دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط-ان: کابل کې زموږ له راتګ مخکې کلیسا ګانو ښکاره فعالیت کاوه

ط-ان: کابل کې زموږ له راتګ مخکې کلیسا ګانو ښکاره فعالیت کاوه

تاند( دوشنبه ، د اسد ۲۴ مه) ‏د افغانستان رسمي دولتي خبري اژانس باختر،چې اوس طالبان کنټرول ورباندې لري،‌نن د طالبانو د رسمي نشراتي ارګان په توګه په کابل کې د طالبانو له واکمنيدو څخه مخکې د کلیسا ګانو د ښکاره فعالیت ادعا کړې ده.

دغه اژانس په خپله ټویټر پاڼه کې نن د طالبانو يو شمېر شعارونه،چې پر کابل د طالبانو د بيرته واکمنيدو د لومړۍ کلیزې اړوند دي، خپاره کړي.

په يوه شعار کې طالبانو ليکلي:«کابل ۲۰ کاله د خدای له رحمته ليرې او د پېړۍ د شيطانانو په ولکه کې و، کليسا ګانو ښکاره فعالیت کاوه،ځوانان منکراتو او فساد ته بلل کیدل…»

‏د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په کابل کې د ادعا شويو کليسا ګانو د موجودیت،موقعيت، شمېر، سمبالګرو،‌مراجعينو او په دې اړه د اسنادو د لرلو په اړه څه نه دي ويلي.

طالب او نورو جمهوريت ضدو مبلغينو مخکې هم ورته تبليغات کول،خو اوس يې له واکمنيدو سره د خلکو له لوري ننګول کيږي، چې په دې اړه مستند اسناد شریک کړي.

1 COMMENT

  1. کليساګانې خو په پاکستان هم شته او نژدې هر ستر ښار کې کليساوې لري. يو نوی درمسال د عمرانخان په وخت کې شروع شو. تر ټولو ستره کليسا په کراچۍ کې ده. د پېښور په صدر کې له جامعه امدادية العلوم سره په څنګ کې کليسا ده چې يو خوا ته ا‌ذان او بل خوا ته د کليسا زنګ وهل کيږي. همداسې په لاهور، اسلام اباد او نورو ښارونو کې درواخله چې تر ټولو ستره کليسا په کراچۍ کې ده. زياتره طالب مشرانو به ليدلې هم وي.
    دا چې دلته په هېواد کې په زرګونو بهرني اتباع اوسېدل، نو پخپلو قشلو کې که يې خپل مذهبي مراسم تر سره کول، نو د مذهبي ازادۍ په چوکاټ کې يې خپل مذهبي مراسم تر سره کولی شول. موږ مسلمانان يې هم دلته تر سره کوو.
    تر اوسه خو داسې کومه مشخصه نومول شوې کليسا په هېواد کې ثبت نه ده. البته د اهل هنود او يهودو لپاره مشخص خپل د پرستش ځايونه ول.
    دا دوی چې دا شل کاله په جوماتونو کې ځانمرګي حملې وکړې او ان تر دې چې سراج الدين حقاني خو منلې چې له زرو يا يونيم زرو زياتې ځانمرګي پېښې تر سره شوي، نو دا د خپلې حملې څنګه توجيه کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب