یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفرهاد دریا: افغانستان هره ورځ لسيزې شاته بیول کیږي،خو باورمن اوسئ چې...

فرهاد دریا: افغانستان هره ورځ لسيزې شاته بیول کیږي،خو باورمن اوسئ چې بيرته ازاديږي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۲۴ مه) ‏د افغانستان مشهور ملي هنرمن فرهاد دریا،چې افغانستان د طالبانو په لاس د پاکستان له لوري اشغال شوی ګڼي او څه موده مخکې ېې د «من سرود خواهم خواند بار بار ازادی» مشهوره سندره هم وويله،افغانانو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان په بیرته پر پښو دريدو او ازاديدو یقین لري.

نوموړي د افغانستان د بې نظامه کیدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت په يوه ليکنه کې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو سلبيدو ته په اشارې سره وویل،چې ښځې طالبانو ته نه تسلیمیږي او نه بیعت ورسره کوي.

هغه طالبان د پاکستان لاسپوڅي ګڼلي او په کونړ کې یې د پاکستان وروستي بمبار ته په اشارې ویلي،چې طالبان د افغانستان د ازادولو له ادعاوو سره په خړو سترګو او کږو ورمېږونو د افغانستان د بمبارۍ سيل کوي او لږ تر لږه غندلی یې نه شي.

د افغانستان دا مشهور هنرمن زیاتوي،چې افغانستان هره ورځ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لسيزې شاتګ او د جهالت د دورې اصول تجربه کوي.

د فرهاد دریا او د طالبانو د ډېرو نورو مخالفانو ورته څرګندونې په داسې حال کې دي،چې طالبان نن د افغانستان د نظام پرزولو کلیزه د استقلال د ورځې په نوم نمانځي او په ټول هېواد کې ېې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

3 COMMENTS

  1. هغه کابلیانې چې مخ کې یې ستا … خدمت په کابل کې کاوو اوسې یې هم په خارج کې او کولی یې شي ! تاسو رزیلانو دا مذهبي لېونیان راو ستل چې اوس نه پوهه او نه علم شته !!

  2. د یو پښتون او افغان په حیث د تالبانو بی ننګه او د پستۍ او پیغورونو ډکی کړنی می هره ورځ ځوروی.
    هیڅ یو پتمن پښتون او افغان د نجونو او ښځو سره داډول نارواسلوک نه شی کولی او نه به ورته خپل وجدان اجازه ورکړی. دا خو پریږده چی د لارو کوڅو په سر يی په لرګو او کونداغونو ووهی.
    هریو افغان باید ددې وحشت او تور جهالت په خلاف خپل غږ پورته کړی او عام ولس راویښ کړی چی افغانستان له دی بدبختۍ وژغوری او نسلونه مو د تیارو کندو نه بچ شی.

  3. دردمند افغانه ! ددواړو دمخ ورک شي ځينې یې مذهبي لېونیان دي او ځينې نور یې غواړي چې خارج ته لاړ شي نو څکه په لسو کې ۸ درواغ دي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب