي، ډېرو کسانو تر خواښيانو او خسرانو پورې ترکیې ته انتقال کړي ول.
د ارګ یوه پخواني مامور ته مې ویل، د حکومت مشرانونه لیدل چې چارواکي ترکیې ته منډې وهي‌ را وهي او سرمایې انتقالوي؟
ملګري ویل، پوهېدل چې سقوط کوي، خو داسې فکر و چې دوې میاشتې وخت لا سته، نو د اګست په څوارلسمه سپرایز سول.‌
د اګست په څوارلسمه ، د شنبې  ورځ وه.
زه ټوله ورځ‌ په کور کې وم.
کابل ته مې مسجونه کول.
فکر مې کول چې ښايي‌ په دې ډول د چا فکر بل لور ته کولائ سم .
مثلاً، دومره مصروف چې د کابل په سقوط خبر نه سي.
کور ته مي زنګ ووهل، مور مې تللې وه بازار ته چې جارو واخلي.
خور ته مي ویل په دې ورځ‌ څوک جارو اخلي؟
راته ویې خندل،‌ وايي هو په موږ پسې یې جارو راخیستی دی، خداي به مو سپیره کړي.
تر سهاره د وټس اپ مسجونو ته کښېنستم.
داسې احساس مې کاوه لکه که زه ویده سم قیامت به راسي.
خو په ويښه مې څه کولائ سوائ؟
د خپلې خونې تر کړکۍ مې شپې ته کتل.
سوکه سوکه یې تاریکه زیاتېده او  لا پخېده.
کابل ته مې فکر کاوه !
خپل د خبریالۍ سفر مې صحنه په صحنه تر سترګوتېرېدل.
لکه په ذهن کې چې مې فلم چالان وي.
د ۲۰۱۴ زېږدیز کال انتخابات مې را یاد سول، څومره منډې مو وکړې.
د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو ترمنځ لومړۍ مناظره موږ تنظیم کړه.
د افغانستان په تاریخ کې اول وار یوه ولسمشر د ټاکنو له لارې واک بل ولسمشر ته له سلاح او کودتا پرته تسلیم کړ.
په هغو ورځو کې چا خوب کاوه؟
زموږ په سټډیوګانو کې به وار نه کېدل، هر چا به هڅه کوله چې تر بل مخکې خبر ولولي، ژر یې ولولي، ښه يې ولولي.
د خوست اوسیدونکی جواس خان مې را په یاد سو چې موږ د کال د غوره شخصیت نوم ورکړ.‌
د انتخاباتو په ورځ‌ د جواس خان لور مړه سوې وه. جواس خان د دې لپاره چې خلک په جنازه کې مصروف نه سي‌ او د ټاکنو بهیر کمزوری نه سي، د لور مړی په کور کې پټ ساتلی و.
د اباد او ازاد افغانستان لپاره د جلوس خان هیله تر دومره زحمت وروسته له صفر سره ضرب سوه؟
ولي؟
څومره له امېدونو او مایوسیو ډک سفر و!
څومره خلک ووژل سول؟
څومره پکښې زما ملګري او همکاران و؟
سباوون کاکړ، دواخان مینه پال، محرم درانۍ، عبادالله حنانزی، پرویز نجیب ، الیاس داعي…
پر خپله مور مې فکر کاوه په داسې ورځ د جارو په اخیستلو پسې تله؟
د  خور خبره مې سمه ویل یې مه یې ملامتوه، دلته له خلکو لاره ورکه ده.
بلاخره سړی څوک ملامت کړي؟
د اګست د ۱۵مې په غرمه کې کابل طالبانو نیولی و.
له خپله زړه مې پوښتنه وکړه: اوس به څنګه کېږي؟
زړه مې په غرمه کې ویده و.
له هغه راهیسې زما او زما د زړه ترمنځ د ورکې یو لوی واټن  پروت دی.
له ما لاره ورکه ده.
خداي خبر چې څه به کېږي.
خو د طالب پښې به څرنګه پر هغه خاوره تکیه کېږي چې د کاکړ ، د واخان، درانۍ او نجیب په وینه رنګ ده؟

4 COMMENTS

  1. ښايسته دې ټول ټوپيک سره غونډ کړی ډی. زه وايم چې د يو لوي ناول پلاټ په لاس کې درسره دی. بسم االله پر باندې وکړه‌‌.

    • په سوره رعد کې الله فرمایی:
      وکل شی عنده بمقدار . ستا لیکنه دمقدار په کیفیت کې دیوه سمپل په توګه راڅرخی نوځکه سیاسی ،عرفانی او طنزی ښکلا ورسره ملګرې ده هو کم ګفتن ،کم خوردن، کم خوابیدن ودیرخفتن ګټې لری ستا پاملرنه لاندې کلیماتو ته راغواړم:
      تحلیل
      جزیات
      مکنزی
      ووځی
      دوه سری حکومت
      ګام په ګام
      تېرېده
      کاوه
      پرمېز واچوه
      کور ودان قلمی هنر دې مه پرېږده.
      هو! سړی څوک ملامت کړی که افغان خبله ملامتی ومنی

  2. افتاب صاحب، یو جهان مننه !
    مومند صاحب، ژوندی اوسې!

    شریف زاد صاحب ، ډېره مننه . ستاسو اشاره سل په سلو کې سمه ده. زما مجبوریت دا دی چې کله یو متن له سره ولولم بیا محتوا راڅخه خرابیږي. زما هره لیکنه چې زما دلته چاپ سوې، ما په ايمرجنسي کي ليکلې ده ځکه زه په کراري کي شی نه سم لیکلائ. خو بیا چاپ ته يې حتمي په نظر کې نیسم. د هنديانو په وینا (عادت سے مجبور…) .
    سلام سلام سلام !
    ف

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب