یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ایران استازي د ملي مقاومت جبهه دروغي او د ګډوډیو لپاره...

د ایران استازي د ملي مقاومت جبهه دروغي او د ګډوډیو لپاره وبلله

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۴ مه) د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي، امریکا د ملي مقاومت جبهې په نوم داسې یوه مجموعه تنظیموي چې دروغ ده؛ هغوی د مقاومت په نوم د کورنیو ګډوډیو په لټه کې دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي دا خبره په یوه تلویزیوني مرکه کې وروسته له دې وکړه چې د ملي مقاومت جبهې تازه تشکیلات او نوې ستراتیژي اعلان کړه.

ښاغلي قُمي تېره شپه (یکشنبه) د خپل هیواد تلویزیون ته په ځانګړې مرکه کې د افغانستان پر تحولاتو خبرې وکړې.

ده وویل، امریکایانو له افغانستانه تر وتلو وروسته په دې هیواد کې د ګډودۍ د رامنځته کولو هڅه لرله، په داسې حال کې چې په خوله یې د بین الافغانی خبرو یادونه کوله، خو عملاً د دا ډول خبرو درک نه و.

ده ادعا وکړه چې د داعش غړي او قوماندانان له نورو سیمو افغانستان ته راوړل کېږي او په دې کې امریکایان لاس لري.

د ایران د استازي په وینا لا هم افغانستان د امریکا لپاره مهم دی او له همدې کبله هغوی نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.

د افغانستان لپاره د ایران استازي زیاته کړه:«امریکایان د پرمختګ لور ته د افغانستان یون د چین او ایران په شان د امریکا د سیالو هیوادونو د حضور په معنا ګڼي.»

ده همداراز وویل«امریکا د ملي مقاومت جبهې په نوم یوه مجموعه تنظیموي چې دروغ ده؛ یعني د مقاومت په نوم د داخلي بلواوو په لټه کې ده.»

ده همداراز وویل، د امریکا بل اقدام د پخواني رژیم د ګڼ شمېر پوځي ځواکونو بیا روزل او تنظمیول دي او د هغو کابو ۷ زره یې امریکا ته بیولي چې په راتلونکې کې ورڅخه کار واخلي.

ده همداراز ادعا وکړه چې امریکایان په افغانستان کې د سُني او شیعه او قومونو ترمنځ د جګړې هڅه کوي.

قمي د خپلې ادعا په دوام کې وویل:«امریکایانو هڅه وکړه چې طالبان او د ایران اسلامي جمهوریت له یو بل سره واچوي خو زموږ یو اساسي تګلاره دا وه چې د امریکا دا دسیسه ناکامه کړو.»

خو ده په عین حال کې وویل چې په افغانستان کې امنیت او ثبات د یوه مشارکتي حکومت له جوړېدو سره تړلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب