شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د شتمنیو د ازادولو لپاره له ولسمشر بایډنه د نړۍ...

د افغانستان د شتمنیو د ازادولو لپاره له ولسمشر بایډنه د نړۍ د اقتصاد پوهانو غوښتنه

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۰ مه) څه باندې ۷۰ اقتصادپوهانو د امریکا ولسمشر جو بایډن او د خزانې وزیر جنیټ یلین ته په یوه لیک کې غوښتي چې د بشري ناورین د کمولو او د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدو لپاره د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغو اقتصادپوهانو لیکلي، دا پیسې د افغانستان بانک د عملیاتو لپاره حیاتي ارزښت لري، او که د افغانستان بانک فعال نه وي، د افغانستان اقتصاد په سم ډول کار نه شي کولی، ګڼ کسان به معاش نه شي اخیستی، حکومت به د ابتدايي مالي چارو په ترسره کولو کې پاتې راشي او د وارداتو لپاره د پیسو په برابرولو کې به له محدودیتونو سره مخامخ شي.

په لیک کې راغلي: «د اقتصادپوهانو په توګه، چې زموږ په منځ کې مو د مرکزي بانکونو پخواني کارکوونکي هم شته، په افغانستان کې پر بشري او اقتصادي ناورین ژوره اندېښنه لرو، او په ځانګړي ډول د امریکا د پالیسۍ له کبله د دغه ناورین د سختېدو له کبله. موږ نن دا لیک د دې لپاره درلیږو چې له تاسو په کلکه وغواړو د دې بحران د مخنیوي لپاره فوري اقدام وکړئ، تر هر څه وړاندې د افغانستان د مرکزي بانک، د افغانستان بانک نړیوالې زېرمې بېرته ورکړئ.»

د دغو لیک په لاسلیکوونکو کې د نوبل د جایزې ګټونکی اقتصاد پوه جوزیف سټیګلیڅ، یاتي ګوش، لیندا بیلمېس، د سسیکس پوهنتون سر ریچارډ جولي، ډین بیکر او جان سمیت شامل دي.

په دې لیک کې ویل شوي، که څه هم په افغانستان کې اوسنی حکومت د افغانانو په خوښه نه دی واک ته رسېدلی، خو د افغانانو کړاوونه څو برابره شوي دي.

د لیک لیږونکو، چې د امریکا، بریتانیا، جرمني او هند اقتصادپوهان دي، غوښتنه کړې چې د بشري بحران د کمولو او د افغانستان د اقتصاد د ښه کولو لپاره باید د افغانستان بانک ته احازه ورکړل شي چې خپلې نړیوالې اسعاري زېرمو ترلاسه کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب