یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د علماوو وژل د فاجعې عمق | زبیر افغان

د علماوو وژل د فاجعې عمق | زبیر افغان

په هیواد کې د هرې ډلې د علماؤ وژل روانه فاجعه نوره هم عمق ته بیايي، دا ډېره خطرناکه لوبه، که هر څوک يې تر شا لاس لري له هیواد، ملت او دین ټولو سره دښمني کوي.

زموږ پر ټولنه د علماؤ نفوذ یو روښانه حقیقت دی، که د هرې ډلې علماؤ ته په سپکه کتل کېږي د ملت یوه برخه په ځورېږي، د ملت له جذباتو سره لوبي داسې دي لکه د اور له غره سره چې بازۍ کوي. 

خو زموږ په ټولنه کې بدمرغي داده چې دیني قِشر تر بل هر چا زیات همدې مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي، دا خبره پر خپل ځای سمه ده چې د علماؤ ترمنځ به د خپل علم، مسلک، ټولنې، مکان و زمان او نورو ګڼو عواملو له وجې اختلاف وي، مګر اختلاف دومره پراخول چې یو د بل وینې پکې توی شي، مرګونه پکې روا شي، عزتونه پکې لوټ شي، نه یوازې له دیني اړخه حرام کار دی، بلکې عقل يې هم ردوي او تجربه هم د دې د ناوړه پایلو خبر راکوي.

مرګونه او جنګونه د ستونزو حل نه وړاندې کوي، جنګ په نړۍ کې تر ټولو اخیري اپشن دی، موږ ولې تر هر څه وړاندې وروستي اپشن ته لاس کړو؟ د دې خبرې ځواب به نامسلمانو ته څنګه ور کوئ چې که ستاسو دین د ستونزو حل وړاندې کولای، نو تاسو ولې سره وژنئ؟ د خدای لپاره ستاسو په اعمالو او کړنو باندې دین بدنامېږي، ستاسو اعمال د دې سبب کېږي چې مسلمانان له دین څخه مخ وګرځوي، نامسلمانو ته د نیوکو زمینه سازي کوي، نفرتونه ډېرېږي، سختۍ زیاتېږي، د رحمت پر ځای د خدای د غضب مستحق کېږو، نو اختلاف تر هغه ځایه سره وکړئ چې په شریعت کې روا وي، عقل ورته مجوز ور کوي، په ژوند کې يې یوه ثمره ښکاره کېږي، داسې اختلاف د خدای او رسول په نوم ولې سره کوئ چې اخیر مو پلویان یو بل سره وژني، ان د دې اور خاشاک تاسو خپله شئ؟!

په هیواد کې احناف، سلفیان او شیعه مذهبونه اوس هغه حد ته رسېدلي دي چې که هره ډله د بلې په ورکولو پسې شي، نو یوازې به خپل ځان ته د دښمنۍ تخمونه وکري، نور به هيڅ هم ونه کړي. نه سلفي حنفي ورکولای شي او نه حنفي سلفي، نه شیعه اهل سنت ختمولای شي او نه اهل سنت شیعه، تر ټولو ښه لار زغم دی، یو د بل منل دي، له اختلاف سره باید تحمل وکړو، رسول الله ص په مدینه کې د خپل واک مهال یهود په مدینه کې وزغمل، منافقان يې وزغمل، په نجران کې يې نصارا وزغمل او د خپل ژوند په اخیره کې يې د بنو حنیفه قبیلې مخالفت وزغمی، دا ډېره بده ده چې د ټولو خدای یو دی، رسول يې یو دی، قران يې یو دی، د قیامت پر ورځ ټول ایمان لري، د دې ژوند د اعمالو محاسبه په وروستي ژوند کې مني، د خدای پر علم، قدرت، خبرتیا، حساب و کتاب او نورو ګڼو صفاتو ټول باور لرئ، خو له دومره مشترکو ټکو سره ستاسو اختلاف دې حد ته ورسېږي چې ان یو بل تکفیر کړئ، له اسلامه يې وباسئ او اخیر يې د وژلو فتواوې هم صادرې کړئ، تاسو به د خپلو دې اعمالو ځواب خدای ته په کومه خوله او په کوم برهان ور کوئ؟!

قران کریم په دیني لحاظ د ډلو له جوړولو منعه کړې ده(الانعام: ۱۵۹، الروم: ۳۲)، رسول الله ص د حجة الوداع په ارزښتانه خطبه کې له خپل منځي وژلو منعه وکړه، وې ویل: «لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ» تر ما وروسته د کافرانو په شان یو بل مه سره وژنئ(مسلم، کتاب الایمان، ح: ۶۵).

په ناحقه د یوه انسان وژنه قران کریم د ټول انسانیت له وژنې سره برابره کړې ده(المائده: ۳۲)، قران کریم چې اهل کتابو په اړه بیا بیا وايي، هغوی د الله له لارې خلک منعه کول، دا څنګه منعه وه؟ هغوی خو خپله اهل کتاب ول، دین ته يې دعوت کاوه، کتابونه يې در لودل، تر ننه هم عیسویان او یهود پر خپل دین پاته دي، د عسیويانو دعوت نن هم موږ ونیو، نو بیا يې د خدای له لارې منعه څنګه تفسیر کړو؟ اصل خبره داسې وه چې اهل کتابو له دین څخه داسې یو شی جوړ کړ چې د خپلو خواهشاتو او شرعي لارښوونو ګډوله وه، دوی ځینې اعمال یوازې په رسمي شکلونو د دین په غوښتنه کول، خو تر څنګ يې ګڼ غیر اخلاقي او په معاملاتو کې ډېر زیات د ځان په ګټه احکام ترویج کړل چې د هغه دین اصلي څېره يې مسخه کړه، دوی د دین یوازې رسمي د ګوتو په شمار اعمال کول، هغه اساسي پيغام يې د دین ورک کړ، نو د هغوی بد اعمال د دې سبب کېدل چې خلک له دین څخه مخ وګرځوي، خپل خلک يې نفرت ځني وکړي، د خپلو خلکو ترمنځ يې د نفرت دېوالونه ودرول، ډلې يې جوړې کړې او یو پر بل يې د تکفیر فتواوې ور کولې، دغه د نفرت او اختلاف اعمال د دې سبب کېږي چې خلک هم له خدایه مخ واړوي او هم يې له دینه، ځکه نو د خدای صالح بندګان دعا کوي چې الله موږ د نورو خلکو لپاره فتنه مه جوړوې چې زموږ اعمال او کړنې د دې سبب شي چې نور خلک له دینه وګرځي او زموږ اعمال د هغوی د فتنې سبب شي، قران کری وايي: { فَقَالُوا عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ} [يونس: 85]، دوی ویل: پر الله مو توکل دی، اې زموږ ربه! موږ ظالمانو کسانو ته د فتنې سبب مه کړئ. دغه ډول مفهوم يې د ممتحنې په (۵) نمبر ایت کې بیا بیان کړی دی.

هر څوک چې پر خدای یوه ذره ایمان هم لري، یوه ذره له خدایه وېره ولري او بیا هم د دې اختلافاتو د پراخولو لپاره کار وکړي، خلیج يې ژور کړي او د خدای بندګان تر خپل منځ سره ښکر په ښکر کړي، الله به يې هم په دنیا کې رسوا او شرمنده کړي او هم به په اخرت کې سخت حساب ورسره وکړي. زه په دې اختلافاتو کې د هيڅ ډلې پلوي نه کوم، له دیني قشر څخه مو غوښتنه ده چې د خدای لپاره خپل اختلافات یوې خوا ته کړي، تر اختلافي ټکو يې پر مشترکاتو ډېر تمرکز وکړي، که اختلاف هم وي، یوازې دې تر نظري اختلافه محدود کړي، عملن دې مسلمانان په فتنه نه سره اخته کوي او که د علماؤ په جامه کې څوک بیا هم دغه کار ته لاس ور اچوي، عوام دې د دغه ډول ملایانو خبره نه مني، په خپل منځ کې دې یو بل ته د حق توصیه وکړي، زغم دې ولري، حوصله دې کوي، مسلمان دې نه تکفیر کوي، خدای موږ ته ددې مسوولیت نه دی راکړی چې خلک پر ډلو سره ووېشو، یوه اهل جنت او بله يې اهل نار معرفي کړو، رسول الله ص زموږ مسوولیت داسې معرفي کړی دی:

«يَسِّرَا وَلَا تُعَسِّرَا، وَبَشِّرَا وَلَا تُنَفِّرَا، وَتَطَاوَعَا وَلَا تَخْتَلِفَا».(مسلم، کتاب الجهاد والسیر، باب في الامر بالتیسیر، وترک التنفر، ح: ۱۷۳۳)

اساني کوئ، سختي مه کوئ، زېری ور کوئ نفرت مه خپروئ او یو د بل اطاعت کوئ اختلاف مه سره کوئ.

په دین کې تر انسان بل لوی ارزښت نه شته، د قران کریم په ټولو پيغامونو کې تاسو فکر وکړئ چې که مو تر دې لوی ارزښت پکې وموندئ نو موږ هم په خبر کړئ، لهذا په وړو خبرو د انسانانو مرګونه مه روا کوئ، دغه اختلاف ښايي د ټول ملت او وطن په تباهي تمام شي، چې نه به دین ته ګټه ورسوي، نه ملت ته او نه هم وطن، بې مسوولیته کارونه مه کوئ، ستاسو کارونه یوازې تر تاسو محدود نه پاتېږي، خلک يې پيروي کوي، اغېزې يې حتمن نورو ته رسېږي، که تاسو په پوره بې باکي دغه ډول بې مسوولیته کړنو ته دوام ور کړئ، نو په دنیا او اخرت کې به د هر ډول بدو پایلې ستاسو پر غاړه وي، تاسو به د هرې بدۍ مسوول یئ، د شر د ټولو دریڅو د خلاصولو مسوول به تاسو یئ، نو د خدای لپاره نور تر دې اختلافاتو تېر شئ، د خلکو وژنه ودروئ، دا د حل لار نه ده، غر که هر څومره لوړ وي، پر سر لار لري، په یوه ورځ پسې بله هم شته، د واک او اقتدار دغه وختونه د کایناتو د خالق په واک کې دي، که یوه ورځ یوه ډله وي، بله ورځ بله هم راځي، نو مه د خلکو انتقام ته بانې په لاس ور کوئ، مه اوس جنګ او شر ته لمن وهئ چې خلک په لوی لاس وپارېږي، د علماؤ کار باید مسوولانه وي، که همدغسې روان شئ، نو دین به بدنام کړئ، ملت به هم او وطن به هم تبا  و برباد کړئ، نور مو خپله خوښه، زه په خپله له یوې ډلې سره هم کار نه لرم، د هرې ډلې د افرادو په وژلو مې زړه خوږېږي، په خپله مې تر نفرت مینه خوښه ده، له انسانانو سره د انساني کرامت له امله مینه لرم، تر نفرت مینه اسانه ده، پایلې يې هم تر کرکې ښې دي، نو هیله مو ده چې تر بدې خوا د ښې لپاره کار ډېر وشي.

۲۰۲۲/اګښت/۱۳

1 COMMENT

  1. هر هغه څوک چی ځان ته عالم وایی او وطن سره مینه نلری، ملی ارزښتونو ته احترام قایم ندی سل واری مردار شی او ودی وژل شی. داسی عالمان ټول د پردیو جاسوسان او غلامان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب