دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+سیاسي اکټیویزم او انټرنټ

سیاسي اکټیویزم او انټرنټ

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هنري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

شپاړسمه برخه

سیاسي اکټیویزم او انټرنټ

ورځپاڼې او په تېره ټلویزوني شبکې لا هم هغه مخکښې سرچینې دي چې رایه اچوونکي يې د نوماندانو او نورو مسایلو په هکله د معلوماتو د ترلاسي لپاره کاروي، خو د پیو انټرنټ او امریکايي ژوند پروژې څېړنې ښيي چې د ۲۰۰۶ کال په منځنیو ټاکنو کې د امریکا د رایو ورکوونکو تقریباً دریمې برخې له انلان رسنیو ګټه اخیستې وه او تقریباً ۱۵ سلنه رایه ورکوونکو بیا له خواله رسنیو څخه د لومړنۍ معلوماتي سرچینې په توګه استفاده کړې وه. (چې په دې وروستۍ شمېره کې ۳۵ سلنه هغه ځوانان شامل وو چې په خپل کور کې يې د لوړ سرعت انټرنټ ته لاسرسی درلوده.) څېړونکو دغه راز دا هم وموندله چې شاوخوا نیمی انلاین کسانو داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې بل چېرته نه وو موجود او په ورته وخت کې ۴۱ سلنه بیا په دې باور وو چې ورځپاڼو او ټلویزوني چینلونو ټول هغه معلومات نه وو وړاندې کړي چې دوی ورته اړتیا لرله.

دا واقعیت دی چې زیاتره سیاسي معلومات چې کاروونکي يې په انلاین ډول ترلاسه کوي، هغه خبرونه وي چې اصلي سرچینه يې چاپي رسنۍ یا ټلویزونې خپرونې وي. خو اوسمهال دغه رول تر ډېره بریده بلاګونه، د موضوع مطابق ویب سایټونه، د نوماندانو له خوا جوړ شوي ویبسایټونه او یا د MySpace په څېر ټولنیزې رسنۍ ترسره کوي.

د خلکو یو لوی شمېر چې انټرنټ ته د سیاسي معلوماتو لپاره سر ور ایسته کوي، په سیاسي بهیر کې فعاله ګډون کوي او شاوخوا څلورمه برخه يې په بلاګونو یا انلاین پوسټونو کې بوخت وي، چې له دې لارې یا خپل نظریات له نورو سره شریکوي، یا برېښنالیکونه استوي او یا پخواني مواد بیاځلې خپروي. څومره چې د کاروونکو فعالیت زیاتېږي، په هماغه کچه يې په رسمي بحثونو کې ګډون زیاتېږي، مثلاً په ۲۰۰۷ کال کې چې له ابتدايي نوماندانو کومې پوښتنې وشوې، هغه د یوټیوب د ۳۰ ثانیه يي ویډیوګانو په بڼه استول شوې وې.

د نوماندانو لپاره یې ګټې او زیانونه

د سیاسي نوماندانو او کمپیانونو لپاره انټرنټ، د ګټې او زیان یو امتزاج دی، چې له هغو څخه یو څو ګټې يې په لاندې ډول دي:

  • په نسبتا ټیټ لګښت ډېرو خلکو ته لاسرسی لرلی شي.
  • د یوې احتمالي بې تفاوته رسنۍ په ځای په مستقیم ډول خلکو سره مخامخ کېدلی شي.
  • د ملاتړو د تشویق او تنظیم لپاره لارې برابروي.
  • د مالي مرستو اسانه غونډول شونی کوي، چې میلیونونه وړې مرستې هم پکې حسابولی شو.

لومړنی ستر نوماند چې خپل کمپیان يې په دې بڼه ترتیب کړی وو، هاورډ ډین وو چې په ۲۰۰۴ کال کې تر یو څه مودې د ډیموکرات ګوند له لوري مخکښ نوماند وو. بل ځل، د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې لیبرال او جمهوریت پاله ران پال وو چې دودیزې رسنۍ يې هک پک کړې. نوموړي په یوه ورځ د هغو زرګونو ملاتړو له لوري ۴ میلیونه ډالر لاسته راوړي وو چې په انټرنټ کې يې موندلي وو.

خو په ډیجیټل عصر کې د سیاسیونو لپاره ګڼې ستونزې هم شته. یوه دا چې د خپل سره مدني فعالانو کنټرول او همغږي یو پېچلی کار دی او یاد کسان ممکن داسې دریځونه ور خپل کړي چې د نوماندانو له بیان کړي پلټفارم سره په ټکر کې وي او یا افراطي بریدونو ته مخه کړي. (په ۲۰۰۷ کال کې د باراک اوباما یوه ملاتړي یوه ویډیو خپره کړه چې هیلري کلنټن يې د ۱۹۸۴ ایپل میکنټاش په مشهور سوداګریز اعلان کې د «مشر ورور» په توګه انځور کړې وه، خو د اوباما کمپیاین یاده ویډیو رد کړه او ويې ویل چې دغه ويډیو په موږ پورې هېڅ اړه نه لري.)

په دې سربېره، د خپلواکو بلاګ لیکونکو سرښندونکو ډلو بیا په مجازي توګه په دې پسې پایڅې بډ وهلې وي  چې هغه اشتباهات یا تېروتنې چې ممکن له دودویزو رسنیو پاتې شوې وي او یا یې په لوی لاس له پامه غورځولې وي، په خپلو بلاګونو کې وړاندې کړي او یا يې پر یوټیوب خپرې کړي او میلیونونه وګړي ترې برخمن کړي. (د دې قضیې یوه بېلګه د ویرجینیا ایالت سناتور جورج الن وو. په ۲۰۰۶ کال کې نوموړي په خپلو خبرو کې یوه پاروونکې کلمه وکاروله. دغه صحنه یوه بلاګ لیکونکي ثبت کړې وه او نږدې وه چې د همدې موضوع په سر، د جورج په ځای بل څوک وټاکل شي.) معلومه نه ده چې آیا دغه ۲۴ ساعته ځیرک نظارت به نوماندان دې ته مجبوره کړي چې خپلو عامه فعالیتونو ته ښه ځیر شي او بیا ناسم کلمات ونه کاروي، او که نه؟

یو شمېر منتقدین بیا په دې نظر دي چې انټرنټ ممکن له ځینو اړخونو ډیموکراسي هم کمزورې کړي. دا چې خلک کولی شي چې د ځان لپاره دا عیار یا شخصي کړي چې کوم خبرونه وویني او یا له کوم ډول خلکو سره خبرې اترې وکړي، نو له دې امله ممکن یو وخت خلکو ته یوازې خپل عقاید پر حق واېسي او له ستر او همه شمول ډیالوګ څخه بېل پاتې شي. افراطي ډلو وار دمخه لا د ځان لپاره ویب سایټونه جوړ کړي، چې نه یوازې له دې لارې د ځان لپاره خلک استخداموي، بلکې خپل ملاتړي خپلو ایجنډاوو ته هم تشویقوي او په خپلو اهداف یې متمرکز ساتي؛ او په ورته وخت کې د خپلې ایډیالوژۍ مخالف نظریات چاڼ او له منځه وړي. دغه ډول فیچرونه چې د دې وړتیا درکوي چې یوازې هغه شیان ووینې چې تاته ارامتیا درکوي، ممکن د ډیموکراسۍ لپاره ناوړه پایلې ولري. (چې دغه چاڼ او فلټر کول د ځان سانسورونې یوه بڼه بللی شو او له هغه سانسور سره فرق لري چې له بیرون څخه درباندې تپل کېږي، لکه په چین هېواد کې). بل خوا، په انبارونو او مختلف ډوله معلوماتو ته لاسرسی بیا ممکن د خلکو لپاره دا ستونزمنه کړي چې په دې ډول ځانونه ګوښه او منزوي کړي.

له دې عیبونو سره سره، د سیاسي اکټیویزم او کمپاینونو لپاره د انټرنټ اهمیت د لمر په څېر روښانه دی. هېڅ کمپاین، هغه که سیاسي وي یا د یوه دریځ دفاع وي، له دې پرته نه شي بریالی کېدی چې یو با کیفیته ویب سایټ او داسې افراد ونه لري چې په نوو رسنیو، د افهام و تفهیم او بیان په نوو ډولونو او ټولنیزو شبکو کې مهارت ونه لري.

اضافي لوستونه

1- Chadwick, Andrew. Internet Politics: States, Citizens, and New Communication Technologies. New York: Oxford University Press, 2006.

2- Garofoli, Joe. “Blogger Fest a Magnet for Liberal Politicos.” San Francisco Chronicle, July 29, 2007, p. A1. Available online.

URL: http://sfgate.com/cgi-bin/article.cgi?f=/c/a/2007/07/29/MNGRVR91RU1.DTL. Accessed November 8, 2007.

3- Guynn, Jessica. “Growing Internet Role in Election.” San Francisco Chronicle, June 4, 2007, p. C-1. Available online. URL: http://sfgate.com/cgi-bin/article.cgi?f=/chronicle/archive/2007/06/04/

BUGI6Q5L181. DTL. Accessed November 8, 2007.

4- Hogarth, Paul. “Hillary, Obama and the YouTube Election.” Beyond-Chron, March 21, 2007. Available online. URL: http://www.beyondchron.org/news/index. php?itemid=4322. Accessed November 8, 2007.

5- Jakoda, Karen A. B., ed. Crossing the River: The Coming of Age of the Internet in Politics and Advocacy. Philadelphia: Xlibris, 2005.

6- Nagourney, Adam. “Internet Injects Sweeping Change into U.S. Politics.” New York Times, April 2, 2006, p. 1 ff. Available online. URL: http://www.nytimes.com/ 2006/04/02/washington/02campaign.   html?_r=1&or ef=slogin. Accessed November 8, 2007.

7- Rainie, Lee, and John Horrigan. “Election 2006 Online.” Pew Internet & American Life Project, 2007. Available online. URL: http://www.pewinternet.org/ pdfs/PIP_Politics_2006.pdf. Accessed November 8, 2007.

8- TechPresident: Personal Democracy Forum. Available online.

URL: http://www.techpresident.com/. Accessed November 8, 2007.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب