یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهظاهر اغبر سيګار ته پر ولسمشر غني له لګولو تورونو په شا...

ظاهر اغبر سيګار ته پر ولسمشر غني له لګولو تورونو په شا شوی

تاند( يکشنبه ، د اسد ۲۳ مه) ‏په تاجيکستان کې د افغانستان د پرزول شوي نظام سفير محمد ظاهر اغبر سيګار ادارې ته د هغو تورونو له ثابتولو په شا شوی،چې پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ېې له افغانستان څخه د پيسو ويستلو په اړه لګولي وو.

د تېر کال د اګسټ په پینځلسمه، د افغانستان له سقوط او د ولسمشر غني له جلا وطنه کيدو څخه وروسته ظاهر اغبر په کابل کې د روسیې د سفارت هغه ادعاوې‌تکرار کړې،چې ګواکې ښاغلي غني له افغانستان څخه ۱۶۹ ميليونه ډالره ورسره وړي دي.

  اغبر دا هم ویلي وو چې هغه به نړيوالو پوليسو (انټرپول) ته یو لیک ولېږي څو ولسمشر غني ونیول شي.

اوس د افغانستان په اړه د امریکا د پلټنو ځانګړې ادارې(سیګار) ویلي،چې اغبر د يادو تورونو په اړه له اسناد او توضیحاتو ورکولو ډډه کړې او مرکې ته نه حاضريږي.

په تاجيکستان کې د افغانستان د پرزول شوي نظام سفير د لګولو تورونو له ثابتولو د خپل شاتګ په اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د ولسمشر غني يوی نیږدې سرچینې هغه راپورونه رد کړل،چې ګواکې ولسمشر غني له هېواده د پيسو وړلو د تورونو په اړه سيګار سره له مرکې ډډه کړې ده.

سرچینه زیاتوي،چې سیګار ولسمشر غني ته ۵۶ پوښتنې لیږلې وې، خو دا ټولې پوښتنې د پيسو ويستلو د تورونو په اړه نه وې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پوښتنو کې د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د ځينو څرګندونو په اړه هم د ولسمشر غني نظرونه پوښتل شوي،چې هغه ېې له ځوابولو ډډه کړې ده.

د دغې سرچينې په وينا، د‌ سيګار هغه خبره سمه ده، چې ولسمشر غني یې د پيسو ويستلو د تورونو په اړه ۶‌ پوښتنې ځواب کړي.

دغه سرچینه ټینګار کوي،چې په يادو پوښتنو کې هماغه شپږ ېې د پيسو ويستلو د تورونو اړوند وې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب