Homeخبرونهسېلاوونو پروان کې ۱۷تنه مړه کړي

سېلاوونو پروان کې ۱۷تنه مړه کړي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۲۳ مه) ‏‏‏د پروان په سیاه ګرد او شینوارو ولسوالیو کې د سېلاوونو راوتو درانه زیانونه اړولي.

د طالبانو ځايي چارواکو ويلي ،چې د دغو سېلاوونو له امله ۱۷ تنه مړه شوي، زیات شمېر نادرکه شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي.

 ځايي خلک وایي چې یوازې د سیاه ګرد د تیکمر په سیمه کې یو کلی چې ۳۰ کورنیو په کې ژوند کاوه په بشپړ ډول اوبو لاندې کړی.

تر اوسه د دغو سېلاوونو د زيانونو ټول جزييات نه دي روښانه شوي.

افغانستان سږ کال د سېلاوونو،‌ زلزلو او نورو طبيعي پېښو له کبله بېساري زيانونه او تلفات وګالل.

د‌ دغو پېښو ځپل شوي نیوکه کوي،چې د طالبانو حکومت او نړيوالو مرستندويانو ورسره لازمې مرستې نه دي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...