پوهندوی آصف بهاند
(د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو لومړۍ کلیزه)
څو ورځې وروسته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو یو کال پوره کېـږي. په دې یوه کال کې څومره نجونې د زدکړو او ښوونځیو له دایـرې د باندې پاتې دي او څه پرې تېر شوي دي؛ دا د نړۍ په کچه یو بیساری عمل او تاوتریخوالی دی چې د افغانستان له نوي نسل سره او د افغانانو او افغانستان له راتلوکې سره ترسره شو، پایلې او دروند منفي بار به یې له همدا اوسه، بیا تر ډېرې اوږدې مودې پورې په منفي ډول سر رااوچتوي او د افغانستان د همدې نسل او راتلونکو نسلو پر اوږو به د یو دروند پـېـټي په ډول بار وي.
تر دې مقالې مخکې مې هم د نجونو د ښونځیو د بندېدو د ستونزې په باب د څو مقالو په ترڅ کې خپل غږ او چت کړی دی، دا یې سرلیکونه دي:
لومړۍ مقاله: هیله ده چې د نجونو د تعلیم مخه څوک ونه نیسي،
دویمه مقاله: یو ځل بیا د افغان نجونو د تعلیم مسأله،
دریمه مقاله: »هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري…»
څلورمه مقاله: د نجونو د تعلیم پرسر ناندرۍ،
پنځمه مقاله: »زما نوی کال په نوي غم پـیـلیـږي«
له ښوونځیو څخه د نجونو محرومول یوه کال ته وِغځید، ښوونځي تړل شوي او یا درېدلي دي، خو د زدکونکو عمر نه درېـږي روان دی، دا په دې مانا چې له شپـږم ټولگي نه پاس د افغانستان ښځینه زده کوونکو خپل یو کال عمر په وړیا ډول له لاسه ورکړ، نه په ساده ډول، بلکې له ډېرو تشویشونو سره او د نن سبا په تمه یې د زدکړو وخت او استعداد له لاسه ووت.
د دې یوه کال په تېرېدو سره نه یوازې دې ستونزې ته چا حللار ونه مونده، بلکې دا ستونزه نوره هم وپـړسول شوه، داسې چې اوس تقریباً په یوه ناسور زخم بدله شوې ده. کور دننه او په نړیواله کچه د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو له پاره ډېرې هلې ځلې وشوې، خو پایله یې لکه جړ تار سرورکې ده.
عملاً لیدل کېـږي چې د نجونو د تعلیم په برخه کې نوي واکداران په یوه خوله او یو خبره نه دي. د طالبانو د ډلې یو مهم سیاسي شخصیت عباس ستانکزی په خپله هره وینا کې د نجونو د تعلیم پلوي کوي، دا یې ورستۍ څرگندونې دي:
«شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې د ټولنې د یوې مهمې برخې په توګه دوی ښځې له پامه نه شي غورځولی او په وینا یې هغوی حق لري، چې د سیاست او اقتصاد په ګډون د ژوند پر هر ډګر فعاله ونډه ولري…
… د طالبانو په حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی بیا هغه څېره ده چې په هره غونډه کې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو موضوع راپورته کوي.
تازه نوموړي تېره ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې حکومت یې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او هیڅوک د تعلیم په ګډون د دوي هیڅ یو حق نشي ترې اخیستلای:
نوموړي وویل:
” موږ ښځې نشو ایګنورولای، دا د ټولنې مهم قشر دی، باید د افغانستان په بیا ودانولو کې، د افغانستان په سیاست کې، د افغانستان په هره برخه کې فعاله ونډه ولري، موږ یې ورکوو، زموږ د نظام په سیوري کې به د نارینه وو او ښځو حقونه خوندي وي.”
نوموړي له دې وړاندې هم د طالبانو یوې لویې غونډې ته خبرو کې د نجونو د ښوونځو د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.»
په افغنستان کې د نجونو د ښوونځیو نه خلاصېدل یوه عامه ستونزه ده او د دې لویې ستونزې په ترڅ کې بیا کله ـ کله یوه نیمه داسې بله ستونزه هم یا په عمدي او یا تصافي ډول سر راپورته کوي چې موضوع نوره هم منفي اړخ ته کشوي.
د افغانستان د تعلیمي نظام په دې حساسه مرحله کې بیا یو بل داسې څوک راپیدا شوی دی دی چې هېڅ د نجونو له ژوند او تعلیم څخه خبر نه دی، خو دا تور یې لگولی دی چې د ښوونځیو نجونې مخدره توکي (تابلیت K) استعمالوي. اوس نو راځه دا تور پاکوه او دې خبرې ته جامې وسکڼه.
دې سړي خپله لمن پر خپل سر اړولې ده، که دی افغان وي، نو دا ملامتـتیا به یې ټول عمر د غاړې تلک وي چې ده نه د یوې ـ دوو ـ دریو کورنیو په نجونو او ښځينوو تور پورې کړی دی، بلکې د ټول افغانستان په نجونو، ښځو او کورنیو باندې یې تور لگولی دی.
جبار فراز نومي قلموال خپل نظر داسې څرگند کړی دی:
«بې مسووليته حاکمانو د ښځو پر مخ د ښونځيو دروازې تړلي دي. د هيچا نه اوري. دا شی راغی په همدې مورد يې يوه ډېره توهين امېزه ډوزه وويشته. اوس که دا وشاربل سي او په پای کي يوه عملي نتيجه هم ورسره ملګرې سي، نو بېله شکه به خپل هدف ته ورسيږي.
دريم دا چي په همدې مکاتبو کي زما و ستا خور و لور و لمسۍ زدکړي کړي دي. داسي خو هم نسي کېدای چي ټولي به په دا شل فيصده کي راځي، ځکه اتيا تر شلو څو برابره زيات دي. او دا شي په دا دوهمه ويډيو کي په ډاګه کړه چي د نظام په استازيتوب ږغېدلی دی، اوس نو که دا رښتيا نه وي، بايد حاکمان يې عملن وښيي، کنه نو واقعن ورسره موافق دي. او دا بېخي جدي غوښتنه ده.
پر ډېرو شيانو چوپ پاتېدل ښه دي، مګر پر دې سپکاوي خاموشي کفر ده کفر.»
د دې ستونزو په اړودوړ کې د طالبانو مشر په خپل یو اختریز پیام کې یو څه نرمښت ښودلی دی، دې نرمښت ته په پام سره هیله پیدا کېـږي چې د نجونو د ښوونځیو د پیل په برخه کې هم خپله پالیسۍ بدله کړي.
کله چې د ۲۰۲۱ ام کال په اگست کې طالبانو بیا واک ترلاسه کړ، هرڅه یې چې کړي، ډېره سلنه یې له ملي او نړیوالو قوانینوسره په ټکر او مغایرت کې دي. دوی داسې کسان پر دندو گمارلي دي چې دوه سلنه هم په هغه کار نه پوهېـږي، خپل کارونه یې پرېیښي وي او په نورو کارونو کې گوتې وهي.
مثلاً:
ــ د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنگ مسؤلین د نظامي بریاوو او وژنو رپوټونه ورکوي،
ــ د کورنیو چارو سرپرست وزیر د معارف د وزیر دندې او مسؤلیتونو باندې غږېـږي دا یې
یوه بېلگه ده:
«سراج الدین حقاني: ژر به د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو زېری واورئ»
د نجونو د ښوونځیو د نه شروع کېدو په پار کورنیو او بهرنیو قلموالو او روڼ اندو د نویو واکدارنو پر دې عمل نیوکې کړې دي او خپل نظریات یې په بېلابېلو بڼو څرگند کړي دي:
اومان نیازی داسې ویلي دي:
دا جـنـۍ پــه ټـولـګي پـسې خـپــه ده
تـبـاشیر یې انځــور کړی کتابچه کې
تـوره دړه ده مـعـلم ورتـــه ولاړ دی
غلی ویر یې انځور کړی کتابچه کې
محمد سمیع صادق نومي قلموال څومره هنرمندانه او ماهرانه د طنز په ژبه د نجونو ښوونځیو تړل انځور کړي دي:
«په انګړ کي ئې باران په شړپ وو.
لږ لېري د غره په لمن کي بیا شین آسمان سرې و زرغونې رنګین کړی وو.
انا ئې ورېښان ور چوټي کول.
پېغله نجلۍ د خپل خټين کور له کړکیه د بوډۍ د ټال په ننداره وه.
وېښتان ئې د انا له لاسونه ویستل، ول:
– بي بې تا ویل څوک چي تر سرې و زرغونې تېر سي هلک به نجلۍ سي او نجلۍ به هلک کېږي… چترۍ دي راکړه زه تر تېرېږم، نارینه به سم، بیا خو مي مکتب ته پرېږدي…
انا ئې په خندا سوه
– درځه زویه دواړه ځو، مکتب خو ما هم نه دئ ویلی!»
عصمت قانع په دې برخه کې خپل دریځ داسې څرگند کړی دی:
«دمسعود پر قبرداتڼ او قرصک له غوغا را ووزئ
راځئ دخپلو لوڼو دتحصيل او تعليم غم وخورو
که دنجونو مکتبونه تړلي وي شل کاله وروسته به پنجشيرۍ مور هم بېسواده وي اوقندهارۍ مور هم ، پکتياواله موربه هم رنځوره وي او بلخواله مورهم
زموږ ميندې به بيا دجنګونو خاشاک دقاچاقو توښاک او دافراطيت دتناره دسون خس او بوټي زيږوي
داوطن به زموږ وي خو ليتيوم به يې دغربي کمپنيېو وي ، داوطن به زموږ وي خو دګازو زخيري به يې پنجابي دلالان خرڅوي
داوطن به زموږ وي خو زمرد به يې پاريس ته ځي
موږ به دپيړيو دځنځيرونو په داسي کړيېو تړلي يو چې نسلونه نسلونه به مو دپانګي په مارکيټ کې ګرو او ګاڼه وي
په خپل وطن کې به سوالګر يو
په خپل وطن کې به دربدر يو
ټوټه ټوټه تيکه تيکه او پارچه پارچه به يو
او هره پارچه به مو دليلامي بازار متاع وي
راځئ ملت شو او ددې وطن پر هستۍ اوپانګه دبرابر مالکيت ټغر وغوړو»
د ښاغلي بهیج عثماني نظر بیا داسې دی:
«همدا وطن او همدا يې خلک. موږ په هېواد کې د لومړني ښوونځي له افتتاح وروسته دا دی سل کالونه وروسته هم ښوونځي سوزو، د فرعون کور يې بولو، د فساد، فحشا او بېدينۍ ځاله راته ښکاري. په هېواد کې د نجونو د رسمي زدکړو هم کابو سل کالونه کېږي خو لا هم نجونې ښوونځيو ته نه پرېږدو او حتا له خېټې ورته ديني روايتونه او کيسې جوړوو.
سل کالونه وروسته لا هم راته د هېواد د خپلواکۍ اتل غازی امان الله خان دښمن او د وطن د ابادۍ او پرمختيا برنامې او پروګرامونه يې د ځان او وطن د تباهۍ پيلامه ښکاري، خو تمه لرو چې په تېر شل کلن جمهوري نظام کې دې پرښتې راغونډې وای او هر څه يې دې د وطن د هر وګړي په زړه کولای.
سياسي او اداري نظامونه به خپلې ستونزې او خامۍ ولري خو څو چې ملتونه نه وي رغېدلي او له انسانانو څخه انسانان نه وي جوړ شوي هېڅ حکومتي نظام هغسې پايله نلري چې په کتابونو کې ليکل شوې وي.
د ځمکې پر مخ به داسې کومه ټولنه او خلک وي چې له نېمې پېړۍ جګړې وروسته بيا هم جګړه غواړي او د ميليونونو مړيو او ټپيانو وروسته بيا هم پر ټوپک نازېږي او هره دويمه خبره به يې جګړه، شهادت، مرګ او ډز الله اکبر وي؟
شخصي يې مه اخلئ خو په عمومي توګه موږ د ځمکې د مخ تر ټولو ناوړه روزل شوي انسانان يو ځکه نو جمهوري نظام به مو هم د نړۍ تر ټولو فاسد نظام وي او اسلامي نظام به مو هم د نړۍ تر ټولو وحشي او بد نظام وي.»
او په پای کې د یو شاعر زړه تنگېـږي او د خطرونو په منلو سره د نجونو د ښونځیو د تړل کېدو او له تعلیم نه د محرومیت د پایلو په باب خپل غږ داسې پورته کوي:
«زما د خور له لاسه دې اخیستې کتابچه ده
طالبه وروره ولې؟
پر مخ دې بنده کړې د پوهنې دروازه ده
طالبه وروره ولې؟
امیرالمؤمنینه نور زموږ واوره فریاد
زموږ ژوند دې کړو برباد
له علمه دې محروم کړو موږ به ژوند کې نه شو ښاد
زموږ ژوند دې کړو برباد
نا پوهه به شو لوی زمونږ د ژوند څه معامله ده
طالبه وروره ولې؟
نړۍ پر مخ روانه ده مونږ وروسته پاتې کیږو
له هیچا نه شرمیږو
د یو بل په لمسون باندې به څو پورې غولیږو
له هیچا نه شرمیږو
نړۍ پر مونږه خاندي یویشتمه زمانه ده
طالبه وروره ولې؟
لږ ښکته پاکستان وګوره بل خواته ایران
بیا وګوره جهان
اسلام چې ترینه خپور شووګوره عربستان
بیا وګوره جهان
اسلام زموږ په حق کې خپله کړې فیصله ده
طالبه وروره ولې؟
ارمان یې په اوبو باندې لاهو شو اوس کړیږي
په سرو سترګو ژړیږي
چې مړه نه شي له غمه مور او پلار مې پرې ډاریږي
په سرو سترګو ژړیږي
خوراک نه کړي له غمه ناسته تل خفه خفه ده
طالبه وروره ولې؟
سزا دې راته غټه ده ټاکلې وس مې نشته
که ستا په زړه کې ښه شته
تعلیم چې نه وي هلته نه ډوډۍ او نه اوبه شته
که ستا په زړه کې ښه شته
نو ځکه درته کړې ثمرزي دا یو ګیله ده
طالبه وروره ولې؟»
زموږ په «ابۍ، ټوله بۍ» هېواد کې د نجونو د تعلیم مسأله ډېره مبهمه او تیاره ده او د دې تیاره راتلونکې په تیارو کې که له یوې خوا د گڼشمېر نجونو عمر عبث تېـرېـږي، ترڅنگه یې د تعلیمي برخلیک د نه معلومېدو په تیارو کې متضررو نجونو او کورنیو ته یې ډېرې رواني ستونزې پـېـښېـږي چې دا په خپله د وطن د اوسمهال او راتلونکې له پاره یوه پرابلماتیکه موضوع ده.
د دې کرښو په پای کې خپلې هغه خبرې بیا تکراروم چې ډېر ځلې مې د نجونو د تعلیم د مهموالي په باب مې څو ځلې ویلي او لیکلې دي:
د نجونو د تعلیم مخنیوی که څوک د ښځینوو د ستر د خوندیتوب له پاره کوي، دا کار ناسم دی، د نجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې د خپل هېواد د ښځینوو د ستر لیلامول دي. که نجونې مو تعلیم ونه کړي، تاسو به سبا په خپل کور کې نه ډاکتر ولرئ او نه هم د بلې کومې داسې برخې متخصصه چې د هغې کار ستا د کور د ښځینوو ستر خوندي کوي.
که ته په خپل کور، کلي، ښار او وطن کې ښځینه ډاکتره ونه لرې، سبا به ستا د خپل کاله زنانه ناروغه د گاونډي نارینه ډاکتر پر میز باندې پرته وي او پردی نارینه ډاکتر به بیا تا ته وايي چې د باندې ودرېـږه چې زه خپل مریض معاینه کوم، دا یې یوه بېلگه ده.
اوس دې هغه ښاغلي چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي، خپله سوچ وکړي چې د نجونو د تعلیم مخه نیول به نورې څه ناوړه پایلې ولري؟