یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د افغانستان د اوسني سياسي بحران مديريت او په رسميت پيژندل

د افغانستان د اوسني سياسي بحران مديريت او په رسميت پيژندل

ليکنه: روح الله مبارز

سياست.

سياست اصلاح کولو او ښایسته کولو ته ويل کيږي. چي د خلګو ټولنيز، اقتصادي، علمي، د هيواد اداره او تنظيم، د کورنيو او بهرنيو چارو څارنه، په حکومت کي د فساد مخنيوی او په ټولو برخو کي د عدالت او حق د ټينګښت مفهوم لري.

دولت (نظام):

هغه ټولنه چي له سیاسي پلوه په یوه معلومه يا محدوده جغرافیه کي اوسېږي او د ځان له پاره یو ځانګړي حکومت ولري، دې ته دولت یا نظام وايي.

مديريت:

مديريت د چارو او منابعو پلانول، تنظيمول، رهبري کول، ګومارل او کنټرولول په دې موخه چي د سازمان ټاکل سوي اهداف ترلاسه سي.

بحران:

د تاريخ په بیلابیلو وختونو کي انساني ټولني له ډول-ډول ناخوالو او کړکيچونو سره مخامخ سوي دي، چي په اوسني وخت کي دغه ډول ناخوالو ته بحران ويل کيږي. په دې کي جګړې، زلزلې، سېلابونه، ناروغۍ، وچکالۍ، سياسي کشمکشونه او دې ته ورته حالات راځي.

د رسميت پيژندني عناصر:

۱: مشخصه خاوره لرل.

۲: دايمي نفوس لرل.

۳: قوي او موثر حکومت لرل.

۴: د نورو هېوادونو سره د اړيکو جوړولو ظرفیت لرل.

د افغانستان د سياسي بحران مديريت او په رسميت پيژندلو حل لاري:

د نړيوالو دولتونو ترمنځ د اوسني حکومت په رسمیت پيژندل او د هېواد په دننه کي د بحراناتو کنټرولول د اوسني حکومت لپاره یو مهم اصل دی.

او باید پر ځينو اوليتونو خاص تمرکز ولري، چي په لاندنيو برخو کي يې يادونه سوې ده.

۱: د اساسي قانون بیا منل يا ترتيبول.

۲: ټول شموله حکومت ایجادول (چي هر قوم په حکومت کي ونډه ولري )

۳: په امنيتي ليکو کي منظم اصلاحات.

۴: د صحرايي محاکمو مخنيوی.

۵: د حکومت لخوا اولس ته پر وخت ځواب او حساب ورکول.

۶: د اولس معلوماتو ته لاس رسی درلودل.

۷: داخلي پانګونه کول او تجارتي اړيکي قوي کول.

۸: پر دندو وړ او مسلکي کسان ټاکل.

۹: د افغانيو د دوامداره سقوط د مخنيوي لپاره په ملي سطحه د مالي نظام د متخصصينو غونډي نيول.

۱۰: د نړيوالو هېوادونو هغه غوښتنو ته غاړه ایښودل چي د هيواد او ملت ګټي خوندي کړي.

۱۱: د لويي جرګې راغوښتل او د هېواد ټولو اتباعو ته پکښي خاصه ونډه ورکول او په ټولشموله توګه د داخلي او بهرني مهمو مساېلو په اړه تصميم نيول.

نو که هر حکومت په خپل ترکېبي جوړښت کي لوړو اولیتونو ته متوجې نسي، له پراخو او لوژستکي زيانونو سره به لاس او ګريوان وي لکه نننی افغانستان.

هغه حکومتونو چي د خپلو خلګو د بقاء او پرمختګ پر پار کار نه کوي او په واک کي خپلي ګټي لټوي، له منځه تلونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب