شنبه, فبروري 7, 2026
Home+د خوب ګولۍ مو په سرطان اخته کوي

د خوب ګولۍ مو په سرطان اخته کوي

داکتر رحیم

روغتیايې کارپوهان او څیړونکي وایي، په ټوله نړۍ کې په لکونو هغه انسانان چې د خوب ګولۍ استعمالوي، د سرطان او تومور په څېر پر وژونکو ناروغیو اخته کیږي.

د دې څیړنې پر بنسټ چې د بریتانیا، فنلنډ او ناروې روغتیايي کارپوهانو کړې، د خوب ګولۍ د انسان پر روغتیا منفي اثر کوي او په بدن کې د مختلفو ناروغیو میکروبونه ژوندي کوي.

څېړنې ثابته کړې، د خوب ګولۍ، که تر اندازې طیاتې وخوړل شی، په بدن کې د سرطان تولیدوونکي حجرات خپروي.

د روغتیايي څیړونکو په خبره، د ۳۰۰۰۰ خوب ګولۍ استعمالوونکو کسانو له څیړلو وروسته معلومه شوه چې د خوب ګولۍ انسان د خولې، پوزې، ساه اخیستو نل او سږو پر سرطان اخته کوي.

د څیړونکو په خبره، هغه کسان چې په زیاته اندازه او د اوږدې مودې لپاره د خوب ګولۍ استعمالوي، د هغوی د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کیږي او ډېر ژر پر مختلفو ناروغیو اخته کیږي. هغه کسان چې په دوامداره توګه په اونۍ کې دوه ځلې د خوب ګولۍ استعمالوي، په هغوی کې پر سرطان د اخته کیدو خطر نسبت عامو خلکو ته ۲.۵ سلنه زیاته وي.

خو له دې سره سره د سرطان د عواملو په اړه ګڼ شمېر دلایل وړاندې شوي خو تراوسه پورې په کره ډول نه شي ویل کېدای چې کوم شیان په رشتیا د سرطان سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...