جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد کابل په یوه مدرسه کې چاودنې رحیم الله حقاني وواژه

د کابل په یوه مدرسه کې چاودنې رحیم الله حقاني وواژه

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت یوه ویاند بلال کریمي تایید کړه چې د پلازمېنې کابل په شش درک کې په یوه مدرسه کې انتحاري برید دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني وژلی دی.

د رویټرز خبري اژانس دراپور له مخې، د کابل د نهمې حوزې د استخباراتو رييس عبدالرحمان د شیخ رحیم الله حقاني وژل کېدا تایید کړه.

نورو طالب سرچینو ویلي چې برید کوونکی، چې په پښه ګوډ و، چاودونکي مواد په خپله پلاستیکي مصنوعي پښه کې پټ کړي وو.

شیخ رحیم الله، نرم دریځی دینی عالم ګڼل کېده، په بحث او خبرو یې باور درلود او له د وهابي یا سلفي افکارو له ملایانو سره یې مناظرې کولې. دی د نجونو د تعلیم پلوی و.

ګومان کېږي چې د ده په ترور کې به داعش ډله لاس لري چې ویل کېږي د سلفي افکارو تر اغېز لاندې ده.

شیخ حقاني، چې د طالبانو د حکومت پلوی و، په وروستیو کې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي و چې نجونې باید د زده کړو او ښځې د کار اجازه ولري.

ده ویلي و:«په شریعیت کې هیڅ ځای نه دي ویل شوي چې ښځې دې د کار او زده کړو اجازه ونه لري.»

د کابل په یوه مدرسه کې چاودنه شوې

راپورونه وايي چې د کابل د شش درک د سیمې په یوه دیني مدرسه کې چاودنه شوې ده.

لومړني ناتایید شوي راپورونه وايي چې چاودنه د شیخ رحیم الله په مندرسه کې شوې او په خپله شیخ رحیم الله حقاني پکې وژل شوی دی.

طالب چارواکو د دې پېښې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

خو د پېښې شاهدان وايي چې دا چاودنه د انتحاري برید په نتیجه کې شوې ده. شاهدان وايي، حمله کوونکی یو ګوډ و او کله چې شیخ رحیم په غېږ ورسره پوښتنه کوله، ځان یې والوزاوه.

تراوسه کومې ډلې هم د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په ترلاسه شویو تصویرونو کې داسې ښکاري چې د چاودنې له کبله د سر و مال تاونونه زیات وي.

د دې خبر نور جزییات وروسته همدلته خپرېږي.

د ۱۳۹۹ د لړم په ۶ مه نېټه هم پر شیخ رحیم الله د خیبر پښتونخوا په پېښور کې مرګونی برید شوی و چې نوموړی ورڅخه روغ ووت. په دې برید کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي وو. پر رحیم الله تر دې هم پخوا برید شوی و او په ترڅ کې ټپي شوی و.

2 COMMENTS

  1. خدای دې وبخښی، جالب مُلا ؤ.
    زه چی کله د فیسبوک د ځنګل شوقی وم ( البته ځنګل هم ښکلا لری او هم ښکرا ) نو تقریباً د هر ډول ګروپوڼو سره می غړیتوب درلود. اکثره وخت به د پاکستانی ډول ډول مُلایانو ویډیوګانی مخته راغلې. د څلورو مُلایانو په مجلس می ډیر سات تېر ؤ ( مرحوم رحیم الله حقانی، شیخ ابوحسان صواتی یا سواتی، منیر شاکر، ګوهر علی شاه ).
    ځینی وخت به می یو کومِنټ مومِنټ هم ور ته ولیکئ او ځینو لوستونکو به کنځاوی هم را ته ولیکې چی البته ما به هم کنځاوی ور ته ولیکلې ( قصاص ).
    کومه ورځ یو چا کوم بل چا ته لیکلی وه چی :
    ” هغه څوک چی دینی عالم ته سپکی وائی یا لیکی نو ماندینه پر طلاقه ده “.
    ما ور ته ولیکل :
    ” نو پدې حساب پر اکثرو مشهورو پیښوری او پنجابی مُلایانو خپلی ښځی طلاقی دی ځکه ما خو کوم امی او عامی مسلمان نه دئ لیدلئ چی مُلا ته ئې بد رد ویلی وی بلکه دا مُلایان دی چی یو بل ته سپکی وائی او حتی یو بل د انګریز او یهود مزدور بولی “.
    مرحوم حقانی او ابوحسان سواتی یو پر بل بد د ډرون الوتکو ګوزارونه کول چی ښه منظره او ننداره وه.
    اصلی خبره دا ده:
    چی کاشکی دې انتحاری قاتل بدبخته د رحیم الله حقانی پر ځای دا بل کوډګر ( شیخ عبدالباقی حقانی بړوه ) په بم کی الوزولئ وای.

  2. انشاءالله چی د عبدالباقی بړوه نوبت به هم راځی لږ صبر وکړی ټول ملت به پری خوشحاله شی. دی خرکُس هم د آی اس آی لپاره کار کاوو تاسو یی ویډیوګانی لیدلی؟ د افغانانو پر ضد یی د وژلو فتوا ګانی ورکولې، انتحاریان یی ځانوژنی ته تشویق کول هغه الله خپله پکی برابر کړ. جهنم یی ځای کړې د رزیل ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب