یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسپنتا: افغانستان د پاکستان له لوري اشغال شوی

سپنتا: افغانستان د پاکستان له لوري اشغال شوی

تاند( دوشنبه ، د اسد ۲۴ مه) ‏د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا وايي، چې د طالبانو له واکمنولو سره افغانستان د پاکستان له لوري اشغال شوی.

نوموړي د جمهوري نظام د سقوط د لومړۍ کلیزې په مناسبت ویلي،چې طالبانو پر افغانانو استبداد او بې قانوني حاکمه کړې،ملت یې بې برخليکه کړی او وږی کړی،د‌ ښځو حقونه ېې سلب کړي،کادرونه او لوستي خلک یې هېواد پريښودو ته اړ ويستي،قومي تبعيض ېې رامنځته کړی او د افغانستان د کانونو چور او تالان روان دی.

نوموړي په افغانستان کې د پاکستان اوسني رول ته په اشارې سره ویلي،چې دغه هېواد له نیمې پېړۍ راهيسې د افغانستان د دولتي نظامونو او ملي بنسټونو د ختمولو لپاره کار کوي.

سپنتا په تېر یوه کال کې د بشري حقونو،بیان ازادۍ،مدني ټولنې، ولسواکۍ او نورو ارزښتونو د نابودۍ يادونه کړې او له افغانانو یې غوښتي،چې د تېرو دوو لسيزو د دفاع وړ ارزښتونو د بيرته حاکمولو لپاره د مبارزې رسالت تر سره او سره منسجم شي.

څه موده مخکې د افغانستان پخواني صدراعظم عمران خان،چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنولو پر وخت په قدرت کې و، ويلي وو چې په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره د پاکستان خپله اداره ده او د پاکستان اوسنی حکومت ېې نه باید ناراضه کړي.

طالبانو بیا د پاکستان د لاسپوڅي توب تورونه رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب