یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتوره که سپينه ورځ؛بې جمهوريت شوي افغانستان تېر کال له امارتي حاکميت...

توره که سپينه ورځ؛بې جمهوريت شوي افغانستان تېر کال له امارتي حاکميت سره څنګه تیر کړ؟

تاند( دوشنبه ، د اسد ۲۴ مه) ‏نن (د اګست پنځلسمه) د افغانستان د جمهوري نظام د پرزېدو او د طالبانو د واک ته رسېدو له لومړۍ کلیزه ده.

افغانان د دې ورځې په اړه ګڼ قضاوتونه لري.

طالب پلوي یې له امريکا،متحدينو او د هغوی له افغان ملګرو څخه د افغانستان د خلاصون او د دوی په ټکيو دلته د «اشغال» ختمولو سپينه او د دوی د فتحې ورځ بولي.

طالبانو د خپل بري په ویاړ نن عمومي رخصتي اعلان کړې او غواړي چې دا ورځ د بري د ورځې په توګه ولمانځي.

طالبان په افغانستان کې د وينې توييدو او جګړې پای ته رسیدل، د قدرت جزیرو، فساد او بې عدالتۍ ختميدل او د دوی په ادعا د يوه سوچه او په نړۍ کې د بېساري سوچه اسلامي حاکميت ايجاد په تېر یوه کال کې خپلې لویې لاسته راوړنې ګڼلي دي.

بل لور ته: منتقدان یې دا ورځ د جمهوریت او ولسواکۍ د پای ته رسېدو او په خبره یې د پاکستان د «اشغال» توره ورځ بولي.

 د دوی په باور طالبانو خپلې ټولې ژمنې چې له امریکا او افغانانو سره یې کړې وې، تر پښو لاندې کړي، افغانان یې له بشري حقونو، په تیره بیا ښځې له خپلو حقونو محرومې کړي او له افغانستان څخه یې د تېرو ۲۰ کلونو بریاوې اخیستي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د واک یوې کلنې دورې ته په اشارې ویلي چې په دې موده کې مرګ ژوبلې د پخوا پرتله کمې وې خو نور هر څه منفي و.

 پخواني ولسمشر ویلي:«تعلیم یافته افغانان هره ورځ له وطنه وځي” او تر خوا یې اقتصاد په “ډېر بد حالت” کې دی.»

حامد کرزي د افغانستان د حکومت سقوط هم “لویه ضایعه” بللې ده.

پرون د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن د طالبانو د حکومت د لومړۍ کالیزې په درشل کې وویل، طالبان نه دي توانېدلي چې په هیواد کې یو پراخ بسنټه سیاسي نظام جوړ کړي.

نیکلسن ویلي، طالبانو تېر کال د قانوني حکومت په پرزولو د څو لسیزو جګړو د پای ته رسولو په اړه خپلې ژمنې ماتې کړې خو د یوه پراخ بنسټه سیاسي نظام په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

د اروپايي اتحادیې د ځانګړې استازي په وینا طالبانو د افغانانو له غوښتنو انکار کړی او د ښځو د ټولنیزو او اقتصادي ازادیو په محدودولو یې د هغوی د بشري حقونو سخته سرغړونه کړې ده.

د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو ډېرو نورو منتقدینو طالبان په دې هم تورن کړي،چې د افغانستان ملي يووالی یې له خطر سره مخ کړی.

له افغانستان څخه د سلګونه زره کسانو،په خاص ډول مسلکي کادرونو وتل، بیساری اقتصادي او بشري ناورين او وزګارتیا چی اصلي دليل ېې د نړيوالې ټولنې له لوري د طالبانو د ادارې نه په رسميت پيژندل او له دې کبله افغانستان سره د ډېرو بشري او نورو نړیوالو مرستو ځنډېدل ګڼل کېږي،د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان د تېر کال د عمومي بدلون نور مهم اړخونه دي.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو بیرته پیاوړتیا،په کابل کې د القاعدې شبکې مشر ته پناه ورکول او وژل کیدل ېې،په پکتیکا کې د پاکستان د تحريک طالبان د مشر خالد عمر وژل کیدل،پر افغانستان د پاکستان مسلسل بریدونه او پر وړاندې ېې د طالبانو خاموشي او په ټوله کې لسیزې مخکې منزوي او فقیر حالت ته د افغانستان ستنیدل هغه سترې نيوکې دي،چې پر طالبانو کيږي.

طالبانو،چې حکومتي دستګاه یې ټوله انحصار کړې او پر خپلو جنګياليو او نفوذي کسانو وېشلې،د افغانستان د وضعيت د ژر ښه کیدو،د نجونو د تړلو ښوونځيو د ژر پرانيستو او نورو مسايلو د ژر حل ژمنې کوي،خو د ژمنو په نه عملي کیدو ېې خلک نیوکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب