یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپښتنو په وزیرستانونو او بنو کې توره ورځ ولمانځله

پښتنو په وزیرستانونو او بنو کې توره ورځ ولمانځله

تاند(یکشنبه، د اسد۲۳ مه) د خیبر پښتونخوا په بنو، شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې نن خلکو د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله.

خلکو په کورونو او واټونو تور بیرغونه لګولي او وايي چې د پاکستان د تاسیس ورځ د دوی لپاره یوه توره او بدمرغه ورځ ده.

د سیمې اوسېدونکي په ځانګړي ډول د پښتنو پر هدفي وژنو غوسه دي او وايي چې په دغو وژنو کې د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ لاس لري.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډېرو سیمو کې هڅه کړې چې خلکو رایوځای کېدو ته پرېنږدي.

سلګونو کسانو له بنو څخه غوشتل چې په وزیرستان ته لاړ شي چې هلته له اعتراض کوونکو سره یوځای شي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

په شمالي وزیرستان کې له ۳۰ ورځو راهیسې خلکو پرلت پیل کړی او د ځوانان، مشرانو او فعالانو د بې درکه کېدو او وژنو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

له بلې خوا پاکستاني پوځیانو د بلوچستان د هرنايي په سیمه کې د پښتنو پر لاریون ډزې کړې او یو تن یې وژلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم دا پېښه تایید کړې. ده پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي«په هرنايي کې پاکستاني عسکرو د پښتنو پر یو لاریون برید کړی چې په ترڅ کې یې د عوامي نېشنل ګوند غړی خالق داد وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

ځايي خلکو تېره شپه د پوځيانو د ناقانونه عملياتو پر ضد لاريون پیل کړې وو چې پاکستانی عسکرو پرې ډزې پیل کړې.

په دې استعماری ریاست کې پښتانه د غلامانو په توګه ساتل کیږي. ریاست خپل ۱۴ اګست په پښتنو سیمو کې څه په دې ډاول لمانځي. ځوانان مو قتل کیږي. دا څنګه ازادي ده»

په دې برید کې ۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو ځیني ویډیوګانې خپرې شوي چې پکي خلک د عسکرو د پوستې مخ ته احتجاج کوي او په دې وخت کې ډزې هم اوریدل کېږ‎ي او د خلکو له لوري دوہ ځوانان په ټپي حالت کې وړل کېږي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب