وروستۍ ورځ
د جمهوریت د سقوط د ورځې مستند روایت
عزت الله پېژاند
لا د غرمې یوولس نیمې بجې نه وې. ورځنۍ کاري اجنډا مې تر نظر تېره کړه. له خپل استوګنځي چې په پنځم پوړ کې و د لیفټ په مرسته راکوز شوم او پلی د دفتر پر لور روان شوم. دا دفتر ته زما د تګ عادي وخت نه و. نور کله به د سهار څه باندي اووه بجې د کار پر لور رواندېدم. خو د شاوخوا وروستیو لسو ورځو راهیسي مې د دفتر د ادارې په وړانديز کاري رژیم تغیر کړی و. وجه یې مالومه وه. امنیتي تهدید. د دې ترڅنګ د همدې تهدیداتو له وجې راته ویل شوي و چې دفتر ته د راتګ په ترڅ کې تل پام او احتیاط وکړم او د تګ او راتګ لارې بېلې کړم. پر دې هم بحث روان و چې که لازمه وي د ځان د خوندیتوب لپاره ما او همکارانو ته مې وسله راکړه شي. خو ما لا د دې کار پرېکړه نه وه کړې.
څرنګه چې دفتر ته په نسبتا نږدې سیمه (نوي ښار) کې اوسېدم، نو تل به پلی تلم. د دفتر تر وره مې څه باندي نیم ساعت پلی مزل و. د اګست پنځلسمه نېټه وه. د کابل لمر د تل په څېر تند و، خو نن یو څه ډېر. د برګ رستورانت چې د نوي ښار پارک ته مخامخ موقعیت لري، د کیڼ اړخ له کوڅې راووتلم او پلی د مجیدمال پر لور چې په کابل کې یو له مشهورو سوداګریزو مرکزونو څخه دی، روان شوم. د ښځو چارو وزارت ته له رسېدو سره مې ولیدل چې حالات د نورو ورځو په څېر عادي نه دي.ایمرجنسي روغتون ته له رسېدو سره مې ولید چې له مقابل لوري ګڼ شمېر خلک پلې او په موټرونو کې په وراخطايي نامالوم لوري ته درومي. وروسته مې ولیده چې د خلکو شمېر او ګڼه ګوڼه نوره هم ډېرېږي. له ډېری پلي خلکو سره د دفترونو اسناد په پلاسټکي کڅوڼو او لاسي بکسونو کې لیدل کېدل او هڅه یې کوله چې په بېړه ځانونونه ګوښه ځایونو ته ورسوي. لږ تم شوم، ومې پوښتل: څه شوي؟ هرچا همدا راته ویل چې تالیبان راغلل، او دِه افغانانو ته راورسېدل. وروسته مې ولیده چې اکثره خلک او موټرونه له هماغې خوا راروان دي.
له سړکه چې د موټرونو د ګڼې ګوڼې له امله بند و، بلې څنډې ته واوښتم. او د سړک په کيڼ اړخ کې مې د رویال روغتون او عزیزي بانک مرکزي دفتر خواته تګ ته دوام ورکړ. د عزیزي بانک په عمومي وره کې د وروستیو څو ورځو په نسبت د خلکو (پېرودونکو) ګڼه ګوڼه نن نوره هم ډېره وه. ځینو هڅه کوله چې د بانک د دیوال او وره پر سر ځان د بانک انګړ ته ورسوي، خو د بانک ساتونکو یې مخه نیوله.
د زنبق له څلور لارې تېر شوم او له معمول سره سم مې د اماني لېسې له لارې ارګ ته تګ د ننوتولو لار خپله کړه. امنیتي کارډ مي وښود او ساتوکو د لاس په اشارې د ننوتلو اجازه راکړه. د سپیدار ماڼۍ له مخې تېر شوم او د اماني لیسې مخ ته مې ولیدل چې نسبتا د لوړو ټولګیو زده کونکي له ښوونځي د وتلو په حال کې دي.
په عادي ورځو کې کار ته د تګ پر مهال سهار وختي د دغې لیسې د زده کونکو لیدل چې آسماني کمیسونه او تور پتلونونه به یې اغوستي ول، تل زما لپاره د کاري ورځې د ښه پیل زیری او تر ټولو د خوښۍ وړ شېبه وه. کله کله به مې فکر وکړ چې د دغو ماشومانو له منځه به د وطن راتلونکي، ډاکټران، انجینران، او آن مشران راوځي؛ دوی د وطن تومنه ده. غوښتل به مې چې ورسره تم شم، او خبرې ورسره وکړم، خو وخت او اصولو اجازه نه راکوله.
وړاندي ولاړم، دویم امنیتي تمځي (چیک پوینټ) ته له رسېدو سره مې بیا هم کارډ وښود. آریانا څلورلارې ته چې مخامخ لار یې دفاع وزارت، کیڼې خواته یې د امریکا سفارت او ښي اړخ ته یې د ارګ او چارو د ادارې لار پرته وه، ورسېدم او د ارګ پر لور وخوځېدم. د څلورلارې ډډې ته وروستي امنیتي تمځي ته په رسېدو سره مې ولیده چې زموږ د دفتر د یوې ځانګې اړوند درې همکاران چې کاغدي اسناد په پلاسټکي کڅوڼو کې ورسره ول، ولیدل. په لږ ترخه موسکا یې پوښتنه راڅخه وکړه چې څنګه دامهال دفتر ته روان یم. ځواب مې ورکړ چې کاري وخت مې له دوولسو بجو وروسته پیلېږي. عموما موږ ته د نورو څانګو کاري مهالوېش نه مالومېدی او نه مو باید د امنیتي ملحوظاتو له امله پوښتنه کړې وای. دوی غوښتل چې د ورځې په منځ کې له دفتره د وتلو موضوع ظاهرا د عمومي روحیې د پیاوړتیا لپاره عادي وښيي. ځکه یې نو وویل: موږ وروسته بیرته راځو.
سلام خانې ودانۍ ته چې د ارګ په څو سوه میترۍ کې پرته ده، له رسېدو سره مې ولیده چې له معمول خلاف پوځي شوبلې د ارګ مخته ډېرې، او نامنظم تګ راتګ کوي. د چارو د ادارې عمومي لارې او وره ته مې وکتل. چوپتیا خپره وه او څوک نه لیدل کېده.
د ارګ لومړي وره ته له رسېدو سره مې ولیده چې کیڼ اړخ ته هم یوه شوبله ولاړه ده. (ویډیو) له معمول سره سم د پلي کسانو د وره له لارې د ارګ له لومړي دیواله (حصار) په عادي توګه تر چیک او تلاښۍ وروسته تېر شوم. دا هغه ور دی چې کیڼ اړخ ته یې د ارګ د منسوبینو لپاره د کلنیک او روغتیايي مرستو ودانۍ وه، او ښي اړخ ته یې د امنیت شورا یو شمېر اداري او لوژستکي او ځیني نور د ارګ اړوند دفترونه ول. وړاندي مې ولیده چې له معمول خلاف د امنیت شورا او ارګ یو شمېر کارکونکي چې ډېری یې په شخصي جامو کې ول او شمېر یې د پنځه ویشتو – دېرشو کسانو په شاوخوا کې و، د امنیت شورا د مالي دفتر مخته ولاړ دي. تم شوم. ویل یې د معاش د اخیستلو لپاره راغلي دي. خو په مالي دفتر کې هغه شېبه څوک ول. وړاندي د ارګ لومړي ستر وره ته له نږدې کېدو سره مې ولیده چې د امنیت شورا مرستیال رفيع فاضل هم په شخصي جامو کې له موټره راکوز شو، له ولاړو کسانو څخه یې خپلو کاري څانګو ته تګ غوښتنه کوله، او ډاډ یې ورکاوه چې هیڅ هم نشته او دی هم خپل دفتر ته روان دی.
د ارګ دویم وره (د بیرغ ور) چې پر سر یې تل ملي بیرغ د دنګ او څلورکونجه مرمرین منار چې په منځ کې یې ستر ساعت هم لګېدلی، پر سر رپېدی نږدې، د امنیت شورا مرستیال سرور احمدزی له موټره راکوز شو او په داسي حال چې سپینې شخصي جامې یې اغوستې وې د خپل دفتر پر لور وخوځېد. احمدزی صاحب په امنیت شورا کې یو له هغو کسانو څخه و چې زه به وخت ناوخته د سلا مشورې لپاره په مناسب فرصت کې دفتر ته ورتلم او کله کله به یې لومړی لاس سیاسي مالومات او جزئیات راسره شریکول. وروستی ځل د هغه دفتر ته یوه ورځ مخکې (د اګست پر څوارلسمه) ورغلی وم. د خبرو په ترڅ کې راته ویلي ول: دوی پر ولسمشر غني فشار راوړي چې استعفا ورکړي. ما ورته څخه پوښتي و: دوی، څوک؟ خارجیان؟ ویل هو. وروسته یې زیاته کړه چې ولسمشر دا کار ممکن ونه کړي، ځکه چې دا یوې ډلې [تالیبانو] ته د واک د تسلیمولو مانا لري، خو ولسمشر ویلي چې واک له ده سره د ولس امانت دی. که فرضا دا کار هم وکړي نو له ولسمشر سره به موږ (مهم چارواکي) هم ځو او څوکۍ به خوشي کوو.
ما چې نن دفتر ته د راتګ په ترڅ کې دا هر څه ولیدل نو په ذهن کې مې تر ټولو بده ممکنه سناریو همدا راوګرځېده چې ښاغلي احمدزي تېره ورځ راته بیان کړې وه. له وروستي امنیتي تمځي له تېردو او چیک وروسته بلاخره د خپل د خپل دفتر د ودانۍ وره (د توحید مرکز ودانۍ) ته ورسېدم. د وره ښي اړخ ته مې ولیده چې یو شمېر د ارګ کارکونکي د امنیت د شورا له مرستیال رفيع فاضل سره په خبرو بوخت دي. په دې ډله کې د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود مې هم ولید چې د هر وخت خلاف یې عادي شخصي جامې اغوستي دي. ورته تم نشوم، او له لېري د لاس له سلام سره نېغ خپل دفتر ولاړم. زموږ دفتر د نوموړې ودانۍ په لومړي پوړ کې. په دغه ودانۍ د توحید (په ملي کچه د ورځنیو مالوماتو د راغونډېدو، تحلیل او وروسته یې ولسمشر ته د لنډیز د وړاندي کېدو) مرکز ترڅنګ د امنیت شورا یو شمېر نور مهم دفترونه هم ول. په دغه لړ کې زموږ د دفتر عمده مسوولیت په ملي کچه د اقتصادي فرصتونو او اقتصادي جرایمو څېړل، او وروسته یې مخنیوی و، چې بېلابېلې برخې یې درلودې. زما مسوولیت په ملي کچه د بانکي چارو خوندیتوب، او بانکي جرایمو مخنیوی و چې د امنیت شورا له ادرسه له افغانستان بانک سره مستقیم په اړیکه کې وم. له همدې امله د امنیتي ملحوظاتو په خاطر آن زما ډېر نږدې ملګري او دوستان هم نه پوهېدل چې زه دقیقا چیري دنده لرم، او څه کوم، ځکه چې راته ویل شوي و چې د ملي امنیت د هرې برخې کارکونکی باید دغسي وي، که څه هم زما کاري ساحه یوازي تر پالیسۍ جوړونې محدوده وه.
د دفتر د وره د کوډ له پرانیستلو پوه شوم چې زموږ د څانګې هیڅوک هم نشته. ممکن سهار راغلي ول، او غرمې ته بیرته تللي ول. ما ځکه ډېر سر ورپسې ونه ګرځاوه چې هر چا مستقیل مسوولیت درلود. یو همکار ته مې چې نسبتا یې کاري ساحه ماته نږدې وه، زنګ ووهی. ویل بانک کې نوبت ته ناست دی.
د دفتر مخته راووتم. د دفتر اشپز او د امنیت شورا د معاونیت سکرتر مې ولیدل چې دواړه د نورو ورځو خلاف شخصي جامې اغوستي. روغبړ مې ورسره وکړ. دوی دواړه نسبتا زما نږدې ملګري ول. اشپز ته مې چې زما یې په لاس جوړه شوې قهوه ډېره خوښېده، او دا مهال ښکارېدی چې له معمول خلاف بس کړی او کور ته روان دی، وویل: نن لکه چې ډوډۍ نه راکوې؟ په خندا یې په دري راته وویل: پنځه سوه راکه چې ډودۍ درته چمتو کړم. د معاونیت سکتر ته چې د کندهار د یو قومي مشر او ولسمشر د سلاکار زوی و، او د پلار په واسطه به یې د کندهار په اړه ډېر مالومات درلودل وویل: دا کندهار ولې سقوط سو؟ ویې ویل: پر کندهار یې معامله وکړه. ومې پوښتل: چا؟ ویې ویل: کرزي، تادین او نقیبي [د جمعیت اسلامي د قوماندان ملانقیب زوی]. هر یوه ځان ته واک غوښت، اخیر کزي ویل تالیبانو ته یې تسلیم کړئ.
شاته ولاړو ګڼو ملي بیرغونو ته مې وکتل. د نورو ورځو خلاف مړاوي او له شوره لوېدلي راته څرګند شول. زړه مې نړۍ څړیکه وکړه. د سکرتریت ملګري ته مې وویل ته مې له دې بیرغونو سره څو عکسونه واخله. نوموړي د انځورونو تر اخیستلو وروسته راته وویل غواړم یو شمېر د دفتر محرم اسناد کورته یوسم او خودي یې کړم. ورته ومې ویل: دا کار د پي پي ایس (د ولسمشر د خوندیتوب ډله) په مشوره وکړه. په ارګ کې له ملي بیرغونو سره وروستی انځور
د عکسونو تر اخیستلو وروسته زه خپل دفتر ته وخوځېدم او په کار مې پیل وکړ. له اجنډا سره سم مې د اسنادو پر څېړلو کار پیل کړ. په دې لړ کې هغه سند هم مخته راغلی چې له مخې یې د پاکستان مرکزي بانک غوښتل په افغانستان کې خپلې بانکي او د مالي خدماتو څانګي پرانیزي. دغه سند وړاندیز مې څو ورځې وړاندي کارشناسي کړی و، او د امنیت شورا د رهبرۍ له لارې مې ولسشمر ته وړانديز کړی و چې دا کار باید ونشي. علت مې تر مطالعې وروسته دا ښودلی و چې لومړی دا کار زموږ د ملي بانکي او مالي سیسټم له ودې او پرمختګ سره مرسته نه کوي او نه هم زموږ ملي سوداګرو ته لازمه آسانتیا برابروي. دویمه خبره دا چې د دغو چینلونو له پرانیستلو سره به یاد هیواد ترهګرو ډلو او جرمي شبکو ته په آسانۍ مالي مرسته رسولای شي. د دغه لیکل شوي مفصل وړاندیز د کاپۍ له لوستلو سره چې اصلي سند یې د ملي زعامت پر مېز د لاسلیک د نوبت لپاره پروت و، به خپله کاري ساحه کې د نورو ترسره شویو کارونو ترڅنګ د ضمیر او وجدان آرامتیا راکړه او په لا زیاته مینه مې خپل کار ته دوام ورکړ.
په عادي ورځو کې به زموږ په دفتر کې ګڼه ګوڼه زیاته وه. ځکه د بېلابېلو څانګو کسانو همدلته ګډ کار کاوه. د بانکونو تر څنګ د هیواد د بندونو، کانونو او اقتصادي بندرونو موضوعات همدلته راتلل او څېړل کېدل او د عملي اجراتو ټیم به چې د ملي امنیت، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت له استازو څخه جوړ و، هم له موږ سره د مرستې په موخه منظم تګ – راتګ کاوه او د خپلو اجرااتو عملي نتایج یې له موږ سره شریکول. د دې ترڅنګ به د نورو اړوندو برخو همکاران هم راتلل. له هغې نېټې یوازي دوې ورځې وړاندي د نظامي مالي جرایمو د څانګې یو همکار راغی او ویې ویل: ډاکټرصاحب محب [د ملي امنیت شورا سلاکار] له دندې لېري کړل شوی او پر ځای یې د ابراهیم سپین زاده په نوم یو څوک ټاکل شوی دی. ورپسې زیاته یې کړه: ټاکل شوې ده سبا یا بل سبا محب په افغان – امریکايي پوهنتون کې وینا وکړي. په اجنډا کې یې له نوم سره لیکل شوي: د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار.
څرنګه چې نن په دفتر کې ځانته وم، نو دا مې د لا ډېر فکري کار لپاره غوره فرصت وګاڼه. سر مې ورو درد پیل کړ. له پلان سره سم مې کار هم نږدې پایته رسېدلی و. لوږه هم کرار کرا ډېرېده. له مخامخ کړکۍ مې ولیده چې لمر هم د ډبېدو خوا ته روان دی. د میز په جعبه (روک) کې مې د خوراک لپاره څه ونه موندل، ځکه مې نو پرېکړه وکړه چې کار بس کړم او لمونځ کورته ورسوم. نن مې د نورو ورځو خلاف ځان سره لاسي بکس نه و راوړی. د راتلونکې ورځې لپاره مې د لازمو اسنادو کاپيانې له ځان سره په یوه وړوکي فولډر کې واخیستې.
په دالیز کې بشپړه چوتیا وه. له ساتونکي مې په دري ژبه پوښتنه وکړه: معاون صاحب (فاضل) په دفتر کې دی؟ تر وره د بدرګې په حال کې یې راته وویل: هغه وختي لا میدان تللی. ممکن اوس لندن ته رسېدلی وي. ومې ویل ولې؟ ویل یې: نه پوهېږي. ویل کېده چې د نوموړي کورنۍ په لندن کې اوسي او د عطامحمد نور په وړاندیز پر دغه څوکۍ ګومارل شوی دی. د ارګ انګړ ته راووتلم. انګړ مې شاوخوا وڅاری. هیڅوک مې ونه لیدل. یوازي د حرم سرای په لار کې یوه ډله خلک ولاړ ول چې اکثرو یې خاکستري رنګه کرتۍ او پتلونونه اغوستې ول. لږ چې ورته ځیر شوم ومې لیده چې یو نفر د ارګ بېلابېلو برخو ته د لاس په اشاره خبرې کوي؛ داسي لکه د ارګ اړوندې برخې چې یادې ډلې ته تشریح کوي.
نه پوهېږم ولې مې ناڅاپه زړه راته وویل چې د وتولو لار اوږده کړم او د هغې ودانۍ تصویر له نږدې واخلم چې څلور لسیزې وړاندي د غويي پر اوومه نېټه د افغانستان پخوانی ولسمشر داودخان او کورنۍ یې د یوې روس پلوې کودتا پر مهال په شهادت پکښې رسېدلی و. خو یادو کسانو ته په کتلو له دې کاره منصرف شوم او له ارګه د تګ تابیا مې ونیوله.
د ټلیفون ویډیو کیمره مې ولګوله د بیرغ تر وره مې د لارې فلم واخیست. وروسته مې وکتل چې د ارګ په وره کې د بیرغ تر منار لاندي داسي یو کس د ارګ د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی چې هماغه خاکستري رنګه پتلون او کرتۍ یې اغوستې او تر کرتۍ لاندي د بدني خوندیتوب زِرهـ هم لري. د دغه تن له څېرې په زغرده مالومېده چې له کوم لېري ځایه راغلی. څېره یې په دوړوه، له اوږد رایفل (ټوپک) سره مخامخ راته ولاو و. خبرې نه کولې او یوازي یې زما څېره څارله. له رایفل او ملکي جامو سره د ارګ په وره کې د دغه ډول کسانو درېدل یو بشپړ غیرمعمول کار و.
پر راغلې لار بیرته د کور پر لور وخوځېدم. چوتیا خپره وه. د موټرونو او وسایطو پر مخ اکثره ورونه تړل شوي ول. خو پلي تګ ته کوم مزاحمت نه و. اماني لېسې ته څېرمه له وروستي امنیتي تمځي د تېرېدو پر مهال مې عادي امنیتي ساتونکي ولیدل. د درېدو او بدني تلاښۍ غوښتنه یې راڅخه وکړه. په فولډر کې راسره اسناد یې هم تر نظر تېر کړل، او وروسته یې اجازه راکړه.
د سپېدار ماڼۍ ساحې ته له رسېدو سره مې فرصت پیدا کړ چې خپل د تلیفون په مټ پر پاڼو خبرونه او مالومات ولولوم. د فیسبوک له پرانیستلو سره مې د ډاکټر عبداله پر ویډیويي پیغام سترګي ولګېدې چې د ولسمشر غني له لوري د هیواد د پرېښېدو په اړه و. دا خبر مې زړه نه مانه. لږ تم شوم او له دې سره مې هغه خبره ذهن ته راغله چې له دې نېټې څخه یوازي څو اوونۍ وړاندي په کندهار کې له مشر څخه دویم ماما مې د لوی اختر په ورځ زموږ په خپل کور کې راته ویلي و: تالیبان پلان لري چې اشرف غني په دار وځړوي. دا کار د روسیې په امر کوي. ځکه روسیه غواړي د غني په وژلو له امریکا د نجیب د وژلو غچ واخلي. دلته ټول جنګ پردی او د پردیو د ګټو لپاره دی، موږ بېځایه پکښي مرو. دغه خبرې مې وروسته یو ځل بیا هغه مهال زړه ته تېرې شوې چې تر بل هر چا وړاندي په کابل کې د روسیې د سفارت پر اشرف غني له هیواد څخه د وتلو پر مهال د میلیونونو ډالرو د ایستلو تور ولګاوه.
دا مهال نو لمر هم لوېدلی و او کرار کرار آسمان تیاره کېدی. لږ وړاندي مې ولیدل چې ګڼ شمېر خلک د یو ستر اوسپنیز وره مخ ته ولاړ دي. چې ورنږدې شوم ګڼ شمېر فامیلونه د فرانسې د سفارت مخته له سفري بکسونو سره راغونډ شوي دي. د دفتر پر یو پخواني همکار مې سترګې ولګېدې. ویل یې شپې ته یې پرواز دی او غواړي فرانسې ته له کورنۍ سره یوځای ولاړ شي. لږ وړاندي مې په دغه ډله کې افغان لیکوال او شاعر نجیب منلی هم ولید او ناګومانه ورڅخه تېر شوم. ساعت – دوه وروسته مې ملي تلویزون پر پرده ولیدل چې هرڅه غیر عادي دي. پر ده د قاري برکت الله سلیم په ږغ کې تلاوت خپرېدی چې وروسته یو ږیرور کس له خولۍ سره راڅرګند شو او په نامرتبو الفاظو یې د کابل له ښاریانو د ارامۍ هیله کوله. (انځور). لږ وروسته پر الجزیره تلویزیون ژوندۍ خپرونه پیل شوه. لیدل کېده چې ارګ ته تالیبان ننوتي، او د ولسمشر غني پر میز شاخوا له وسلو سره ناست او ولاړ دي. پر سترګو مې د اوښکو پرده راغله او په دې توګه د جمهوریت وروستۍ ورځ پایته ورسېده.