(دریمه او وروستۍ برخه)
ب) د اسلامي نظام قوانین:
پدې کې هیڅ شک نشته چې د اسلامي نظام او مسلمه امت لپاره اساسي کړنلاره قرآني احکام او د هغې نه وروسته، نبوي سنت دي، چې د انسان د فردي او اجتماعي ژوندانه نه پرته، د اسلامي نظام د جوړښت او د دې نظام د چارو سمبالولو لپاره هم رهنمودي/ بنسټیز اصول پکې مطرح شویدي.
بنا د اسلامي نظام ټولې چارې په اول قدم کې باید د قرآن او نبوي سنتو په رڼا کې تنظیم او تر سره شي، اما دا هم د امکان نه لېرې خبره ده چې په اوسنۍ زمانه کې پرته له وضعي قوانینو او احکامو نه ژوند وکولای شو، نه تنها اوس، بلکې د اسلام په اوایلو کې هم د وضعي قواعدو د شتون مساله په مکرره توګه مطرح او د همدې ضرورت په اساس، په مهمو موضوعاتو کې دیني عالمان او مجتهدین د چارو د ښه تنظیم په خاطر خپل فقهي/ اجتهادي نظریات(آراوې) وړاندې کړې چې بعضې پکې اختلافي هم دي.
بله مهمه او اساسي خبره دا ده چې په قرآن او نبوي احادیثو کې هیڅ کوم صریح حکم نه لیدل کیږي چې د وضعي قوانینو/ احکامو د شتون مخالفت او ممانعت پکې شوی وي، که چیرې داسې وای، نو د اجتهاد او فتواګانو دروازې د هماغه وخت نه چې کله حضرت محمد مصطفی(ص) اسلامي نظام تأسیس کړ، باید په مطلقه توګه تړل شوې وای، اما داسې ونشوه او د اجتهاد او فتواګانو لړۍ تر اوسه پورې جاري ده، البته یوه خبره حتمي ده چې په اسلامي نظام کې وضعي قوانین/ احکام باید د قران او سنت سره په ټکر، تعارض او تناقض کې نه وي.
یو دورند دیني عالم په دې هکله داسي لیکي:
«قران کې د احکامو یا قوانینو سره تړلي آیاتونه غالبا درې سوه دي.هغه احادیث چې له احکامو سره تړل شوي غالبا درې زره دي، نور ټول فقهي قوانین یا د اصحاب کرامو اجتهادي آراء او یا فتواوې دي، یا د نورو مجتهدینو اجتهادات آراء او فتواوې دي؛لکه أبو حنیفة، مالک، شافعي، احمدبن حنبل، سفیان ثوري،حسن بصري، سعیدبن المسیب ، طاؤس، ابراهیم نخعي، علقمة، حماد،اسحاق بن راهویه، ابن شبرمه، ابن ابي لیلي محمدبن حسن شیباني،ابو یوسف القاضي،زفر الهذلي،حسن بن زیاد ،شریح، لیث بن سعد،ابن حزم، بخاری،ترمذي، ابن تیمیة، شاه ولي الله، دا ټول زرګونه قوانین انسانانو وضع کړيدي، خو دومره ویلی شو چې دې خلکو د قرآن او سنت رڼا کې آراء ورکړي یا اجتهادات یې هم د شریعت په رڼا کې وو خو په هر حال دا خلک انسانان ول، خطاء اشتباه او تیروتنه یې ممکن وه؛ له دې امله څلور مذاهب جوړ شول، چې هر چا د خپل فهم په کچې او د خپل فهم په رڼا کې اجتهاد کړیدی .هغه انساني قوانین ناکاره او غلط ګڼل کېږي چې د قران، سنت او اجماع مقابل او مخالفت کې واقع شي.
قران او سنت موږ ته اساسات او اصول راپه ګوته کړي، تفصیلي قوانین خو ټول د هغې رڼا کې د انسانانو د اجتهاد په اساس جوړ شويدي.
د نیا مخکے روانه ده ، نوي نوي ایجادات کېږي، انساني ژوند ارتقاء کوي، تجارت،زراعت،طب او صنعت کې ډېر شیان نوي او جدید مخے ته راغلل او رازي، د ژوند ټولو وسائلو کې غټ تغییرات راغلي، که موږ یوازې د مواصلاتو ذرائعو کې چې کوم تغییر راغلی دی او راځي ملاحظه کړو لکه طیاره موټر، ریل، تلفون، رادیو، تلویزیون، موبایل، انټرنیټ، همدا راز د طب برخه کې لکه د انساني اعضاوو پیوند کاري، زړه، جګر، سترګې او داسې نور اعضاء تبدیلول د وینې انتقال، دیو کافر سترګې او ګوردې مسلمان ته پیوند کول ،همدغه شان تجارتي او د پېرلو او پېرېدلو سیستم کې عجیب او غریب تغییرات، لکه بانک،کریډټ کارت،ډیبیټ کارټ ،بیمه(انشورنس) بیا د ژوند بیمه،تجارتي بیمه، د حادثاتو په په پار بیمه او داسې نورهمدغه راز د مواصلاتو برخه کې نا آشنا پرمختګ لکه د طیاره، موټر ټرین، بحري جهازونه حتی اوس سپوږمۍ پورې سفر او دې سره تړلي شرعي احکام او داسې نور ډېرو شیانو لپاره خو قران،سنت او زړه فقه کې قوانین نه دي وضع شوي؛ اوس به دا شیانو ته څنګه قوانین وضع کوو، طبعي ده چې وړ انسانان ( اهل علم) به د قرآن او سنت رڼا کې د اجتهاد په اساس دې مواردو ته احکام او قوانین را پیدا کوي او یا به دا موارد د شریعت له دائرې نه وباسو؟ یا به د شریعت رڼا کې، ورته انسانانو قوانین جوړوي.، همدغه یې طبعي لار ده.
شریعت د ښاروالۍ ، د وزارتونو د تقسیم د ریاستونو جوړښت ، د رادیو فعالولو،د تلویزیون جوړولو د برق د بند د جوړولو، سولر نصبولو، یخچال د کالیو د وینځلو ماشین او داسې نورو شیانو باره کې څه نه دي، ویلي.
دا ټول الات انسانانو ایجاد کړي او دهغو په قوانینو چلېږي.کوم ځای کې چې انساني قوانین د منلو وړ نه دي، هغه فقط هغه ځایونه دي، چې انساني قوانین د قرآن،سنت او اجماع مقابل کې واقع شي.
شریعت اصول وضع کړي، د هغې باید پیروي یې به موږ لازم کړې ده،دهغې خلاف باید قانون سازی ونه شي.
بل هغه جزئیات دي، چې شریعت( قران، حدیث، اجماع)دهغه جزئیاتو په اړه لارښونه یا فیصله کړي وي،د هغې مقابل کې یا د هغې خلاف هم باید قانون سازي ونه شي؛ که جزيي دی او که کلي دی چې شریعت( قران،سنت،اجماع) په کې قانون جوړ کړی وي، منل او تطبیق یې په موږ لازم دي .نور خو یو وسیع مجال انسان ته پرېښودل شوی ،چې ځان ته په کښې لار وباسي.
بین المللي، معاهدات،د حقوق بشر قوانین ټول د شریعت خلاف نه دي،کوم موارد چې د شریعت (قران،سنت،اجماع) مخالف وي ، دهغې منل په موږ ناروا دي.
داهم مهمه ده چې ځوانان پرې پوه شي،چې شریعت فقط د عباداتو او عقائدو اړخ مشرح ذکر کړیدی،معاملاتو کې شریعت یو چوکاټ تعیین کړی دی، نور یې مسلمانانو ته واک ورکړی چې د دغه چوکاټ د ننه خپل معاملات تنظیم کړي.
سیاستونو کې هم دغه رنګ معامله ده، چې چوکاټ ورکول شوی، چې امت به د هغه چوکاټ په رڼا کې خپل سیاسي امور تنظیموي.»
پدی اساس د طالبانو د مشرتابه هغه فرمان چې وضعي قوانین یې کالعدم بللي، د شرعي احکامو او نصوصوڅخه د دغې ډلې د غلط او ناسم برداشت ښکارندوی دی او دا خبره تاییدوي چې طالبان، دین پخپله خوښه تعبیر او تفسیروي.
طالب چارواکي باید پدې پوه شي چې په موجوده شرایطو کې د وضعي قوانیو لغوه کول او په مطلقه توګه د دغو قوانینو ردول او نه منل، حکومتي چارې او د خلکو ورځنی ژوندانه له مطلق رکود او سترو ننګونو سره مخامخ کوي؛ د اندیښنې وړ خبره ده چې کله طالبان وضعي قوانین نه مني، نو بیا دا په زرهاو دوسیې او دعوې چې په څارنوالیو او محاکمو کې پرتې دي، د دوی حل او فصل به څنګه کیږي، یعنې دا ادارات به د کومو قواعدو پر اساس خپلې چارې تر سره کوي؟ زموږ ترافیکي نظام به د کومو قواعدو پر اساس چلیږي؟ همداشان زموږ مالیاتي او ګمرکي نظام، صحي نظام، مخابراتي نظام، تحصیلي او تعلیمي نظام، پولیس، اردو، امنیت ملي او نور حکومتي ادارات به د کومو احکامو او قواعدو په اساس فعالیت کوي؟؟؟
همداشان د وضعي قوانینو سره بایکات، د افغانستان موقف په نړیوال ډګر کې هم له جدي ګواښ او ستونزو سره مخامخ کوي؛ زموږ عضویت به په بین المللی سازمانو کې تر پوښتنې لاندې راشي او د افغانستان سیاسي، ډیپلوماتیک، تجارتي او نور روابط له نړیوالو سره ګډوډ او زموږ هیواد به د مطلقې انزوا لور ته ولاړ شي.
له بله پلوه، په اسلامي نظام کې د قانون جوړونې کارهم ډیرې ستونزې او پیچلتیاوې لري، خصوصاٌ که چیرې اختلافي موضوعاتو او اراؤ ته توجو وشي.
د دې کار د ترسره کولو لپاره مجرب او داسې علماوو او پوهانو ته ضرورت پیدا کېږي چې هم په فقه اوهم په حقوقو او نورو عصری علومو کې پوره لاس رسی ولري،داسې پوهان د طالب چارواکو په منځ کې به ډیر کم(د ګوتو په شمار) به وي..
نتیجه:
خلاصه دا چې تیر شوي یو کال وښوده(ثابته کړه)چې طالب چارواکي د هیڅ نوع( اسلامي یا موډرن) حکومتي نظام د جوړولو اراده، وړتیا، ظرفیت، اهلیت او امکانات نلري او کله هم نشي کولای په یوازې ځان، پر منل شوي میعارونو ولاړ حکومتي نظام جوړ او چارې یې پر مخ بوځي؛ دا ځکه چې؛
اول: طالبان د اسلامي نظام جوړولو اراده نلري- طالبان، په دې ډیر ښه پوهیږي چې د هر نوع پر معیارونو ولاړ حکومتي نظام جوړیدل، که هغه اسلامي نظام وي او که موډرن حکومتي نظام، د دوی په ګټه نده، د حکومتي نظام جوړیدنه طالب چارواکو ته د سیاسي ځان وژنې په مانا ده، دا ځکه چې په داسې یو نظام کې د چارواکو هر عمل باید تر نظارت لاندې وي او چارواکي باید ځان او خپلې کړنې د قانون او مقرراتو تابع وګرځوي، په داسې نظامونو کې مطالق العنانۍ ته ځای نه پاتې کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سبا طالب چارواکيو خپل ښکرونه ښخ کړي، حکومت او حکومتي څوکۍخپل شخصي ملکيت گڼي، پرته له خپلې ډلې، بل چاته په حکومتي ادارو کې د کار کولو حق نه مني او فکر کوي چې هرڅه باید د دوی د طبیعت مطابق او د دوی په محوریت مخکې لاړ شي.
طالب چارواکو کله هم خپل دا انحصاري احساس او نظریه پټ کړې نده او په ښکاره، په رسنیوکې طالب استازي داسې استدلال کوي چې دوی پخواني نظام په زوره چپه کړی، پدې لاره کې یې قرباني ورکړې او نړۍ لوی قوت(ناټو) ته یې هم شکست ورکړی، بنا د دوی نه پرته بل هیڅ څوک د حکومت کولو حق نلري، د دوی دا فکر او کردار سربیره پر دې چې جهاد فی سبیل الله د اصل مخالف او د دې امر واضح ثبوت دی چې دوی د قدرت لپاره جنگ کړی نه د اسلام په خاطر!، دا خبره هم په ګوته کوي چې طالب چارواکي نسبت و اسلامي نظام ته، خپل سرې حکمرانۍ ته ترجیح ورکوي. پدې اساس له طالب چارواکو سره هډو د اسلامي نظام د جوړولو او ټینگښت اراده شتون نلري او د داسې نظام جوړیدل د ځان په زیان بولي، کومه غوڼده چې طالبانو په کابل کې رابللې وه، دا اندیښنه نوره هم قوي کوي چې طالبان د خپل واک او خپل سري حاکمیت د بقا په خاطر حتا د خلکو د دوکه کولو نه هم ډډه نه کوي او غواړي چې په هرترتیب کېږي خپل حاکمیت(حکمراني) باید ټینګه وساتي….
برسیره پر دې د قدرت پر سر د طالبانو خپل منځي نانندرۍ او د دوی ویشل کیدل په مختلفو ډلو، چې اوس یې هیڅ څوک نشی پټولای، بل لوی دلیل بلل کیږي چې طالبان د اسلامي نظام د جوړولو لیوالتیا او ژمنتیا نلري او هر څوک د خپل ځان د بقا او د حاکمیت د دوام په فکر کې دي، که چیرې داسې نه وای، حد اقل باید دوی د خپل امیر د محوریت نه باید نه وای وتلای……….
دوم- طالبان د حکومتي نظام د جوړولولپاره ظرفیت/ کافي بشري منابع(علمي کادر) نلري– موږ دا ومنله چې د اسلامي نظام چارواکي باید د عالي پوهې او ستر سیاسي بصیرت خاوندان وي او په چارو کې باید د نورو پوهانو، علماو، مفکرینو او مجتهدینو مشورو ته غوږ کېږدي .
دا په داسې حال کې ده چی طالبان نه پخپله په دیني او دنیوي علومو باندې کافي تسلط لري او نه هم د بل چا مشورو ته غوږ نیسي؛ دوی چې قاطع اکثریت یې بیسواده او حتا دیني تعلیم یې ندی تر لاسه کړی، دې ته هم حاضر ندي چې نور پوهان او متخصصین لکه انجینران، طب ډاکتران، حقوق پوهان، د ټکنالوژۍ او نورو عصري علومو مسلکي کسانو ته په حکومتي چارو کې برخه ورکړي .
بنا په اوسني عصر کې چې د علم او تیکنالوژۍ نه پرته د انسان اجتماعي او فردي ژوند دوام ناشونی بریِښي او د حکومتي چارو سمبالول خو اصلا ناممکن دي، دوی د اسلامی او یا نور هر نوع نظام د جوړولو علمي او تخنیکي ظرفیت او وړتیا نلري.
کوم فرمانونه چې تر اوسه پورې د طالبانو مشرتابه لخوا په مختلفو برخو کې صادر شوي، د دې خبرې پاخه ثبوتونه دي چې دوی نه په دنیوي مسایلو پوهیږي او نه هم فقهي احکامو په برخه کی لازمه او کافي آگاهي لري.
مثلاٌ طالبانو د جمهوریت د سقوط په اولو ورځو کې اعلان وکړ چې د نجونو د تحصیل لپاره نوې طرحه جوړوي، خو د یو کال په تېریدو با وجود تر اوسه پورې نه تنها دا چې دا طرحه نده جوړه شوې، بلکې اوس دوی دا پړه د افغانستان پر عامو خلکو اچوي او داسې استدلال کوي چې ګویا د نجونو مکتوبونه د «افغاني فرهنګ» له وجې تړل شوي پاتې دي، د دې مانا څه ده؟ يوازنی استنباط چې د دې وضعیت نه کېدای هغه داده چې دوی د کومې طرحی د جوړلو ظرفیت او توانمندي نلري، نه تنها دا، بلکې په نورو برخو کې هم تراوسه پورې دوی کوم داسې علمي طرحه نده وړاندې کړې او کولای هم نشي.
دا وضعیت د دې سبب شوی چې تقریباٌ په ډیرو ساحو کې رسمي اجراآت یا په ټپه دریدلي او یا دا چې تر ډیره بریده ټکني شويدي.
همدا شان طالبان د بین المللي راوبطو نه لازمه آگاهي نلري، په دیپلوماتیکه ژبه/ ترمینالوژۍ نپوهیږي او فکر کوي چې ټوله نړۍ باید هغه څه ومني چې دوی یې غواړي او د دوی د فکر او نظر مطابق وي،کله نا کله د دنیاولو سره حتا د زور له ادرسه غږیږی او مختلفو هیوادو ته ګواښونه کوی، د افغانستان بین المللی تعهداتو ته یی شا کړی او په خپلو کړونی کی بین المللی کنوانسیونونه،معاهدات، اعلامی او نور مهم بین المللی قواعدو ته پام نکوی.له همدې کبله ده چې د یو کال په تیریدو سره تر اوسه پورې یو هیواد ( اسلامي او غیر اسلامي) د دوی حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.
همداشان طالبان حتا د امنیت په ټینګولو کې چې دوی ځانونه د دې بخش فني او مسلکي کسان بلل، پاتې راغلي، د افغانستان موجوده امنیتی وضعیت د دې ښکاره ثبوت دی؛ طالبان نه پر زمکه د امنیت د تامینولو ظرفیت او توانمندي لری او نه هم د افغانستان د هوایي حریم څخه دفاع او ساتنه کولای شي، که چیرې وضعیت په همدې شکل دوام ومومي، د دوی په اصطلاح پوځ به هم د مادي او تخنیکي امکاناتو د نه شتون له کبله دیر ژر وپاشل شي.
دریم: په طالب چارواکو کې د ذاتي صفاتو، لکه ژمنتیا، سپیځلتیا، امانت دارۍ، له شخصی او ګروپي ګټو نه تیریدنه او د نورو ورته صفاتو نشتون:حکومتولۍ لپاره د علمي/ مسلکي ظرفیت نه وروسته، دوی (طالب) هغه ژمنتیا، صداقت، ایمانداري، سپیځلتیا او پر خپل نفس باندې تسلط هم نه لري، کوم چې د اسلامي نظام د چارواکو لپاره حتمي او ضروري ګڼل کیږی؛ طالب چارواکي په ډیر کم وخت کې داسې په فساد روږدي شوي، چې عام خلک اوس په پخواني کفن کښ باندې شکر وباسي، هر طالب فقط او فقط د قدرت او پیسو د تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي، دغه د قدرت طلبۍ احساس د دې باعث گرځیدلی چې طالبان په مختلفو ډلو اوګروپونو وویشل شي او هره ډله بل گروپ د ځان دښمن وبولي، آیا داسې خلک یو عادل،با ثباته او پر ملی ګټو ژمن اسلامي نظام جوړوای شي؟ هرگز نه…
څلورم: طالب چارواکی د حکومت د جوړولو او د حکومتي چارو د پر مخ بوولو لپاره لازم او کافي مالي- تخنیکي نلری – طالبان د حکومتولۍ لپاره کافي مالي- تخنیکي امکانات هم په اختیار کې نلري، اگرچې دوی ظاهرا د عوایدو د ډیریدو خبر ورکوي، اما حقیقت دا دی چې دوی تر اوسه پورې ندي توانیدلې چې دولت مامورینو ته معاش ورکړي؛ د اردو او پولیسو معاشونه خو له پخوا نه پاتې دي، همداسی تر اوسه پوری ډاکتران، استادان او نور مامورین معاش نلري او یا حد اقل پر خپل وخت ورته معاش نشي ورکولای.
په ملک کې فقر خپل آخري حد ته رسیدلی او اکثریت خلکو خپل کار او روزگار له لاسه ورکړی، صحي مراکز اکثره بند شوي او خلک د درملنې لپاره پاکستان او یا نورو هیوادو ته مراجعه کوي، عالی تحصیلات تقریبا په ټپه ولاړ دي او معارف هم له جدي ستونزو سره مخامخ دی.
د دې ناکامیو او چالشونو فهرست خورا لوی دی، خو په همدې به اکتفا وکړو چې دا ټولې ستونزې د دې ښکاره ثبوت دی چې طالب چارواکي د حکومت او نظام د جوړلو ظرفیت، اهلیت، وړتیا او ژمنتیا نلري، د دوی موجوده مڼدې او ترړې داسې مانا لري لکه پخوا به چې ماشومانو د ټوکو حکومتونه او پادشاهي ګانې جوړولې- داسې حکمراني ګانې نه ښایست لري او نه پایښت………. (پای)