یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېد سولې(!) دلالانو څه شوئ،څو پوښتنې لرم!

د سولې(!) دلالانو څه شوئ،څو پوښتنې لرم!

نجیب الله احمدزی

له طالبانو ګیله نه د عاقلانو کار دی او نه زه ورڅخه په ګیله ځان توهینوم. د طالب ټول ذلالت سره دا بايد ومنل شي،چې افغانستان تر دوی هم ډېر ذلیله خلک لري.

دا خلک خپله د هغوی په اصطلاح د سولې فعالان (!) او زما په اصطلاح د سولې دلالان (!) دي.

د سولې دلالان څوک دي؟

هغوی،چې لاسونه ېې جمهوريت او پښې یې طالبانو سره وې. دوی،د کورنۍ نیږدې کسان او د ګټو شريکان ېې څوک د جمهوريت او څوک د طالبانو بیعت کوونکي وو.

چا هلته او چا دلته ځان مخلص باله،خو اخلاص ېې اصلآ صرف او صرف خپلو مردارو ګټو سره و.

دوی هم ملي بيرغ پاله،اتڼ يې ورسره کاوه او هم ېې ‌د‌ طالبانو کفن ډوله او بې نښانه جنډه محمدي توغ باله.

هم ېې جمهوري ټاکنو کې د خپلو مېرمنو تذکرې او رايې دلالي کولې او هم ېې انتخابات حرام بلل.( محترم عبدالستار سعادت خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رييس هم پاتې شوی او يو بل محترم فرهنګي دوکتور په کميسيون کې د کلونه کار تر څنګ د انتخاباتو کمیسیون د کميشنرۍ نوملړ ته شارټ لیست شوی و.)

د سولې دلالان د ملي اردو مدافعین هم وو، طالبان ېې هم د ازادۍ جنګیالي بلل، په حکومت کې ېې د وزارت او خاص مشاوريت بستونه هم تجربه کړل، د چوکيو په کمیشن کارانو هم مشهور شول، مافیا هم وو، جنګسالاران هم وو، دیموکراسي او د بیان ازادي ېې هم خوښوله، لنډه دا چې هر چېرته که به په هر عنوان ډ دوی ګټه تامینیده، دوی لکه مچان هملته کيناستل او مښوکې ېې لمدولې.

دوی رسنۍ لرلې، په حکومت کې ېې پراخ حضور و،ګوندونه، مدني ټولنې، ولسي شبکې او نور څه ابزار،چې د لویو استخباراتي لوبو او د يوه نظام له منځه د هغه د سقوط لپاره مرستندوی تمامیدل، ورسره موجود و.

 څه يې وکړل، څنګه یې وکړل ؟

د سولې دلالان،چې د پخوانيو جهادي تنظیمونو له قومندانانو نيولې، تر سياسي رهبرانو، د حکومت د نېمايي مالک ټیم تر رهبرۍ،کابینې او ملي شورا غړو، اينجو بازانو، پوهنتون استادانو، کارپوهانو، مدني او مطبوعاتي فعالانو، غرب نه راغلو تکنوکراتانو، پخوانيو او برحاله چارواکو او په مجموع کې د پاکستان و ایران، شرق و غرب او ټولې نړۍ د استخباراتي شبکو اجنټان پکې شامل وو او د وطن فروشانو يو تاريخي او نا اعلان شوی ايتلاف یې جوړ کړی و،په تېرو څو کلونو کې د مسلسلو هڅو، پروژو او استخباراتي ماموريتونو په ترسره کولو سره وتوانیدل،چې د افغانستان خلک، جوړښتونه او په نظام کې دننه خپل هم فکره دلالان ټول سره منسجم او پر جمهوري نظام د خلکو د بې باوره کولو،د ملي روايت د کمزوري کولو او د دوی په عامه شرمناکه اصطلاح د «ښو ورځو د راتلو» په ژمنه د سولې د راتلو او په دې پلمه د طالبانو د واک ته رسولو له نړيوالې استخباراتي اجنډا سره مرسته وکړي.

اوس څو پوښتنې:

– د سولې دلالانو چېرته ياست، وطن که وطن نه د باندې؟

– که وطن کې ياست،څه احساس لرئ او که وتلي ياست، ولې، هغه ښې ورځې مو چا ته پريښودې؟

– تاسې خو د طالب وحشيانو د مثبت تغيير دلالي کوله، هغه مثبت تغيير څه شو؟

– لوڼې او مېرمنې مو چېرې دي، وجدانآ ووايئ له شرمه ورکتلای شئ که هغوی ته مو د طالب د ملاتړ لپاره د خپلې دلالۍ ماموريت توضیح کړی او هغوی توافق درسره پکې کړی؟

– د وطن له اوسنيو او تازه پلان شویو جګړو خبر ياست،که طالبانو غوندې په عام محضر کې پر کيدونکو وژنو او وحشتونو ښه په سپین سترګۍ پرده اچوئ؟

– هغه سوله او ښې ورځې راغلي،که تر دې په لا نور شرمناک، له لوږې ډک او بې عزتۍ ډک حالت کې به راځي؟

تاسې نه زه، ملت او تاريخ ډېرې نورې پوښتنې هم لرو، ياداشت کړي مو ياست، ځوابونو ته ځانونه چمتو کړئ‌.

لعنت پر ټولو بې شرفانو او وطن پلورونکو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب