د اګسټ د میاشتي پر دیارلسمه، په مطبوعاتو کي رپوټونه او ویډیوګاني خپرې سوې او ویل یې چي د جوزجان ولایت په کوم کلي کي پېریانانو د خلکو کورونو ته اورونه اچولي او د کلي اوسېدونکي یې تېښتي او د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور کړي دي. یوه سړي خو په یوه ټلفوني رپوټ کي ویل چي طالبانو پر دغو پېریانانو باندي ډزي هم کړي دي خو پر هغوی باندي مرمۍ اغېزه نه کوي. یو ځل مي جهان ته وکتل او بیا مي، د یوویشتمي پېړۍ په دریمه لسیزه کي، د خپل بېچاره قام جهالت ته وکتل او د ا غزل مي ولیکل:
ماته مو بېړۍ ده له توپان سره به څه کوو
مځکه به کړو خپله له اسمان سره به څه کوو
تا په تور او سپین جادو قرنونه غولولي وو
وایه مُلاجانه له پېریان سره به څه کوو
تا خو د یاجوجو له نکلونو بېرولي وو
اوس د کوه قاف له تُرابان سره به څه کوو
موږ له آدمزاده څخه شل میدانه وړي دي
تېغ ورته عاجز دی له شیطان سره به څه کوو
نن د ښار وګړي د مُلا د منتر نذر دي
عقل چي پردی سي له زمان سره به څه کوو
شپې مو په کلونو د رڼا په هیله ستړي کړې
نه چي سهار کیږي له آذان سره به څه کوو
مړې که دا ډېوې کړو میخانې که خلوتونه کړو
شرنګ د ربابونو له مغان سره به څه کوو
موږ له خپل نصیبه له وزر سره راغلي یو
تورو پنجرو کي له زندان سره به څه کوو
ښار دي جهاني د تورتمونو غېږ ته مخه کړه
دې د ابوجهل له جهان سره به څه کوو. د ۲۰۲۲ کال د اګست څوارلسمه، ویرجینیا.
عثماني صاحب: د پېری د وييني جمع پېرانان او ېا پېرانيان د لويديڅي پښتو مروجه جمع ده.
له ګربت صاحب نه مننه ، مونږ فکر وکړ چې له جهاني صاحب نه قلمي اشتباه شوېده او د شعر دا برخه یې لږ بدرنګه کړې ده . داسې چې تاسو د ټولې سیمې محلې لهجه کې دا معمول بولئ ، مونږ ئې هم د محلي لهجې په شکل درسره منو.
د هری حجرې هر مجلس خوږ او تود نه وی، ممکن ځینی وخت د یوې حجرې مجلس دومره یخ او سوړ وی چی د ناستو کسانو د ذُکام لامل ګرځی ( خدای دی نکوی چی زما ساه به د ناستو کسانو یعنی ګرانو لوستونکو د ذُکام سبب سی ).
ما تر اوسه د جهانی صاحب پورته نظم نه دئ لوستئ ( ممکن وروسته ئې ولوَلم یا نه ولوَلم چی هیله ده د پیری میری غیبت ئې نه وی پکی کړئ لکه څنګه چی څو میاشتی مخکی ئې د ولوډیمیر بلینسکی غیبت! کړئ ؤ ).
که څه هم زه د پښتو ژبی سره د پراخی آشنائی ادعا نلرم خو ځینی وخت یو څوک کولای سی د خپل مغز او غوږ د حافظې څخه مرسته تر لاسه کړی.
عرض می دا دئ:
۱ – دا به یوه خوشی او هوائی خبره نه وی چی ( ګواکی ) پښتو د دوږخ ژبه ده ځکه دوږخ د سختیو د زغم ځای دئ او پښتو هم یوه سخته ژبه ده ( د هیټلر او موسولونی او چنګیز او سټالین او نورو ظالمانو او استعمارګرانو او انګریزانو مجازات به د پښتو په ویلو نور هم سخت وی ) البته دا مسئله باید له پامه و نه غورځول سی چی خپله پر هر پښتون د دوږخ اور حرام دئ ځکه د تېر وتنی کچه ئې د نورو تر تېر ایستنی لوړه ده ضمناً پخپل منځ کی د بې اتفاقۍ عنصر ور ته د تاریخ په اوږدو کی په ګټه تمام سویدئ.
۲ – د نومونو ( اسمونو ) د جمع د حالت کارَوَنه د پښتنی ژبنی جغرافیا او د هغوی د ادیبانو او استادانو او حتی عوامو د سلیقې د انتخاب سره مستقیم ارتباط لری.
د پښتو ژبی د سختوالئ یو علت د قاعدې نیمګړی حاکمیت دئ او فقط د مور په لمنه کی په میخانیکی توګه د مغز او غوږونو د بانک سپارلو او ذخیره کولو په صورت کی د استفادې وړ وی.
شلومبې چا چیښی او شلومبې څوک چیښی یوه مورنۍ میکانیکی عملیه ده او د ” چا ” او ” څوک ” د ضمیر استعمال د هیڅ قاعدې او قانون تابع نه دئ.
۳ – پیر ( روحانی شخص ).
د جمع حالت ئې = پیران
پیری ( جِن )
د جمع حالت ئې = د پیری د ” ی ” د توری سره د ” الف ” زیاتول = پیریان.
البته
علمی بڼه او اصطلاحی بڼه که څه هم پخپل منځ کی جنجال سره لری خو اکثریت عام وګړو ” علمی بڼی ” ته پلاس کی نیولئ دئ او اصلاً ئې په رسمیت نه پېژنی.
۴ – د پیښور خلک ” اِسراف ” ډیر کوی
معنی
غریب ( یو )
غریبان ( ډیر )
خو
هغوی ” غریبانو ” ته غریبانان ” وائی.
( یو څه هغوی غریبان دئ او یو څه ئې دوی هم ښه غریبان کړی او غریبانان ترې جوړ کړی).
دا ؤ د نن ورځی د هوا حالات ( خبرونه ).