یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا استخباراتي ادارې وايي، القاعدې په افغانستان کې ځان بیا نه...

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، القاعدې په افغانستان کې ځان بیا نه دی منظم کړی

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۳ مه) د امریکا د متحدو ایالتونو د استخباراتي ادارو له یوې تازه ارزونې سره سم، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته القاعده شبکې تراوسه پورې په افغانستان کې ځان بیا منظم کړی نه دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا استخباراتي ادارې په خپلو وروستیو څېړنو کې دې نتیجې ته رسېدلي چې القاعده شبکې ځان په افغانستان کې بیا نه دی تنظیم کړی او یوازې د ګوتو په شمېر پخواني غړي یې افغانستان ته بېرته ګرځېدلي دي.

له بلې خوا د امریکا ځینې تروریستي ضد متخصصان د کابل په شېرپور کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنه تر اندازې زیاته خوشبینانه ګڼي.

د امریکا د استخباراتي ادارو د ارزونې لنډیز نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترلاسه کړی دی او په هغه کې یوازې هغه ټکي شامل دي چې ټولې استخباراتي ادارې يې په اړه یو شان نظر لري.

ورځپاڼه زیاتوي، په داسې حال کې چې د امریکا ځینې تروریستي ضد متخصصان وايي چې القاعده له افغانستانه د امریکا پر ضد د تروریستي بریدونو توان نه لري، ځینې نور بیا باور لري چې دا شبکه به پر لوېدیځ د احتمالي تروریستي بریدونو لپاره د اوس وخت لپاره له سیمې دباندې پر خپلو وفادارو کسانو اتکا وکړي.

نیویارک ټایمز لیکلي، د استخباراتي ادارو ارزونه د تروریزم د چټک او پېچلي لرلید خوشبینانه تصویر وړاندې کوي.

د ملګروملتو د تروریستي ضد چارو یو پخواني چارواکي اډموند فیټن براون د امریکا د استخبارتي ادارو ارزونې ته په اشارې ویلي:«دا ارزونه ډېره دقیقه ده.»

دا ارزونه په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو وروسته شوې ده.

په داسې حال کې چې د ظواهري وژل کېدو ډېر کسان حیرانه کړل او داسې یې وانګېرله چې طالبانو د دوحې د تړون ژمنې ماتې کړي خو د امریکا د استخباراتي ادارو ارزونې د ډېرو افغان او امریکايي شنونکو د اټکل خلاف ده.

له دې داسې ښکاري چې د ظواهري په وژلو کې ممکن ځینو طالب کړیو له امریکا سره همکاري کړې وي.

پخوا سي آی اې اټکل کړی و چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو یو یا دوه کاله وروسته القاعده ممکن بیا د دې جوګه شي چې له افغانستانه پر لویدیځوالو بریدونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب