Homeخبرونهد ایران او ط-انو سرحدي ناندرۍ؛ د ایران د خارجه وزير مرستيال...

د ایران او ط-انو سرحدي ناندرۍ؛ د ایران د خارجه وزير مرستيال کابل ته راغلی

تاند( يکشنبه ، د اسد ۲۳ مه) ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستيال له طالبانو سره د افغانستان په ګډه پوله کې د وسله والو نښتو او ناندريو له زياتيدو وروسته کابل ته راغلی.

طالب او ايراني چارواکو ويلي، چې نوموړی به د سرحدي مسلو په اړه د طالبانو له مقاماتوسره خبرې وکړي.

په کابل کې د ایران سفارت نن په یوټویت کې لیکلي، چې په قونسلي برخه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بیګدلي له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

د ایران سفارت کابل ته د بیګدلي د سفرهدف قونسلي همکارۍ، ایران ته د افغانستان د اتباعو د سفرونو قانوني کولو او د ګډو پولو د امنیت تامینول بللي دي.

 تېره اوونۍ د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي هم کابل ته سفرکړی و.

طالبانو د ایراني هیئت سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ېې د ايراني سرچينو په حواله دغه سفر تاييد کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...