شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد پنجشیر د مقاومت جبهه د ۴۰ طالبانو د اسیرولو ادعا کوي

د پنجشیر د مقاومت جبهه د ۴۰ طالبانو د اسیرولو ادعا کوي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۲۴ مه) ‏په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو نن په داسې مهال د افغانستان د نظام پرزولو او د دوی د واکمنيدو کليزه نمانځلې چې په پنجشېر کې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې د پنجشېر په عنابه دره کې د طالبانو خلاف د پراخو عملياتو ادعا کړې ده.

يادې جبهې په يوه اعلاميه کې ويلي،چې دغه عمليات يې د پنجشېر په عنابه دره کې کړي.

سرچينه زياتوي،په دې عملياتو کې ۵طالب جنګيالي وژل شوي،۳ټپيان او ۴۰ نور اسیران شوي دي.

يادې جبهې په خپله ويب پاڼه کې د اسیر شويو طالب جنګياليو عکسونه هم خپاره کړي،چې د مقاومت ډلې له جنګياليو سره يو ځای ښودل کېږي.

د دغو طالبانو د مړګ ژوبلې او اسارت خبره د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال او د مقاومت جبهې يوه مخکښ امرالله صالح هم خپور کړی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي،خو مخکې يې داسې ادعاوې رد کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو چارواکو په کابل کې پر افغانستان د بيرته واکمنيدو لومړۍ کلیزه نمانځلې ده.

په دې اړه خپرو شويو شعارونو او خبرونو کې طالبانو د اسد ۲۴مې يانې د دوی د بيرته واکمنيدو ورځې ته د افغانستان د استقلال ورځ ګڼلې اوخلکو ته ېې مبارکي ويلې ده.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو خلاف د وسله والو ډلو له فعاليدو انديښنه ښودلې او تورن شویو تمویلونکو ته یې له مشخصې اشارې پرته د ناسمو پايلو خبرداری ورکړی.

نوموړي ويلي:«‏ هر هغه څوک چې د شر اوفساد ډلې تمویلوي، هغوی باید واوري چې دوی په دغه شومه اراده کې تر منزل نه شي رسېدای.»

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي نن په ترکیه کې د طالبانو خلاف د مقاومت عالي شورا په نوم د اعلان شوي ایتلاف پرونۍ انلاين غونډې ته په اشارې سره پر امریکا متحده ایالاتو د طالب ضدو ډلو د تمويل تور پورې کړی.

امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. مرداري ښه ده چې څوک یې وخوري خو نه داسې پروپاګنده لکه د مذهبي لېونیانو خلاف او هغه هم د غلو فاشستانو په پلوي !!
    تف لانت په داس منطق چېرې دي دا اسیر طالبان ؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب