یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط-انو يو کلنه واکمني؛د فساد د سل په سله ختمولو او...

د ط-انو يو کلنه واکمني؛د فساد د سل په سله ختمولو او د نړۍ د تر ټولو پاکې حکومتولۍ ادعا کوي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۲۴ مه) ‏د طالبانو د چارو ادارې لوی رییس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د ماليې وزارت د اداري معین په توګه د حمدالله زاهد په نوم د یوه ملا د معرفۍ په مراسمو کې ادعا کړې،چې د طالبانو د ادارې په یو کلنه واکمنۍ کې اداري فساد‌ د سره نه دی شوی .

‏نوموړي وویل:« په تیرو وختونو کې افغانستان د اداري فساد له امله په نړۍ کې لومړی یا دوهم مقام درلود، خو زموږ په راتلو سره فساد او رشوت له منځه تللی او که چیرې سروې وشي، زموږ حاکمه اداره به د نړۍ په کچه یوه پاکه اداره وي.»

‏د طالبانو دغه مقام د طالب فکره ملایانو له لوري د افغانستان د انحصار او تېښتې ته د مسلکي کادرونو د مجبوريدو نیوکو ته هم غبرګون ښودلی.

نوموړي ويلي:« دا ناشونې ده چې څوک دې د حکومت په کابينه کې د واسطې، رشوت او يا هم بل چا پر اشاره پر ځاى شي، د کابینې غړي د وړتیا، شفافیت او ښې مخینې له مخې د خلکو د خدمت لپاره ټاکل کیږي.»

‏د طالبانو د چارو ادارې رييس دا ادعاوې په داسې حال کې کړي،چې يو شمېر خلک د طالبانو له واکمنيدو سره د اداري فساد د تر بل هر وخت زياتېدو ادعا کوي.

د دوی په وينا، هیڅ امکان نه لري چې څوک په تور بازار کې له سلګونو ډالرو ورکولو پرته پاسپورټ واخلي،حقوقي قضيه ېې د طالبانو په محکمو کې بې پيسو حل شي او یا له جنګي او طالبي سابقې يا د دغې سابقې د جعلي اسنادو په برابرولو له پيسو ورکولو پرته څوک پر ډېرو عادي دندو مقرر شي.

طالبان بيا په دې اړه تورونه بې بنسټه بولي.

2 COMMENTS

  1. که فساد یوا‎ځی د پیسو غلا او چور ته وویل شی ، نو بیا چه پیسی نه وی، نو څه به غلا شی ، او که فساد نور بخشونه لکه د انډیوالی او شناخت له لاری مقرری ، بی د اسنادو او مدارکو د خلکو مقرری ، کار اهل کارته نه سپارل ، بیا خو دوی تر سره پکی پټ دی ، ایا دوی هیڅ شی نه وینی ؟ او که ملایانو هم په دروغ ویلو پیل وکړ

  2. همدا اوس په کابل او نورو ولايتونو کې رشوت اخېستل کيږي.
    دوی له خپلې سومبۍ خبر نه دي چې څه روان دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب